كندهار كه كرزيستان  ؟

داځوورځي كيږي چې داولسمشري لپاره كانديدان په يوه نه په يوه ډول خپلو انتخاباتي كمپاينونوته دوام وركړيدي اودډول ډول لارو دخپلو انتخاباتي مبارزودپرمخ بيولولپاره منډ ترډي وهي ،
دنيوكولړۍ هم پيل شويدي ،تورونه ډير شويدي  خصوصا پرښاغلي كرزي ډيرتورونه لګيږي چې دی له دولتي واك ځخه دځان په ګټه ناوړه استفاده كوي ، چارواكي په خلاص مټ دكرزي په طرفداري كاركوي له هره وسيلې كاراخلي تر څو خلګ وهڅوي چې كرزي ته رايه وركړي ،
داهم دويلو وړده چې دكرزي اتنخاباتي كمپين پيل شويد ي په ټولوولايتونوكې كار كوي ، دوي ته دكار زمينه برابره ده ځكه    چارواكي دي ،له دولتي امكاناتو په ښه ډول كاراخستلاي شې،
دقانون ترپښولاندي كول يوه عادي خبره ده ځكه اوسنى   چارواكي  كو م قانون اواصولوته ځان پابند نه بولي ددوئ   اصول يوازي برياليتوب اود ځان په ګټه له هري وسيلي څخه كاراخستل دي.
كرزى هر ه ورځ دقانون دپلي كيدو نارې  وهې ، نوي فرمانونه صادروي خودپلي كيدو زمه واري يې نه اخلي. خلک له ده نه داپوښتنه كوي چې تراوسه ستاپه وينا كوم  قانون پلى شويدى  كوم قانون دې پلى كړيدى چې نن دي پلى شي بيا په داسې اساسو شرايطوكې چې دقدرت لپاره مبارزه روانه وي ،دكرزي سرغړونې   دونه ډيرې شوي دي چې هوښياران څه  ليونيا ن هم ورته ګوته په غاښ پاته دي .تيره ورځ يې فرمان كې دولتې چارواكوته وويل چې له قانون سرغړونه بايدونه شې . دكوم قانون اوكه بياوشې نو څه اسمان راكښته كيږي ؟ له سرغړونكى سره تراوسه څه شوي دي چې نن به ورسره وشي ، له همدې فرمان وروسته  يې په كندهار كې نامردانه عمل سرته ورساو. امكان دي وشې چې ددوي ترمنځ دايو شفروې چې  زه به داسې ناري وهم تاسو خپل كاركوئ .
خوترټولو لويه اونه بښونكې سرغړونه اودقانون څخه تيرى،  تيره ورځ په كندهار كې پر يوه بې  وزله معيوب خوله وياړاوغروره ډك پرپښتو او ملي ارمانونو باندي مين وطن پالونكي  ځوان ښاغلي محمديار  اوملګروباندي دكرزيانو نامردانه بريدو چې هغه يې په ګوډو پښو وواهو،او خپلي لکړي ورباندي ماتې كړې ،دوئ  خپله ناتواني او ناوړه څيره په ملي هنداره كې وليده چې نور ملت ته دورښكاره كيدولپاره كوم سپين ټكى نه دي پاته شوى  نوځكه اوس له خشونت او ظلمت نه كاراخلي اوخپله پخوانۍ وسله يعنی توپك سالاري په كاراچوي ، كرزي تل ناري وهلي چې زه توپكيان نه غواړم او توپك سالاران وركوم
 … خودادى زمانې وښوده چې دده سرهم دتوپك سالارانو له چوپاني راووت، پر فرهنګيانو نامردانه بريد دمچيو اګنې ته لاس وروړل دي چې بيا تري خلاصون ګران كار دى .ترڅو وه دي نه پړسو ي پريښودونكي نه دي .
ټول هيوادوال ددي ناوړه كارله غندلوسره سم په دې انديښنه كې دي كه داآش وو داشړۍ ګمان دي نه شې چې عادلانه اوسمې ټاكنې دې وشي. دكندهار دقانون دماتولو دپيښو وروسته دښاغلي اشرف غني احمدزي كلك اوميړني  غبرګون هيوادوالوته دهيلوڅراغونه وبريښيدل او دداسې ملي شخصيتونوپه لرلوسره يې زړونه راپورته اوخوشحاله شول چې يوه ورځ نه يوه ورځ به ددي ليوانومنګولې ددوی له غوښو وباسي،
له لراوبريوه نړۍ مننه چې په  ښه ډول خپلي ملي اواسلامي دندي په ښه ډول ترسره كوي ، دلراوبرپه پاڼه كې مو دښاغلي اشرف غني احمدزي پوره مركه واوريده چې په خوراميړانه يې دښاغلي محمديار اوورسره ملګروننګه وكړه اوپه ښكاره يې هغه څه وويل چې تراوسه يې ويلوته خولې نه وې جوړې شوي ، خولې مې ځكه وويل چې تامع بزدل ،معامله ګر كسان هيڅووخت دحق دويلوتوان نه لري چې نن په دولت كې ډيرى  همدا راټول شويدي ،
داحمدزي دې خبرې ته په كتلوسره چې كندهار دی كه كرزيستان  داډيره په زړه پوري خبره وه ځكه يوواقعيت يې رابرسيره كړ،هغه څه چې تراوسه پورې پر خلکو ظلمونه كول اوچايې په مقابل كې دزړه شونډي نه شواي ښورولاي نن يې نړيوالوته په ډاګه كړل  چې دلته دوه حكومته دي داكندهار چې دكرزي ځاى دی اوس په كرزيستان اوښتي دی چې دخپلي كورنۍ  ترمنځ يې ويشلى دى  او دكندهار ټول واك د كرزيستانو  دى ، نوره نه ا داره شته نه كوم قانون بلكې دكرزيانو دخولې خبرې ترهرڅه غوره قانون دى . ټولوته معلومه ده  چې كرزيزم او احمدولي كرزى  ولايتي شورامشراوهم   دنړيوالي مافيا مشراوغړي دي چې ګما ن كيږي
 نړيوالوسوله ورانوونكو پوځونو په ملاتړچې هغوي هم دمافياغړي دكندهار پر ميړنيو او غيرتمنو خلکو تپلي او خپلوناوړوچاروته دوام وركوي ،دميړنيوكندهاريانو دسر په كاسو كې اوبه وركړيدي ، اوددوي په ناوړه عملونو شرميږي .  هر شئ خپل وخت لري دزمانې لوي فرعون هم ترخپله وخته پوري  هغه كارونه وكړل چې نه دكولوو نه دويلو . خوچې وخت يې پوره شو نو موسې ورته خداى پيداكړي  ، اوس زموږ غريب ځوريدلي ملت ته  هم  موسې پيداشويدي چې خلګ بايدپه دي ځان پوكړي چې ددي فرعونيانو خلاصون يوازي  دملي گټو په ساتلو او په سمه توګه دخپلو رايو كارولو كې دى   .
