
بيا دجمعې شپه راغله
بيا به وړه خانخېله
د خپل شيرين ورور تر مزاره درومي
بيا به جمعې شپه پرې په غم تېره شي
بيا به تک تور ټيکری له ځان را تاو کړي
بيا به په وير د کربلا ګډه شي
بيا دجمعې شپه راغله
بيا به وړه خانخېله
د خپل شيرين ورور تر مزاره درومي
بيا به په اوښکو ګريوان ولمبوي
بيا به يې وران شي هغه تک تور د رنجو خالونه
هغه چې مور ورته وهلي وو يو څو خالونه
بيا دجمعې شپه راغله
بيا به وړه خانخېله
د خپل شيرين ورور تر مزاره درومي
بيا به خانخېله دغه شپه په شوګيرو تېره کړي
بيا به غصه وي خپل تندی به وهي
بيا به دا شپه د شنو بنګړو په ماتيدو تېره کړي
بيا به سجدې کوي نفلونه به کړي
بيا به د پاک رب نه دعا غواړي
بيا به ډيوې وړي مشالونه به وړي
بيا به نارې وهي اهونه به کړي
بيا دجمعې شپه راغله
بيا به وړه خانخېله
د خپل شيرين ورور تر مزاره درومي
بيا به مرثيې او الميې ليکي روانه به وي
بيا به دا سانده زمزمه کړي پرېښانه به وي
زما شيرين زما نيازبينه وروره
ته مو هېر کړی نه يې
تاخو به ټول له ياده ويستي وو خو
مورکۍ همداسې وايي
زما پرې خړې خاورې نه دي پېرزو
د ورور پر قبر دې د سرو ګلانو تخم شينده
چې ياد يې تل تازه وي
چې ياد يې تل تازه وي
فريد احمد تسکين
۱۳۹۱/۹/۲۰لړم
کابل خير خانه مېنه پنځه سوه فاميلۍ