سپوږمۍ روښانه خو شپه ټوله تياره ښکاريده
دا ما ته زما او د جانان کيسه ښکاريده
موږ خو دواړه د يو بل په ليونتوب مين و
د ژوند خبره مو هسې افسانه ښکاريده
د قيامت وعده مې ورکړه انتظار کــې
زما يا ر ته دا هم يوه نخره ښکاريده
نشـــــــــه د يار په عشق کښی تر حرمــــه لاړم
زاهد مي وليدو خو ما ته ميخانه ښکاريده
بد نصيبه زه په دې وم چې مين يې ومه
بلا ترخه وه بيا هم ما ته خوږه ښکاريده
نه راتلــــو علت د دی رقيب چې ورته اوی
بس پرديس ته دی دا هسی بهانه ښکاريده
هلمند پرديس
اوکراين جمهوريت د اديسه ښار
وروستي