د مولانا فضل الرحمن پر يوه خبر باندې په روهي ويبپاڼه کې يوه لوستونکي ډيره ښه تبصره ليکلې وه. د دغه لوستونکې په وينا: د ای اسی ای خبرې د مولانا فضل الرحمن له خولې راووځي.
په رښتيا هم، هغه څرګندونې، چې د پاکستان حکومت او نور چارواکي د رسمي دريځ په توګه نشي په ډاګه کولی، هغه خبرې د مولانا فضل الرحمن له خولې اوريدل کيږي.
نوموړي په دې ورستيو کې په افغانستان کې جهاد فرض بللی، خو په پاکستان کې بیا دا حرام ګڼي.
د پاکستان د جميعت العلمأمشر مولانا فضل الرحمن څو کاله مخکې هم په افغانستان کې د سولې (!) طلايي نسخه وړاندې کړې وه. د ده په اند که چېرې افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني او ورسره په ټول هېواد کې د هندوستان قونسلګرۍ هم وتړي، نو په افغانستان کې به سوله ټينګه شي.خو په زړه پورې دا ده، چې د کور دننه يوشمېر سياسي کړيو هم غونډې کړي وې او د هندوستان د قونسلګريو تر تړلو پورې يې کټ مټ د مولانا فضل الرحمن خبرې تکرار کړې.
مولانا فضل الرحمن له طالبانو سره ډېرې نږدې اړيکې درلودې اومهمې فتوا ګانې به يې ورکولې.ده په افغانستان کې د تاريخي آثارو او بودا مجسمو د ورانۍ فتوا ورکوله، خو په پاکستان کې يې د مجسمو په اړه ويل، چې پاکستان خو آيين ( قانون ) لري او دآيين له مخې مجسمې بايد خوندي وساتل شي. ده په افغانستان کې په پټه ځانمرګي بريدونه هڅول، خو کله چې همدا ځانمرګي بريدونه د ننه په پاکستان کې هم پيل شول، نو بيا يې پر ضد فتوا ورکړه او هغه يې غير اسلامي وګڼل. د ده مرستيال مولانا حسن جان، چې اوس مړ دی، د ننګرهار په پوهنتون کې محصلينو ته ويلي و، چې پښتو اوفارسي ژبې ځکه اسلامي نه دي، چې تر اسلام د مخه ريښې لري او رښتيني اسلامي ژبه يوازې اردو ده. د سپټمبر تر يولسمې نېټې وروسته ده په خپله خطبه کې ويلي و، چې هغه افغانان چې جهاد ته نه ځي د هغوی لمونځ نه کيږي .
د مولانا د څرګندونوپه اړه بايد وويل شي، چې لومړی خو د مولانا خبرې دا ثابتوي، چې د افغانستان د بدمرغۍ او روان ناورين اصلي لامل د پاکستان لاسوهنه ده او طالبان د پاکستان په امر او فرمايش جنګيږي. دوهم داچې که د مولانا نظرد پاکستان رسمي دريځ وي، نوداسې مانا ورکوي، چې د ډيورنډ د کرښې پر سر داسې نا حل شوې خبرې شته چې مولانا يې حل کول غواړي اود ډيورنډ کرښه داسې مسلمه پوله نه ده، چې د پاکستان هرڅه زړه وغواړي ورسره وکړي، يعنې ماينونه پرې وکري او يا اغزن سيم پرې وغزوي .
د مولانا د مرموزې څېرې او له ډول ډول کړيو سره د ده د اړيکو په اړه به تاسو ډېر څه اورېدلي وي، خو د هغو سياسي کړيو په اړه، چې طوطي وار د مولانا خبرې تکراروي بايد ووايو، چې يا خو دوی هم د مولانا له ملاتړو سرچينو څخه اوبه خوري او له دې درکه ځانګړې مادي او سياسي ګټې تر لاسه کوي، يا خو د ډيورنډ د کرښې په اړه له تاريخي واقعيتونو او د پاکستان له رښتيني سياستونو او نيتونو څخه بې خبره دي او ياخو هم له دې څخه اندېښنه لري، چې د لراو بر افغان په يوکېدو سره به پښتانه قاطع اکثريت شي او د نورو لږه کيو حقونه به تر پښو لاندې کړي .
د مولانا فضل الرحمن پلار که څه هم د افغانستان د غزني ولايت و او زيات خلک يې توصیف کوي، خو زوی يې بيا د پلار نه د دين په برخه کې او نه هم د پښتنوالۍ په برخه کې څه په ارث وړي دي او تر يوه پنجابي هم دی، ډير د پاکستان ګټو ته وفاداره دی.
