هند د پولادو په توليد کې دنړۍ درېيم مقام ترلاسه کړ

دهندوستان د (زي نيوز) د خبر له مخې ، د پولادو د نړيوالو ارزونې له مخې هند د 2009 کال په لومړيو دريو مياشتو د پولادو د توليدد کچې له مخې  درېيم مقام ترلاسه کړ. هندوستان د 2009 کال په لومړيو دريو مياشتو کې 13.17 ميليون ټنه پولاد توليد کړل ، چې په دې توګه له روسيې او امريکا څخه د پولادو په توليد کې د مخه شو. چين او جاپان اوس هم لومړی او دويم مقام لري. چين د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې 126 ميليون ټنه او جاپان 17.6 ميليون ټنه پولاد توليد کړي . روسيې په همدې موده کې 12.88 او امريکا 12.09 ميليون ټنه پولاد توليد کړي ، چې په ترتيب سره څلورم او پنځم ځای لري.