داستاد روهي په مړينه-هغه غر ، هغه سيوری


ډک جام مې له منګولو دجانان ونړېده
يوستوری له لمنې دآسمان ونړېده
داشپې به دکيسو دزمانې راته څوک راوړي
ای عشقه چې رباب دادم خان ونړېده
يوشين قامت چې ړنګ دی او يو شين سيوری چې نشته
يو ګټ مې له دې غره نه دافغان ونړېده
حيران يم دغزل شبنم به خدايه چېرته تم شي
زموږ چې دشعرونو سايبان ونړېده
ځولۍ به څنګه ړنګه دپښتو دابۍ نه وي
يو غرغوندې روهي دروهستان ونړېده .

اسحاق ننګيال ، د1375 کال غبرګولی