غزل

غزل
 
خالد سنګر –ننګرهار
 
که ستا باڼه کرم د زړه کور کې مېلمانه جانانه
هله به پوه شمه په خوند د ژوندانه جانانه
نور نو الوت ستا د اوربل تر څانګو نه شي کوى
له کاره پرېروته زما د خيال مارغه جانانه
ستا د زړه ګل به رژولى وي د بل چا خزان
په هېڅ قيمت نه کوي دا کار پښتانه جانانه
کله نه ما چې ستا د در خاورې باد کړي په سر
له هغې ورځې نه هر څه شومه،هر څه جانانه
اوس ته غم نه راکوې،اوس ته ژړا نه راکوې
ځکه وچ پاتې مې شو دښت د ګرېوانه جانانه
اوس دې ومخې ته ودېږي د ګلاب په شانتې
اوس رژوى نه شي،((سنګر))دا ستا کاته جانانه
خالد سنګر--ننګرهار