د روغتيا نړيوال سازمان: جاپانيان تر ټولو زيات عمر او افغانان تر ټولو کم عمر لري

د روغتيا دنړيوال سازمان د رپوټ له مخې جاپانيان د دوهم پرله پسې کال لپاره دنړۍ تر ټولو زيات عمر لري . د روغتيا د نړيوال سازمان د سروې له مخې ، چې دنړۍ په 193 هېوادونو کې تر سره شوې، په نړۍ کې دخلکو منځنی عمر 71 کاله ښودل شوی.د رپوت له مخې جاپانۍ مېرمنې د 86 کلومنځني عمر په درلودو سره د نړۍ تر ټولو ډېر عمر کوي او چاپاني نارينه د 79 کلو منځني عمر په درلودو سره د سان مارينو او آيسلنډ تر نارينه وو وروسته درېيم ځای لري. په دغه رپوټ کې د عمر تر ټولو ټيټ منځنی عمر په سېراليون کې 41 کاله او په افغانستان کې 42 کاله ښودل شوی.
رپوټ زياتوي ،چې دواکسينونو له استعمال سره په 2007 کال کې د ماشومانو مړينه په هرو زروماشومانو کې له 91 څخه 67 ته راکښته شوې، خودامېداوه ميندو مړينه په هرو سلو زرو کې د پخوا په څېر 400 پاتې شوې.