
که وګورو نو دکابل د سند اوبه کال په کال کمیږي، چټلیږي، په بد بوي یې ورزیاتیږي او دښار ښکلا ته، چاپیریال ته، د ښاریانو روغتیا اوزموږ په ملي ژوند او اقتصاد کې نورو ډېرو مهموو څیزونو ته ستونزې پیدا کوي. د سیند داکمې اوبه دومره ککړې دي چې د کرنې لپاره ستونزې لري او ان د شنو ځایونو د خړوبولو لپاره هم زیان لري. د سیند دا چټلې اوبه د ځمکې لاندې اوبو ته هم لاره مومي او دکابل ښار د اوسیدونکو دڅښلو اوبو یوازنۍ زیرمه هم ورځ تربلې ککړوي. د سیند دواړو خواوو میشتو کورنیو او خلکو ته خورا زیات آزاروونکئ بوی پیدا کوي او له تعفن او چټلیو څخه یې ممکن ډېرې ناروغۍ راولاړې شي. دډېرو خلکو به یاد وي چې د کابل په سیند کې د کال په ډېر وخت کې شنې او پاکې اوبه روانې وې. دسیند اوبه ولې دومره ډېرې کمې او ولې داسې چټلې شوې؟ د دکابل د سیند د اوبو دکموالي په هکله به ځینې هیوادوال فکر کوي چې د دې لامل خو یوازې د وچکالیو او د اقلیم د بدلون په اثر دئ. داخبره تریوه حده سیي ده خو په حقیقت کې د کابل د سیند او په دې توګه د هر بل سیند د خرابۍ او وچیدو نور لاملونه هم شته.
څو لسیزې مخکې په ډېرو ملکونو کې سیندونه د خلکو اوحکومتونو د نه پاملرنې له امله ککړ شول، اوبه یې کمې او له رسوباتو ډک شول. وروسته خلکو او دولتي او نا دولتي ادارو د سیندونو د بیا رغونې او احیا کولو (River Restoration) پروګرامونه جوړ او پلي کړل او خپل سیندونه یې ورباندې ورغول. د دې رغول شوو سیندونو اوبه پاکې، رڼې او په کراره ډېرې شوې. دا کار د کابل سیند په هکله هم کیدای شي که زموږ خلک، زموږ حکومت او دولت، زموږ پوهان او مدني ټولنې ورته سمه پاملرنه وکړي.
ستونزه څه ده
د طبیعی زیرمو، لکه داوبو، خاورې، نباتاتو، سیندونو، د ځمکې لاندې اوبو، ځنګلونو، د څړ ځایونو، غرونو او نورو چې د ټولو هیوادونو او په تیره بیا ییوزلو هیوادونو له مهمو پانګوڅخه شمیرل کیږي او که هر اړخیزه او سمه پاملرنه ورته ونشي نو ملک په رنګارنګ ستونزو ورڅخه اخته کیږي. دا طبیعی زیرمې یوله بل سره نه شلیدونکې او ټینګې اړیکې لري نو مدیریت یې او ورته پاملرنه هم باید هر اړخیزه وي. که یوه سکتور، یوې زیرمې، یوې برخې او یا څو برخو ته سمه پاملرنه ونشي نو په نورو بده اغیزه کوي. دا بیا دهغه ملک د اقتصادی پایدارې پرمختیا، ښکلا، ښه چاپیریال، ښې هوا او نورو لپاره خورا ګران تمامیږي. د مثال په توګه که ځنګلونه، غرونه، او د څړ ځایونو سم مدیریت نشي او اړینه پانګونه پکې ونشي نو بیا مالداري ښه وده نشی کولئ او د زمانې په تیریدو سره ځمکه له نباتي فرش څخه لوڅیږي او بیا د باران اوبه په ځمکه کې نه جذبیږي او د سیلابونو په شکل ژر له یوې ساحې، درې او ان له ملکه وزي. په دې ترتیب کرار کرار د ځمکې لاندې اوبه، د ویالو، سیندونو او چینو اوبه کمیږي، ویالې، کانالونه، د سندونو بسترونه اوان بندونه له رسوبي موادو ډکیږي او وچیږي. په دې ترتیب، دملک کرنه او ډېر نور سکتورونه او اقتصاد خورا زیات زیانونه ګوري چې رغول یې خورا ګران او اوږده پروسه وي.
دپورته ستونزمن حالت ډیر ښه مثال دکابل په آبریزه (Watershed) کې د خاورې، ځمکې، بوټو، ونو، اوبو او د کابل سیند دئ چې د نه پاملرنې له امله اوسني حال ته راغلي دي. ددې سیند د اوبو د خرابیدو او کمیدو لاملونه د وچکالۍ ترڅنګ د کابل د سیند په آبریزه کې چې د غرونو له سرو نیولي تر تنګي غارو پورې د ټولو غونډیو اوهموارو ځمکو په شمول د طبیعی زیرمو لکه اوبو، خاورو، نباتي فرش، ونو، بوټو اونورو تخریب، له منځ وړل او نه شتون دئ. د ځمکو او خاورې د تحفظ لپاره او د فرسایش او تخریب څخه د مخ نیوي په خاطر هیڅ کوم دمدیریت پروګرام نشته او هرڅوک چې هرڅه یې زړه وغواړي کوي یې. نو ځکه د کابل سیند له رسوبي موادو ډک، کمې اوبه یې بدبویه او له کمیاوي موادو ډکې دي او ورځ تربلې خرابیږي. که زموږ دولت او خلک د کابل طبیعي زیرمې، ځمکه او کابل سیند بیا ونه رغوي دا ستونزې ورځ تربلې زیاتیږي او کابل به لانور د اوبو د کمبود، د چاپیریال او هوا د ککړتیا، د ناروغیو د ډېر والي او نورو له امله د اوسیدو ځای نه وي او ورځ تر بلې به ورانیږي.
