د سرکوزي پر والګې د اخته کسانو شمېر 6500 تنو ته ورسېد


د روغتيا نړيوال سازمان په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د سرکوزي پر والګې د اخته کسانو شمېر 6500 تنو ته رسېدلی او دغه ناروغي په 33 هېوادونو کې خپره شوې ده . اعلاميه وايي ، چې وضعيت جدي دی او کلکې څارنې ته اړتيا لري ، خو بيا يې هم له خلکو غوښتنه کړې چې ډېره اندېښنه دې هم نه کوي. د اعلاميې په وينا اکثريت پېښې جدي نه دي او د ناروغۍ زور هم يوازې په دوو هېوادونو( امريکا اومکسيکو) کې ډېر ليدلی کيږي.اعلاميه وايي ،چې که وضعيت خرابېده نو دوی به پر خپل وخت نړيوالو ته خبر ورکوي.