د ۱۳۷۳ يم کال د جدی مياشت وه. د کابل د ښار زړه او ورنژدې سيمی د مسعوديانو، خليليانو، سيافيانو، دوستميانو او د حکمتيار د جنګياليو د لاسه د ډول ډول د وسلو تر اورلاندی وی. څښتن تعالی ته به کره شمېره معلومه وی  چې په هغه درې ورځنی وحشت کې چې مسعود، سياف او رباني د کوڅه واکۍ نه د ښار واکۍ په خاطر دوستميان او اسلامي حزب يې له ښاره او د هغه له څنډو وشړل، څومره کوچنيان، ځوانان، زاړه او زړې به د دوی د هوس قرباني شوي وي .
د وحشت په دوهم سهار چې راجګ شوو ومولېدل چې زموږ کلی د مسعود د امپراتورۍ برخه ګرځېدلې وه. ل لنګ (اصل الدين) چې تر پرونه يې د اسلامي حزب وسله په اوږه وه  نن يې د نظار شورا او د پخوا په څېر شخ شخ ګرځېده. يو کليوال ورته وويل: "عجيبه کار ده، پرون يې پرضد جنګېدلې  اونن يې ملاتړکوی . څنګه يې داسې ژر پر تاسو اتبار وکړ." ل لنګ چې په وړه ژبه خبرې کوی پدی ټکو يې ځواب ورغبرک کړ:" بچې! موږ دالل يو دالل(ډالر)، په هر رژيم کې چليږوو." نوموړی پخوا د ډاکترنجيب د رژيم په ملاتړ د اردو او څارندوی د مختلفو قطعاتو سربېره د دوستميانو او ورته ملېشه يې قوماندانانو وسلې اوږې ته پورته اوکوزې کړی دی.                                                                                        
ځينې وخت د عادی نالوستي کليوال خبره دکاڼي کرښه ګرځی. اصل الدين چې په دولسوکالو کې ايله آته ټولګي لوستي دی. خو د هېواد روان سياسي ناورين پدې پوهولې: د هر وطن او ولس پلورونکې نه که څوک ملاتړ وکړي هاغه که د هر قام، ژبې او عقېدی لرونکې وی څه خبره نده هره شېبه، هر وخت يې د سترګو تور کېدای شی او پدې باور دی چې هر مريې، پردي پال او بې ضميره انسان نه دايمي دوست لری او نه دوښمن خويوازې دايمي ګټی لری.
ل لنګ او هغوی ته ورته کسان يوازې په هر رژيم کې چليږی، لېکن مشران يې د نړۍ وال د وحشت په ټولو مارکيټو (انسان تښتونی، وطن پلورنې، مخدره توکيو، د وسلو او لرغونيوآثارو قاچاق) کې ډير تود بازار لري. ممکن هر وطن او ولس پال افغان له ځان نه وپوښتي چې ولې دا کسان ډالري څېرې سوی او څنګه يې نړۍ وال مارکيټ ته لاره پيداکړه؟ 
۱: زما په اند خو ډالر پدې وجه نړۍ واله بااتباره سکه شوې چې امريکايان  له خپل وطن او ولس سره د بې کچې لېونۍ مينې په لرلو د کوپړيو او مټو په زور د مغز په اوبه کولو او د خولو په تويولو د شپې او ورځې د نه ستړې کېدونکي زيار په اساس د عصري او پر مختللي تخنيک خاوندان شول، دنړۍ د هرهېواد په پرتله يې ډير اعلی با کيفيته او کمېته صنعتي او زرعتي تولېدات تولېد کړل او کوی يې نو ځکه يې نړۍ وال سوداګریز مارکيټ انحصار او هم يې د سرو زرو پشتوانه تر ټولو ډېره رانيولې ده. نو په همدې وجه ډالر نړۍ وال پولي واحد ګرځيدلې.
