ټایم : CIA په پاکستان کې دبن لادن دنیولو په موخه پټه جګړه کوي

 
  له لندن څخه خپریدونکې ټایم مجله  کاږي : دامریکا استخبارات  په پاکستان کې پټه جګړه پر مخ بیايي او له دې څخه یې موخه یې دالقاعدې دمشر او نورو مشرانو ترور او دطالبانو دپټنځایونو له منځه وړل دي .
القدس العربي مجله  دټایم هغې پر مټ کاږي : CIA په دغه جګړه دبریدیتر او ریبر الوتکې کاروي  او دا پرته له دې ، چې دامریکي ژوند له ګواښ سره مخ شي او د دودیزې جګړې په پرتله ددې جګړې لګښتونه هم کم دي .
امریکايي استخبارات په دغه جګړه کې پر خپلو ایجنټانو باور نه کوي  اوخپلو نښو ته څيرمه  داسې وسیلې غورځوي ، چې دسیمې پښتانه استوګن یې بيټرۍ بولي  او بیا دغه سیمې دهدف په توګه په نښه کیږي ، خو دغه معلومات تراوسه له کومې باخبره سرچینې  نه دي تایید شوي . مجله زیاتوي  : پخواني  ولسمشر بوش  دغه  ډول یو فرمان لاسلیک کړې و ،چې ځانګړې ځواکونونه (special force
 ) کولای شي په پاکستان کې دالقاعده او طالبانو دمشرانو پل پسې واخلي اوس دغه عملیات دباراک اوباما په واکمنۍ کې نور هم ګړندي شوې دي .
عادي خبره
 راپور کاږي  دالوتکو اواز  اوس د په وزیرستان کې دمېشتو وګړو دژوند یوه برخه ګرځيدلې ده او دوي ماشې او سرې مچۍ بولي .  مجله وايي :  امریکايي چارواکي وايي : دغه بریدونه ، چې په لاس ویګاس او افغانستان کې  له امریکايي اډو څخه  کنترولیږي  ګټور دي  او له تیر کال راهسې  یې دالقاعدې 20 مشران  ترور کړي او د دوی پټنځایونه ، چې القاعدې به ورڅخه کار اخیست له منځه وړي دي  اوس القاعده هورې  په یوه ځای نه تمیږي  .
خو پاکستانیان بیا وايي : دا ګټور او اغیزمن هغه نه دي  او ډيری وخت  خطا وځي او ملکي وګړي وژني  او له 2006 ز کال  60 هوايي بریدونو  په دغه سیمه کې نږدې 687 ملکي وګړي وژلي دي او دغو بریدونو  په پاکستان دامریکا ضد احساسات  پیاوړي کړي  او داصف زرداري  کمزوری  حکومت یې نور هم له ګواښ سره مخ کړی  دی .
جنرال مشرف  پخوا له دغه ډول تکتیک سره هوکړه کړې وه خو شرط یې دا و ، چې کله او چیرته به ترسره کیږي  د نوموړي له استعفا وروسته  دغه ټول شرطونه  له منځه ولاړل  اوس دا پریکړه شوې ده ، چې  امریکا به بریدونه کوي  ، خو دزرداري حکومت نیوکې کوي دامریکایانو له انده داګام ګټور دی  ، خو پاکستانیان  یې نه مني . داسې اټکل هم دی ، چې باراک اوباما به ددغو بریدونو لړۍ نوره هم ارته کړي او دبلوچستان  تر مرکز کویټې پورې به وغځوي  داسې ویل کیږي ، چې هلته دطالبانو دسر سړي  راټول شوې دي .
دبن لادن  څرک لګول
CIA دبن لادن دموندنې په موخه   پر بریدیټر الوتکو ډډه لګوي  دغه الوتکې 40 ساعته  په هوا کې دګرځيدو وړتیا لري  له 40 ساعته ګرځیدو وروسته  یوازې دتیلو لپاره راښکته کیږي  CIA  دشلمې پیړۍ له نوییمونوکلونو راهسې دبن لادن پسې ده  دغه ډول الوتکې  دلومړي ځل لپاره په 2002 ز کې ابوعلي  الحارثي د ترور لپاره  وکارول شوه  نوموړ ې په یمن کې دالقاعده مشر و .
ټایم دپټو عملیاتو دمسول له خولې ، چې دخپل نوم دنه یادونې په شرط یې ورسره داخبره شریکه کړې ده کاږي :  بن لادن یو ځل ددغو الوتکو دبرید نښه وګرځیده ، خو پیچلو سیاسي او قانوني تګلارو خنډونو ورسره  یاري وکړه او  بچ شو وروسته بیا  له 2001 ز دلوبې  تګلار بدله شوه .