نذر
« ارواښاد استاد روهي ته اهدا »


تورکاڼي دې وتراشل هندارې دې ترې جوړې کړې
مړې دې تصور سترګې خمارې دې ترې جوړې کړې
چوپو کليمو ته چې موسکی شانې په مينه شوې
وې ګونګې بلبلې سندرمارې دې ترې جوړې کړې
ژوند رموږ کوتره شو اوستادبېلتــــــــــانه شېبې
راغلې ورپسې دباز نوکارې دې ترې جوړې کړې
زرکې مو په غرونو کې کوکارې دبېلتون وهي
زاڼې مو بې ميــــــــره دي اونارې دبېلتون وهي
ژوند دې و ټپــــه ټپــــــه په روح دې ملالۍ مين
ته وې پر خوشحال مين اوته وې پر سېلۍ مين
شغ دې دنښتر دڅڼــــــــــو خوښ و شغ دغشو نه
ته وې د هوسۍ پر خوا اوته وې پر کبلۍ مين
خوښ دې و بې حده په قران کې د ( رومان ) ټکی
ته د ( روه ) پر ژڼي مين ته په روهېـــــــلۍ مين
مخ د خپل جانان دې په ( ويدا ) په ( اوستا ) کې ليد
تاداوښکو خـــــــــــدای ديتيمتانو په موسکا کې ليد
څومره په تمکين زموږ په مخکې وې امير روان
تاپسې و ، وروسته پر سنـــــدرو بار بهير روان
زړه کې به دې څړيکه ددردونو راروانه وه
پاس به چې هواکې وکوتروپسې تيرروان
يه ! زموږ زرينه خوبه ستړي يوو لږ رايشه
ګوره درپسې مو په تڼاکو پښو تعبيرروان
خپلې سپينې تورې رانه سر په ولجه وړی دی
تورې بلا شپې رانه سحــــــــــر په ولجه وړی دی
ته دګل په دين وې تا بلبله له زړه جوړه وه
وزن دسندروتــــــــه دې تله له زړه جوړه وه
تا په کې پاللو يو دمينې لېــــــونی ملنګ
تا دخپل ارمان په لاس کوډله ، له زړه جوړه وه
هلته به وزرې سوځېدې دبدرنګۍ ددېو
تا دښاپېريو دنيــــا خپله له زړه جوړه وه
ووايه چې چاته دې پر سر زرين پټکی اېښی
موږورته په نذرکې دمينې ډک زړګی اېښی
چېرته يې امامـــه بې اختــــــره بې براته يو و
پاتې په لمانځه کې هم دمينې له رکاته يو و
نه شته څوک چې سترګې مو دطور په رنجو تورې کړي
ليرې غورځيدلې دجانان له التــــــــــفاته يوو
تږي يوو ډېر تږي يوو خولپې مو دزړه سيورۍ
ځکــــــــــه خو بې برخې دسندروله زکـــــــاته يوو
لاس دې وړانګو راکړه داشنا خواته مووروله
موږه دنظـــــر ستړي دبڼــــــــــوشاته موورورله
تا وې چې شبه ناوې کړئ سپوږمۍ په ګډا راولئ
لمر هم دشاهو په شان پر تخت دسبـــــــــــــا راولئ
تور لـــــوګي دجنګ جارو په پرو دې کوترو کړئ
څوک دسنځلبويو څڼــــــــو بوی په هـــــــوا راولئ
تا وې چې لوی رنځ بې وطني ده اودرمان ته يې
وخېژئ اسمان ته ورپسې مسيحــــــــــا راولئ
ته لاړې بل نه شتــــــه چې له زنګه غمي وساتي
خدای خو دې دکاڼو له هر جنګه غمي وساتي .