په طبیعت کې الله تعالي یوې درې او ساحې ته د هغې ساحې د پراختیا، هوا، اوبو، خاورې، بوټو، نباتاتو او نورو په مرسته دیوې ټاکلې کچې وګړو او نفوس د ځایولو ظرفیت او وړتیا ورکړې ده. دا وړتیا او ظرفیت (Carrying Capacity) دکابل په سیمه او دره کې په تیزۍ سره کمیږي اوکه د ښه علمي پلان او کړنلارې له مخې یې غمه ونه خوړل شي څو کاله وروسته به له دومره نفوس سره مرسته نشي کولای. همدارنګه که دا اوسنئ د خاوري تخریب او فرسایش دوام وکړي نو به هغه ټول بندونه چې د کابل په سند جوړیږي او یا جوړشوي دي ډېر کم عمر به ولري ځکه ډېر ژر به د رسوباتو په واسطه ډکیږي اود ملک لپاره به د انرژۍ، اوبه خور، محیط زیست، د شنو ساحو درلودلو، دڅښلو د پاکو اوبود لرلو اوپه نورو ساحو کې له لویو ننګونو لامل وي او راوتل به ورڅخه خورا ستونزمن، د لوی خرچې لرونکئ او اوږدمهاله کار وي.
په دې لاندې تصویر کې یو واټرشید چې ښه کار کوي لیدل کیږی
په پورته تصویر کې ګورو چې د اوبو د جذب لپاره د تیږو فرشولو او کارنکریټ ترڅنګ خالي ځایونه پریښودل شوي دي ترڅو د باران اوبه یو څه په ځمکه کې جذب شي، سیلاب کم او د ځمکې لاندې اوبه زیاتې شي.
د کابل سند د ککړتیا لاملونه څه دي؟
لمړئ باید ستونزه ښه درک شي او بیا د ننۍ پوهې او تجربو په رڼا کې او هم زموږ د ملک له شرایطو سره سم باید ورته د پالیسۍ، ستراتیژۍ، کاري پلان یو هراړخیزه چوکاټ جوړ او پلئ شي. باید ووایو چې د کابل سیند د ککړتیا، وچوالي لاملونه ډېر دي او باید ښه ېې وپیژنو. د پورته تشریحاتو سره سره په لاندې کې به د طبیعي زیرمو لکه ځمکې، خاورې، بوټو، ونو، اوبو، سیندونو او نور ته نه پاملرنه او نه مدیریت، شهري کیدل، کرنه، او د نورو اړونده کارونو اغیزه د کابل په طبیعي زیرمو اوپه تیره ددې لیکنې د بحث په اړوند د کابل سیند په ککړوالي به یو څه مسلکی بحث وشی.
الف - لمړئ د خاورې تخریب او رسوبات
ب – شهري کیدل او شهري ساحه د ککړوالۍ یوه سرچینه
هایدرالوجي
-
د سیلاب زیږوونکې ساحې منځ ته راتګ – د اوبو تیز جریان په کم وخت کې
-
دا د کښته ځمکو، خاورو او ویالو د فرسایش او تخریب سبب کیږي
د اوبو کیفیت
کانالونه او دهغو شاوخوا ساحې
په پورته تصویرکې موږ د سیند دواړه خواوو د ښه مدیریت یوه نمونه ګورو
ج – کرنه د ککړوالي سرچینه
هایدرالوجي
-
په اوبو کې ژوند کوونکو ژویو بده اغیزه (نباتاتو، ژویو)
-
سیند له خپل بستره جدا شوی، د جریان تمرکز، تخریب او فرسایش
ویالې او شاوخوا ساحې یې
-
د هبیتات یا د حیات وحش مینه ورکول
د کابل سیند د بیارغونې او د ښې حکومتولۍ په مخ کې خنډونه
د کابل سیند د بیا رغولو لپاره یوڅو وړاندیزونه
نن علوم او تجربې راښي چې د ځمکو، اوبو، بوټو، نباتي فرش، ونو او ځنګلونو ګډ مدیریت اړین دئ. دیوه خرابول او تخریبول د ټولو تخریب دئ. که مو ځمکه او خاوره تخریب کړه نو اوبه اوسیند مو هم خرابیږي، چټلیږي، کمیږي او کرار وچیږي. له همدې کبله په نورو ملکونو کې که څوک د یوه جریب په اندازه خپله او یا عامه ځمکه کې چې د اوبه خور په واسطه د کرنې څخه دباندې وي او داچې هغه ځمکه میلان لرونکې، دښته، غونډۍ، او یا څړ ځای او یا غر وي کوم ساختماني او با بل کارکوي چې کیدای شي د ځمکې او خاورې د تخریب سبب شی نو باید دهغې ځمکې د بیا ودانولو پلان و مسؤلو ادارو ته وړاندې، لیکلې اجازه واخلي او له هغه کاره وروسته د بیارغونې خپل پلان پلئ کړي.
د دې لپاره چې د کابل د طیبعی زیرمو او په دې توګه د کابل دسیند د بیا رغونې لپاره مو د بحث لپاره يو چوکاټ وړاندې کړئ وي ترڅو بیا پوهان ورباندې نوره غنامندي زیاته کړي دالاندې څو وړاندیزونه کیږي.
لاندې یو څو وړاندیزونه اړین بولم
په ډېره درناوۍ
محمد عارف رسولي
په نړیوال بانک کې د چاپیریال ساتنې ارشد کارپوه