د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې دشاتود پروسس اوتصفيې يوې کوچنۍ کارخانې په کار پيل وکړ. دغه کارخانه ، چې دم ګړۍ 15 کارګران لري، افغان مچۍ روزونکي به د دې جوګه وګرځوي چې خپل شات نړيوالو مارکېټونو ته ورسوي. څه موده وړاندې افغاني شاتو د هندوستان په يوه غذايي نندارتون کې د سوداګرو ډېر پام راواړولو . که چېرې د افغانستان شات په نړيوالوسوداګريزو معيارونو پروسس شي ، هيله کيږي چې په نړيوالو بازارونو کې به ښه مارکېټ تر لاسه کړي.
وروستي