هندوستان له ځمکې څخه ځمکې ته د ( اګني 2) توغندی په برياليتوب وازمويه


هندوستان نن په داوړيسه په دفاعي اډه کې  له ځمکې څخه ځمکې ته خپل د اګني 2 پرمختللی توغندی په برياليتوب سره وازمويه. دغه توغندی چې د يو ټن اتومي خولۍ د وړلو وړتيا لري ، تر 2000 کيلومترو پورې خپله موخه په برياليتوب سره ويشتلی شي . که وزن يې کم شي بيا تر 3000 کيلومترو پورې واټن هم وهلی شي.