هر څوك دانارې وهې چې زموږ برخه ليك په سپينه ماڼۍ  كې ټاكل كيږي موږبې واكه يو . خوزه داخبره تريوه ځايه پوري نه منم ځكه دازموږرايې دي چې برخليك ټاكل كيږي . نوكه چير ي موږ خپلي رايې سمي وكاروو اودغربيانو او دسپينې ماڼۍ باندي غره شويوته چې وايې توكل په سپينه مانۍ اوهغه موترشاده نوردڅه پروالرو، كولاي شو لوبي  ته بدلون وركړواوپه خپله خوښه يې پر ملي محورراوڅرخوو. داكار به زموږ ملي غرور راژوند ى كړي اونړيوالوته به څرګنده شې چې موږدخپل برخليك ټاكونكې يو ، چې دښكيلاك اودهغو دتالي څټوپه وړاندي دايوه ازدي غوښتنوكې اصولي مبارزه ده .اوهم به موږ له وجدانې مسوليت څخه خلاص شو .
هغه متل دي چې وايي كاڼى په كاڼي ماتيږي اوس دملي مفسيدونو لپاره ملي غلو او داړمارانو لپاره كه خداى كول موسې پيداسويدي چې دهرډول فرعونيانو چاري به وكړي
له ښاغلي احمدزي يوه نړي مننه چې دهيوادواقعتونوته يې پاملرنه وكړه او ډير ي تركاسې لاندي نيم كاسې يې برملايې كړې.
 دښاغلي احمدزي  دملي ايديالوژي اوملي پروګرام سره ټول هيوادوال ملګري دي او په ټول توان يې ترشاولاړدي ، ورستې وينا يې دډيرو هيوادوالو مړاوي زړونه  راژوندى اولاس ته راوړل .
 كندهار دميړنيو او غيرتمنو مېنه ده . دهغو ننګيالوځاله ده چې تاريخونه ورباندي وياړي . له دي ځالي  هغه بآزان الوتې دي چې په برم كې ډير ملګونه  راګيروو . دلو ى كندهار ميړني خلګ بايد له دي تياروراوايستل شې اودراوتلو يوازينې لاره دتحولاتو سره هم غږي ده چې ټول اولس ورته سم ځواب ووايې  او پوره ملاتړيې وكړي
له ديرشو كلونوراپه دي خواموږله هرډول ملې تګ لاري بې برخي وو چې اوس دښاغلي احمدز ي په نويه تګ لاره كې داټول ملي مسايل اوملي ګټي خوندي شوي دي چې بې د ملي گټود ساتلو دهيواددجوړيدل  ، اوپرمختګ هيڅ امكان نه لري .
    دافغانستان دستونزو دحل يوازنې  لاره دملي تګ لارو جوړول اوپلې كو ل دي له دي لاري موږ كولاي شو ديوه خپلواك او سمسورهيوادپه څير څرګند شو .
ښاغلى ډاكتر اشرف غني احمد زى صاحب :
 هر چا په هرنامه زموږ دهيوادوالوپه پاكو احساساتو لوبې وكړې  زيانمن يې كړل ، ژوبل يې كړل ويې پلورل اوس مړاوې زړه له ژوبلو احساساتوسره نيمګړى  ژوند كوي،ستاسو دملي ناري پرسريې ځانونه قربانې او هرډول خطرونوته وركړل ،ټول ملت دملي ناري په انتظار ناست وو چې نن تاسو راپورته كړه . نوټول هيوادوال له تاسو ځخه په كلكه هيله كوي اودرنه غواړي چې دهيوادوالوپه پاكو ژوبلو احساساتو مرحم كيږدي، خداى مه كړه داسې ونه شې چې ددوئ پاك احساسا ت  هير شې يامعاملى ورباندي وشې،
تا وويل چې دادميړنو هيواد دى ،، نو داميړنې اولس هم له تاسو ميړانه غواړي ، چې  له هر ډول معاملې نه بايد ګوښئ وه اوسې .
تل دي وي سرلوړي افغانستان
دملي يوالي په لور . دملى ګټو اودګټورو ملې بدلونونو په لور،
                                  په درناوي                                                     رحمتيار