
په ارجنټاین کې یو محصل داسي بوټ اختراع کړی، چې د الټراساونډ حس لرونکې دي او ړوند ته ددي قابلیت ور کوي، چې بې له عصا څخه حرکت وکړي. د ړندو لپاره دا نوي بوټان د dubbed Duspavoni په نامه یادیږي.
کله چې ړوند خپل هدف ته ورسېږي دا بوټان لړزیږي او ړوند پدې پوهوي چې خپل هدف ته رسیدلې دی.
دا بوټان یو ارجنټاینايي محصل چې ( Juan Manuel Bustamante) نومیږي، د شپږو میاشتو په موده کې اختراع کړی او دې هیله لري چې دا اختراع یو لوی بدلون رامنځته کړي. نوموړي محصل تیره جمعه خپل دا اختراع په یوه صنعتي فابریکه کې ننداره ته وړاندې کړ.
دا بوټان ۳ د الټراساونډ حس کوونکې لري، چې یو يي د بوټ په مخکنې برخه کې، دوهم يي د بوټ په اړخ او دریم يي د بوټ په شا کې موقعیت لري. دا حس کوونکې د الټراساونډ څپي خپروي، کوم چې د چاپیریال څخه منعکس کېږي او بیرته حس کوونکې ته را ګرځې. کله چې ړوند خپل هدف ته رسیږي، دا بوټان په لړزه راځې
شفیق الله ځواک یوسفزی
انګلیسي بڼې لوستلو لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ.