د يوې محرومې پېغلې فرياد

 
نور په قراره باندې نه کېنمه
نور د دې جبر په لمبو کې زندګي نه کوم
نور د ناوړو رواجونو هتکړۍ ماتوم
نور د هجران په تورو شپو کې زندګي نه کوم
نور چوپه خوله او لاس تړلې کېناستی نشمه
يوه ناره د محبت او انسانيت کومه
زه يو سپېڅلی انقلاب او بغاوت کومه
یو به قلم بله ډېوه د اسلام
د لاس ورغوي کې وړم
د پښتنو هريو تياره کور به
روښان کړمه پرې
او پر قلم به ښه په زغرده
دا يو بيت وليکم
((د رب ج لپاره پښتنو ځانونه و پېژنئ ـ ستاسې لپاره ، خو څه ځان  ته پيغمبر نه راځي))
 
۱۳۹۱/۸/۳۰ ليندۍ
پکتيا ميډيا سنټر