روح لرونکی ډالر د هغو په سر چپه ډول نړۍ وال شوی. لومړی خو دا نا چله سه پولۍ  د جګړو نه پخوا د خپلوانو او ګاونډيو نه بغير نور چا نه پېژندل، د ۱۳۵۷ کال د غوايې د ۷ مې خونړي سېلاب د   دوی کرغېړنې څېرې  ومښلې، د مظلومو افغانانو په سر وينو يې جل او بل او د هېواد د تباهۍ په څپو يې د پېژندل شوو افغان دښمنو پښو کې وغوزه ول. بيا دا په وينو سينګار شوی څېری د ځان غوښتنې، ځان پالنې او د مزو چړچو په خاطر د پرديو په قومانده او وسله د وطن او ولس پلورنې ډګر ته راودانګل، چېرته چې تلای شوه هلته يې په خوله نارې وهلی او هلته چې نشوای تلاې د خپل انځور، پتې له کروکولم سره ( سوانح ) واستولی چې موږ افغانان (پښتانه) وژنو او افغانستان پلورو. پدې ډول د ګاونډيو، سيمې اونړۍ د هيوادو څارګرو شبکو وپېژندل او ډالر يې پرې واورول او اوره وی يې. دوې د ملي شعوراو ملي آرمان د وژلو، له افغان او افغانستان سره د دښمني او پرديو ته د غلامي په کمال ډالري څېرې شوی.                                                                                      
۲: نړۍ وال مارکيټ ته لار موندل : سړه جګړه ډېره توده وه، شرق او غرب د خپل د سيمه ييز نفوس د پراخه ولو په خاطر يو له بل سره ښکر په ښکر وه، د زور ازمايلو ډګر يې زموږ هېواد شوی وه. د وطن پلورنې او  افغان وژنې بازار د اوس په شان ګرم وه. کیڼ اړخي له شورويانو سره په معامله کې او ښی اړخی له پاکستان، ايران، عربو او غربيانوسره. نړۍ وال غاصبينو د پښتو متل مطابق کړنه وکړه "که غواړی چې د خره خاوند بی خره کړی نو يوه ټنګه ور زياته کړه." لومړی روسانو دا نوښت وکړ مسعود، رباني، اسمعيل چې دپاکستان، امريکا او عربي هېوادو څارګرو شبکو د شورويانو په ضد پېرلي وه. کې جې بې د هغو په پرتله د ډېرو ډالرو د ورکولو سربېره د هېواد  د سياسي واک سپارنې په ژمنه راخپل کړل. په ۱۹۸۸ کال کې د کرملن واکمنو ملا رباني مسکو ته دعوت او د يو ولسمشر په څېر يې تود هرکلی وکړ. بيا درې کاله وروسته روسانو د کړی ژمنې سره سم د واک په ګدۍ کېنول. ځلور کاله يې د بادار د پیسو او وسلو په زور يې د وحشت تورې دورې دوام وموند. د کابل له تېښتې وروسته يې دتاجکستان په کولاب کې دروسانو په نظامي آډه کې واړول. پوره شپږکاله هغوې پخپله هر اړ خیزه انرژي د هغو بې شومو کا لبوتو ته ساه پوه کړه.  
د ۲۰۰۱ وم کال د سپتمبرد پېښې په پلمه بوش د افغانستان د اشغال پريکړه وکړه، هغه د روسانو د تجرو بې نه په استفادې سره د وحشت د مارکېټ په  متاع داوطلبي وکړه. د سی آې اې دپخوانې کارکونې ګېري په لاس يې هغو ته د ډالرو د ډبيو د ورکولو سربېره د کابل د واک د دوباره ورسپارلو مبارکي هم ورکړه .
محقق ،خليلي او محسني پدې چېتو او چمبولو ټنګو چې د مندروړ په بازار کې يو خورد املوک ڼه پری پېرېدل د ايراني نشنلستو ملايانو په مالی ملا تړ د پام وړ کرنسۍ او د وحشت د مار کېټ معيار شوی. امريکا  او ايران چې له دېرشو کالو راهېسی پیشې او موږګ دی، څومره چې د دې دواړو هېوادو سياسي، اقتصادي مذهبي  او نړۍ وال لرې ليد سره واټن لری، برعکس هغومره په افغان وژنه او افغانستان ورانونه کې سره نژدې او ګډ هدف لری. امريکايانو په اصطلاح د ترهګرۍ ضد جګړې  په پلمه دا ايرانې کرنسۍ دنړۍ وال د وحشت مار کيټ ته د خپل د هېواد د ملي ګټو د دفاع په موخه يې  دننه کړی پدی ډول نړۍ والې شوی.                                                                  
