
دپکتيا په مرکز ګرديز کې سليمان غر کلتوري ټولنې ديو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې چارې رسما پېل کړې او دنوي ملي حکومت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ او د دې حکومت سره يې دمرستې تټر وواهه .
په همدې مراسمو کې دسليمان غر کلتوري ټولنې مشر عاشق الله اخلاص يار وويل چې دپکتيا ولايت خلک دتاريخ په اوږدو کې دجهل اوناپوهۍ په تورو شپوکې پاتې شوي اوورسره دڅوکلنو جنګ اوجګړوپه دوران کې نوره هم پرې دتورتمونولمن غوړيدلې.
ددې لپاره چې نوره ددغه ولايت پرغيږه دجهل اوناپوهۍ توروشپو ته دپای ټکی کيږدو اوخپل راتلونکی په علم اوپوهه منورکړو،اړينه بولوچې دپکتيا خلک په يوداسې هراړخيزه خوځښت لاس پورې کړي چې دوروسته پاتې پکتيا لپاره ديوسالم علمي،فرهنګي اوکلتوري بدلون دراوستوسبب وګرځي،
عاشق الله اخلاص يار زياته کړه چې دهيواد دسترعلمي اوفرهنګي يون په ملتيا سره دخپل اصيل اسلامي افغاني کلتور دلرغونواثارودساتنې ،بډاينې اوپه ځانګړې توګه دپکتيا ليرې پرتواوغرنيوسيمو ته دعلم ،پوهې اوکلتوردلمنې دپراخولو،ديوسالم راتلونکي لرلو،دخبري رسنيودمروج کولو،دبشردحقوقوپيژندګلوۍ اوپلي کولو،دښوونيزو چارو دپرمختيا اوپه اخيري تخليل کې له اولس سره دهر اړخيزه مادي اومعنوي مرستوکولو په موخه دپکتيا په ولايت کې دسليمان غر کلتوري تولنې په نوم سره يوه ټولنه رامينځته کړي ،
اخلاص يار پخپلو خبرو کې ځوانانو ته وويل چې دنوي ملي حکومت ملاتړ به کوي او په اړوندو چارو کې به خپلې مرستې نه دريغوي ، ده وويل چې دپکتيا مدني ټولنو سره په همغږی به دهيواد دبيا رغونې دپاره يوه پرمختيايې طرح جوه کړي او دملي حکومت مشرتابه ته به يې وسپاري .
همدارنګه دپکتيا داطلاعاتو اوفرهنګ ريس محمد شفا مشفق ، دژورناليستانو دخپلواکې ټولنې مشر نياز الله اصيل ، مدني فعالانو نجيب الله شاکري ، سيدجمال اصف خيل او عبدالاحمد رودوال ، دځوانانو په استازيتوب بخت الله ثاقب او صالح صميم پخپلو خبرو کې دمدني ټولنو جوړول او پالل اړين وبلل اوزياته يې کړه چې سليمان غر کلتوري ټولنه اونورې ټولنې بايد د اسلامي اصولوسره سم داساسي قانون اونورو نافذه قوانينو اومقرراتودرناوی، اودپلي کيدولپاره يې مناسبې هڅې اوزيار اوباسي او دملګروملتونودمنشور،دحقوق بشرنړيوالې اعلاميې اونورو نړيوالو تړونونو څخه ملاتړ وکړي خوپدې شرط چې داسلامي اصولوسره په ټکر کې نه وي.او په هيواد کې دملي يوالي دلاټينګښت لپاره هراړخيزه هلې ځلې وکړي دښځو،شهيدانو اومعيوبينودحقونو څخه دفاع وکړي او په هيواد کې رواملي عنعناتو او رواجونوته درناوی اودپياوړتيا لپاره يي لازمې هڅې کول هم ضرورري دي .
په همدې مراسمو کې اخلاص يار په نوي دولت غږ وکړ چې دهيوادپه بيا رغونه اوسمسورتيا کې بشپړه ونډه واخلي او دسالمې ښوونې اوروزنې لپاره دعامه پوهاوی لپاره زمينه برابره کړي ،اودتعليمي اداروسره هرډوله مرسته اودهغو چارو دترسره کولولپاره ورته زمينه بربرول ،کومې چې دهيواد دنافذه قوانينوله مخې مانع ونلري او دمخدره موادوپرضد مبارزې ته لومړيتوب ورکړي ،