پاتريک مودیانو (فرانسوی ناول لیکونکی، چې سږ یې د نوبل جایزه وګټله)
دفرانسوي ناول لیکونکي پاتريک مودیانو د بریا اعلان د ډیرو لپاره ناڅاپي خبره نه وه، ځکه فرانسوي او انګلیسي رسنۍ له څو ورځو راهيسې لګیا وې، چې دا ځل به د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی پاتريک مودیانو وي. نوموړی پردې مشهور شوی و، چې خپله نړۍ لري او له هر څه یې ځان ګوښه کړی دی اوس به د نوبل جایزې له برکته له خپلې نړۍ راووځي اوس دنړۍ په هغو ګوتشمېر لیکوالو کې حساب شو، چې شهرت یې برید او پوله نه پيژني.
فرانسوی لیکوال پاتريک مودیانو سږ کال په ادبیاتو کې د نوبل جایزه تر لاسه کړه دا پنځلسم فرانسوی دی، چې د ادب په برخه کې د نوبل نړیواله او مهمه جایزه تر لاسه کوي .
د نوبل جایزې اداره وايي: مودیانو(69 کلن) ته ځکه دا جایزه ورکړل شوه، چې نوموړي ( دحافظې هنر پر مټ دانسانيت برخلیک داسې انځور کړ، چې پرې پوهیدل دهر چا د وس کار نه دی ). د سویډنی اکاډمۍ دایمي سکرتر بیټر انګونډ د سویډن دولتي تلویزون ته ویلي دي: د پاتريک مودیانو نړۍ ښکلۍ هغه ده، د ده کتابونه په خپل منځ کې سره خبرې کوي.
کره کتونکي وايي : د مودیانو اثار د پېښو لپاره ثابت ډګر دی، هیڅ تفصیلي او اوږده خبره ناڅاپي نه رامنځته کیږي.
پاتريک د 1945 ز د جولای پر 30 مه دپاریس په لویدیز په بولون نومی سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانېستی، پلار یې ایټالوی او مور یې دبلجیم ده، مور و پلار یې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په پاریس کې سره وپيژندل ، بیا اړیکې دمینې تر بریده پسې وغځیدې، وروسته یې واده وکړ، د نوموړي پلار او مور ډیر سفرونه کول ځکه خو مودیانو د دوی په نه شتون کې راستر شو ان، چې ښوونځی یې هم دحکومت پر بسپنه بشپړ کړ، خپل ورور (رودي ) ته ډېر نږدې و مودیانو د1967 - 1982 ز ترمنځ خپل اثار همده ته ډالۍ کړي دي ځکه رودي د خپل عمر په لس کلنۍ کې وفات شوی و .
دتېرې پیړۍ له نهمې لسیزې راهيسې تر ننه د فرانسې له مشهورو لیکوالو څخه ګڼل کیږي.
پلار یې نازي پولیسو او مافیايي کړیو ته نږدې کس و ان، چې خپله پاتريک مودیانو په خپلو څو ناولونو کې د پلار پر وړاندې خپله کرکه انځور کړې ده.
پاتريک خپل ماشومتوب په کورني ښوونځی کې تیر کړی له ښوونځي، چې فارغ شو له زده کړې یې لاس واخیست، او د خپل پلار د ملګري ریمون کونو په هڅونه یې لیکنې پیل کړې . 22کلن و، چې په 1967 ز کې یې خپل لومړنی ناول د «د ستورو ډګر» په نوم خپور کړ .
مودیانو خپله ادبي پنځونه له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته د پاریس ښار ته ځانګړې کړې وه، د نوموړي متن به لوستونکی د پاریس په اړه ژوندی انځور ورکاوه ان چې له مستندو اثارو سره به سیالي له وسه پوره وه، پردې سربېره د عادي وګړو پر ژوند به یې د غمیزو اغیز داسې انځوروه، چې لوستونکي ته به په ډیره اسانۍ څرګندیده.
د پاتريک د لیکنو طرز اسانه او ساده دی او همدا لامل دی په ادبي کړیو او عامو لوستونکو تر منځ یې ځانته خپل مقام تر لاسه کړی دی. د ده د ناولونو کرکترونه هغه وګړي دي، چې دخپل هویت په لټه کې وي، د دوو ټولنو(رڼا اوتیاره) او د هغې ټولنې او برخلیک تر منځ راستر شي، چې دوی یې په زړه کې ډېرې هیلې کرلې وي.
مودیانو په 1972 ز کې له فرانسوۍ اکاډمۍ څخه د ناول ستره جایزه تر لاسه کړه .
په 1996 ز کې یې د خپل اثارو له برکته د فرانسې ستره ملي جایزه ترلاسه کړې ده.
پاتريک مودیانو یو شمېر سیناریوهم لیکلي دي او اثار یې د نړۍ 36 ژبو ته ژباړل شوي دي. په تېرو څلویښتو کلونو کې یې نږدې شل ناوله لیکلي دي،چې مشهور یې په دې توګه دي : دشپې دائره ، خپه کور، د یادونو ګودام ، د ماشومتوب المارۍ، له هېرولو لرې، نامعلومه ، کوچنۍ مرغلره، د ځوانانو چایخونه او ...
پاتريک په 1970 ز کې له دویمینک زیرفوس سره واده کړی او دوه لوڼې لري.
مودیانو له رسنیو سره لېوالتیا نه لري ځکه خو ډیرې مرکې نه کوي په پلازمینه پاریس کې ګوښی ژوند لري په ادبي او نورو ټولنیزو مناسبتونو کې ډېر ګډون هم نه کوي د نوموړي شهرت یوازې تر فرانسې محدود دی او انګلیسي لوستونکي یې ځکه ډیر نه پيژني، چې ډېر لږ اثار یې انګلیسي ته ژباړل شوي دي.
دنوبل جایزه له 1901 -2014 ز پورې نږدې 111 کسانو تر لاسه کړې ده. تېر کال د ادبیاتو په برخه کې دا جایزه کاناډايي لیکوالې الیس مونرو تر لاسه کړې وه.
دیادونې ده په 2008 ز کې فرانسوي لیکوال ماري لوکلیزیو هم دا جایزه تر لاسه کړې وه تر اوسه 27 انګریز ناول لیکوالو او 15فرانسوي ناول لیکوال دا جایزه تر لاسه کړې ده. د نوبل جایزې د کمیسون مشر بیتر انګلونډ وايي: زموږ له ډېرو هڅو سره سره ونه توانید، چې له اعلان وړاندې پاتريک ته زیری ورکړو، ټاکل شوې ده، چې نوموړی به دا جایزه د ډیسمبر پر لسمه په سویډن کې تر لاسه کړي.
وروستي