ګلاب زوی او علومي  دواړه د  د وخت د پوځ غړی وه. د خپل د هېواد د ساتنې او د افغان ولس د هوساينې لپاره سوګند کړی وه. خو له بده مرغه سوګند او ملي ارمان يې پر کې جې بې وپلوره. د وطن او ولس غليمان او د سو سيل امپريا لیزم د ګټود ساتلو او خوره ولو، وفادار ساتونکې وګرځېدل. هومره چې مجنون  د خپلې ليلا په ليدو خندېږي، د اونۍ، مياشتی وږی او تږی د ډوډۍ او اوبو په موندو خوښيږی، او سيندونه د واورې او باران په اوريدو مستيږي نوموړي ورته د امريکا په غندلو خندان، خوښ او مستېدل. پوره ۱۴ کاله د روسانو د ملي ګټو په خاطر د خپل هېواد او خلکو په وړاندی وجنګيدل، هاغه پوځي رتبې بايد چې دوې په شلو کالو کې ترلاسه کړې وی نوموړو په شلو مياشتو کې واخستې. د بوش لخوا د هېواد له اشغال نه وروسته سې آی اې د روسانو په خوښه يو له مسکو نه او بل له هالند نه کابل ته وغوښتل د پارلمان غړی يې کړل. اوس د روسانو په شان د امريکايانو د ګټو سپاهيان هم دی.                                                                               
په پاکستان کې د ۱۹۸۴ يم کال د امريکې سفېر کرزی داسې تعريفوی. هره ورځ به د افغا ن مجاهدينو قوماندانان ماته راتلل د نورو مرستو ترڅنګ به يې د روسانو د هوايې ځواک پرضد د سټنګر د راکټو غوښتنه په تکرار سره کوله، يوه ورځ ساتونکې مې د ورټکولو نه وروسته راننوت وی ويل:" چې يو ځوان غواړي له تاسره وګوري. " ځواب مې ورکړ اجازه ورکړه. ځوان راننوت د روغبړ نه وروسته يې وويل:" زه غواړم چې تاسی د افغانانو په رواج، کولتور او تاریخ پوه کړم."  ډېر ځنډ مو خبرې سره وکړی. دا ځوان به کله کله راته. پدې ډول زما او د هغه خوږه ملګري شوه. دا ښکلی ځوان حامد کرزی وه.۱ تاريخ دا شاهدي وايې چې امريکايې څارګرو ۱۷ کاله د بن غوڼډی نه پخوا کرزی ذره ذره  چک کړی او د امريکا ملي ګټو ته يې د هغه وفاداري ثابته کړی وه. نوموړي د بن د غونډی په وخت کې د امريکايې سرتېرو ترڅنګ د هېواد د اشغال په خاطر په اورزګان کې دیسانت شو، د همدې چوپړ په وجه د وحشت د مارکېټ د ټېکه دارانو (امريکا، روس، ايران، هند، پاکستان) په تول پوره او برابر وخوت نو ځکه يې د ټولو ملي خاينانو مشر وټاکه پدې ډول د وحشت د مار کېټ وتلې څېره شوه .                                                   
د روان ع کال په پيل کې چې امريکايې حکومتي چارواکو له کرزي نه مخ واړه وه اوسپکې سپوری يې پسې وويلې. د واشنګتن پوست او نيويارک ټايمزر ورځپانو ور پسې وليکل  چی دکرزي حکومت په فساد کې ککړ، بې کفايته او بې مسوليته اداره ده، د مخ په وړاندې پرځای پر شا ځی. کرزي د تخت د ساتلو په خاطر د آفغانانو په وينو د کرملن دواکمنو ککړه لمن ونيوله اوباما ته يې په تړلو شونډو وويل که تاسو تکیه رانه لری کوی په روسانو يې کوم.                                                        
دغو ملې خاينانو پدې دېرشو کالو کې په وار وار د يوی ټنګې د زياتېدو په بدل کې لوري ګرځولي پخواني بادار ته شا او نوې ته يې مخه کړی. په پاړسي کې وايې:" مرا سيب بتی از درخت بيد." د دوې دنيا يې عیش اوعشرت پکار دی  داکه هندو، نصارا او که ګبر ورکوی باک يې نشته.            ترهغه چې ولس همداسی نالوستی، بې کماله او وزګاره وی، خپل انساني لوړ مقام او پښتنی غرور يو شان  د نورو هغو په پرتله برابر ونه ګڼی، پخپل دماغي او فزيکی قوت باندې تکیه ونکړی، د ژوند چارې د تقدير پر ځای په تدبير او د بل چا پر ځای پخپل لاس کې وانخلي، دوست او دښمن ونه پېژني، د نن پر ځای د سبا فکر ونه کړي له شکه پرته دا لوږه،تنده، بې کوري او حقارت به مو تر غاړې وی، دنړۍ وال وحشت پانګه وال به مو کله د اشرار، کمونست او کله د طالب او القايدې په نامه وژني. څنکه چې دا ۳۰ کاله يې د هېواد سياسي او اقتصادي واګې دې ډالري څېروته سپارلی، د سطرنج د دانو په شان يې وړاندې وروسته کوې دالړۍ به همداسی پسی غزيږي. 
محمد نقيب  ، بلجيم      ۱۸/۵/۰۰۰۹