
گرانو لوستونکيو/ ملگريو !
غواړم چي نن طيبي معلومات د ستاسي د اوږد او صحتمند ژوند درلودلو لپاره درته وړاندي کړم ؛
" د 80 له فورمولا څخه بايد څنگه گټه واخلۍ چي 80 په سل کشي د زړه په حمله تر 80 کلني عمر مبتلا نشۍ "
۱) خپل کشته د ويني فشار د تر80 ټيټ وساته ( فشار خون دوه معياره لري يو پورته Systolic او بل کشته Diastolic ) چي معمولآ مثلأ 120 / 76 نورمال ئ .
۲) په خالي نس ( 10 ساعته روژه ) په وينه کشي دشکري مقدار بايد تر 80 ټيټ وي، دي ته Fasting Blood Sugar Level واي .
۳) په ھر حالت کشي دي خپل وزن تر 80 کيلو بايد کم وي . البته په قد، قامد ، عمر او جنسيت ( نر/ شځه ) پوري اړه لري .
۴) کله چي په حالت د استراحت او آرام کشي ئ دزړه ضربان د بايد تر 80 في دقيقه کم وي ( کولائ شۍ د لاس نبض په مړوند کشي په خپله د يوي دقيقي لپارہ ثبت کړي چي تقريبأ دزړه د ضربانومعيار دي ( نورمال ۷۲ وي ).
۵) LDL يو نوع کوليسترول ( غوړ/ چربي ) په وينه کشي دي تر 80 بايد ټيټ وي دا په نامه د مضر Cholesterol ياديژي ځکه چي سپک وزن لري ( کم ثقيل ) او په اساني سره په وړو شريانونو کشي د ويني په جريان کشي سفرکوي او په باريکو شريانونو کشي باعث د خيرہ او بندوالي گرزي ( سکتۂ قلبي او يا سکتۂ مغزي واقع شي ) .
۶) مجمعوعي قدم روي / ورزش / پياده تگد بايد ھره ورځ 80 دقيقي وي . دا کولاي شۍ په مختليفو وختونو کشي عملي کړۍ . سرعت د قدم د بايد په دوه دقيقي کشي تر 80 گامو کم نه وي. او يا ھفته وار تيز سرعت ( برابرہ منډه پر له پسي 80 دقيقي چي اقلا 8 کيلو مترہ فاصله طي شي .
۷) ھر خوراک چي کوي تر 80 په سل کشي في وخت وکړۍ او 20 په سل کشي بايدلا ھم وږې پاتي شي .
۸) په کال کشي 80 ورځي غله بايد یا له غلميني ډوډۍ او يا وريزي څخه پرھيز وکړل شي ( دواړه عين وخت بايد وہ نه خوړل شي )
۸) کوشش وکړل شي چي د لمر شعاعو ته په کال کشي 80 ورځي د غرمي له مخه اندامونه لوڅ وساتۍ ( ۱۵ تر ۲۰ دقيقو لپاره ). خاصا د ښځو لپاره د کور په احاطه کشي لازمي دي . د Vitamin D د جذبيدو لپاره .
۹) د تمباكو او نورو نشه اورو اشياوو څخه پرھيز وکړۍ، که نه 80 په سل کشي به د دزړه شريانونه تنگ شي او بيا به د 80000 افغانۍ د Stent ( يوه آله ده چي د زړه په بند شر يان کشي شودل کيژي ، بعضي وخت دوو ته ھم ضرورت کيژي ) مصرف وي ، نور مصرفونه پري برسيره .
۱۰) که د زړه تکليف لري فورأ ډاکټر ته پيش شه چي ؛
Tab Aspirin 80 mg او
Tab Atorvastatin 80 mg په خپله ښائسته نسخه درته وليکي ( په خپل سر به ئ نه اخلۍ , عوارض جانبي لري ).
پروا نلري 80 افغانۍ فيس واجبي ورکړه ، دې ھم بيچاره غريب او زحمت ئ ايستلي .
" زه ئ علي ملنگ "