مولانا فضل الرحمن که په ظاهره ځان د دين عالم او مسلمان ګڼي، خو د پردې تر شا بیا ډير ناروا کارونه تر سره کوي.
په جرمني کې د مولانا فضل الرحمن د يوه افغان ملګري کيسه ده، چې کله نوموړی جرمني ته راشي، نو هغو سونا حمامونو کې ورک وي، چې لوڅې ښځې د جنسي غريزې د تندې ماتولو لپاره په کې ګمارل شوي وي.
يوه بله کیسه يې هم مشهوره ده؛ وايي فضل الرحمن لويديځ ته په الوتکه کې سفر کولو او د سفر پر مهال کوم چا ليدلی و، چې دی شراب څښي او اعتراض يې کړی و. مولانا فضل الرحمن په ځواب کې ورته ويلي و، چې شراب منع دي خو د ځمکې پر مخ، په اسمان او جنت کې منع نه دي!!!
د ده په هکله نور مالومات يې په ژوند ليک کې کتلی شئ.
د مولانا فضل الرحمن ژوند ليک:
مولانا فضل الرحمن د ۱۹۵۳ ز کال د جون مياشتې په ۱۹ نېټه زيږېدلی دی، د جمیعت علما اسلام "ف" امیر او د دغه جماعت د مشر او سابقه لارښود او د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی مفتی محمود احمد زوی دی.
د هغه پلار د افغانستان د غزنی ولایت و او ویل کيږي،چې تر مرګ وخته پورې یې د افغانستان تذکره ګرځوله.
مولانا د اهل سنت د مدرسې د پیروۍ له کبله دیوبندی حنفی دی او په پاکستان کې يو شمېر خلک پرې ډیره عقیده لري او د پیروانو شمېر يېلکونو ته رسيږي.
د ده د ګوند قدرت په پښتونخوا او بلوچستان کې ډیر زیات دی او په بلوچستان کې په دایمی توګه د ده د ګوند نه پرته بل ګوند حکومت نشی کولی.
هغه په کال ۱۹۸۸ز کې سیاست ته مخه کړه او ډیر زر یی ځان ته مقام وګاټه.
په دې تور،چې له ایران څخه یی په غیر قانونی توګه ډیزل واردول نو مخالفینو ورته د ډیزلی مولانا لقب ورکړ.
بینظیر بوټو ته یی د یو ښه مرستندوی حیثت درلود
د فضل الرحمن تر ټولو لویه چالاکي دا ده،چې ځان افغان ګڼی خو د افغانستان په ورانولو کې یی لوی لاس دی او د افغان وژنې فتواوې ورکوي.
په کال ۱۹۹۶کې د هغه د مشورو پر بنسټ، د بینظیر بوټو حکومت د طالبانو سره هر ډول مرستې کولې.
د طابانو د واکمنۍ پر مهال يې د افغان طالبانو سره ډیرې نږدې اړیکې لرلې، خو کله چې د طالبانو حکومت نسکور شو نو هغوی سره یی ټولې اړیکې وشلولې، هغوی ته یی د احمقانو خطاب کاوه او ځان به یی پوه سیاسي لیډر بللو.
جنرال پرویز مشرف په خپل کتاب کې کې لیکلی،چې مولانا له ده نه غوښتی و،چې د لومړي وزير رتبه ورکړی نو د اسامه بن لادن په لاس ورکولو هڅه به وکړي.
آنصار عباسی د پاکستان د نیوز اخبار د انویستګیشن ایډیټر په یوه ژوندۍ تلویزیوني خپرونهکې وویل، چې مولانا له جنرال پرویز مشرف نه ۱۲۰۰ کناله ځمکه رشوت کې اخیستې ده .
کله چې د جنرال پرویز مشرف په مشرۍد پاکستان حکومت د لال مسجد بې ګناه زده کوونکي او په زرګونو ماشومان، جینکۍ، هلکان، تنکي ځوانان یی په کیمایي بمونو وسوځول او مړي یی هم کورنیو ونه لیدل، ده د یوه اسلامي لارښود (!) په حیث هیڅ ونکړل او لندن ته وتښتیده او هیڅ ډول غبرګون يې ونښودلو.
هغه قوم او ټبرته چې مولانا فضل الرحمن منسوب دی، هماغه قوم له ده ډيره کرکه لري؛ په دې وروستيو کې بريتانيا ته په يوه سفر تللی و، چې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شو او د ده د موټر لاره يې ډب کړه.
وروستي