امريکې له اوکراين څخه د روسيې (سوخوی ـ 27 ) ډوله  الوتکې اخيستي

 


امريکې له اوکراين څخه د (سوخوی ـ 27)  ډوله روسي جنګي الوتکې رانيولي دي. د امريکې د دفاع وزارت ويلي، چې دا الوتکې يې ځکه رانيولي ، چې د نړۍ په کچه يې پلورل ډېر شوي دي. سوخوی ـ 27 ډوله الوتکې د خپلو وړتياوو له مخې د امريکې له (اف ـ 15) سره برابرې دي ، خو په بيه کې 30٪ تر ارزانې دي  او له همدې امله زياتره هېوادونه دغو الوتکو ته غوراوی ورکوي. امريکا غواړي ، دغه الوتکې د خپلو پرمختللو وسلو او رادار پر وړاندې وازمايي. روسيې تر اوسه پورې خپلې سوخوی ـ 27 او سوخوی ـ 30 ډوله الوتکې پر چين ، هندوستان ، اندونيزيا ، ونزويويلا او الجزاير باندې پلورلي دي . د شنونکو په اند د دغو الوتکو د پلورولو له امله ښايي يوځل بيا د روسيې او اوکراين اړيکي ترينګلي شي.