
د (نېچر) په نامه برتانوي علمي مجله د اسټراليايي ساينسپوهان له خولې خبر ورکوي، چې دوی د ډي وي ډي يوپنځه بعديز سېستم ته داسې انکشاف ورکړی ، چې د اوسنيو ډي وي ډي ګانو په پرتله شل زره زيات ثبت کولی شي. اوسنۍ تر ټولو پرمختللې ډي وي ډي چې د آبي وړانګې ډي وي ډي نوميږي ، کولی شي 50 ګيګابايټه خوندي يا ثبت کړي ، خونوې پنځه بعديز ه ډي وي ډي به د هغې شل زره چنده يا (1.6 تېرا بايټ) خوندي کړای شي.نوموړ و سايسپوهانو واردمخه د خپلې اختراع لپاره د(سامسونګ) له شرکت سره تړون لاسليک کړی . تر اوسه د دغه نوي پرمختګ محصولات نه دي توليدشوي ، خو داختراع تيوريکې کار يې بشپړ شوی دی.