په چين کې لومړنۍ مونتاژ شوې ( اير بس اې 320) الوتکې امتحاني الوتنه وکړه

د چين په تيانجېن ښار کې  لومړنۍ مونتاژ شوې ايربس ډوله (اې320) الوتکې خپله امتحاني الوتنه پيل کړه او د يوه چارواکي په وينا نوموړې الوتکه به نن څلور ساعته امتحاني الوتنه وکړي. ټاکل شوې ، چې سږ کال به د چين په تيانجېن ښار کې 11 دغه ډول الوتکې مونتاژ شي او سر له 2011 کال څخه به دکال 48 ايربس ډوله الوتکې مونتاژ شي. د ياودولو وړ ده، چې د دغې الوتکې زياتې برخې واردمخه د جرمني په هامبورګ کې جوړې شوي دي.