د اسلام آباد ، تهران او استانبول تر منځ به د اورګاډي پټلۍ جوړه شي


د پاکستان د اورګاډو وزير غلام احمد بلور ويلي، چې د اګسټ په 14 نېټه به د لومړي ځل لپاره د په ازمويښتي توګه د اسلام آباد ، تهران او استانبول تر منځ يو بار وړونکی اورګاډی حرکت وکړي . د ده په ويناپه لومړي پړاو کې به د دريو هېوادونو تر منځ باروړونکي اورګاډي وچليږي او وروسته به مسافر وړونکي اورګاډي هم په چلښت راشي . د اورګاډي له دغې پټلۍ سره به پاکستان د اورګاډو له نړيوالې شبکې سره وتړل شي.