فرانسه به پاکستان ته اتومي ټکنالوژي ورکړی

د پاکستان د بهرني، چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، چې فرانسې پاکستان ته داتومي ټکنالوژۍ له ورکړې سره موافقه ښودلې . د خبر له مخې د اتومي ټکنالوژۍ په برخه کې د يوه تړون په اړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د جولای په مياشت کې مفصلې خبرې وشي. دا موافقه له فرانسې څخه د پاکستاني ولسمشر آصف زرداري د کتنې پر مهال لاسته راغلې.