د يوه نوي کار د پيل لپاره 10 ټکي (وروستۍ برخه)

 
5. خپل ملګري (همکاران) وپېژنئ
په خپل کارځاى کې د پخېدو لپاره بايد کوښښ وکړئ ځان د شرکت په ټولنيز جال کې ګډ کړی. که خوښېږي مو او که مو نه خوښېږي، د ورځې ډېرى ګړۍ له همدې وګړو سره تېروی. سربېره پر دې، د دې وګړو اندونه کولى شي په کار کې ستاسو پر برياليتوب نېغ اغېزولري او همدارنګه سبب کېږي په کاري محل کې له خوښيو ډکې شېبې ولری. هر کار چې کوی، کوښښ وکړئچې ځان له ملګرو څخه لرې نه کړئ. سره له دې چې کېداى شي خوښېږي مو له خپلو مخکينيو ملګرو سره غرمه وخوریخو په دې کار سره خپلو نوو ملګرو ته يوازې ښيیچې تاسو يو له هغوى څخه نه ياست. نو هڅه وکړیچې له خپلو نوو ملګرو سره د غرمې او چاى خوړلو په وخت کې اړيکه ټينګه کړی.
 6. مرسته وغواړئ
يو بل له هغو کارونو څخه چې په نوي کاري ځاى کې د پخېدو لپاره اړين دى ترسره يې کړی، مرسته غوښتل دي. خو ډېرى وګړي داسې انګېري چې دغهکار د هغوى د وضعيت کمزوري ښيي، په حقيقت کې، پرعکس د دې مسئلې رښيتې ده. که له خپلو ملګرو څخه د مرستې غوښتنه و نه کړی، يوازې خپل ځان له هغوى څخه لرې کویاو سربېره پردې د نه منلو وړ تېروتنو لپاره ډېر وخت او انرژي له لاسه ورکوي. خو کېداى شي نه مو خوښېږي يوه پوښتنه په وار وار وکړی. که فکر کویکوم پېچلى کار ستاسو لپاره ستونزمن دى، يا په بشپړه توګه کومه ښه خاطره نه لری، کله چې له خپلو ملګرو څخه مرسته غواړی، ويې ليکئ. که هره پوښتنه يوازې يو ځل وپوښتی، ریيس او ملګري مو ډاډ پيدا کوي چې باهوښه او وړ ياست.
 7. داوطلبه شئ
په څو لومړيو اونيو کې په ډاډ سره ستاسو ګومارونکى ستاسو د نورو ملګرو په پرتله تاسو ته سپک او آسانه کارونه سپاري. سره له دې چې تمه نه کېږي ډېر ژر پرمختګ وکړی،خو ریيس مو تمه لري کله چې د ډېر کار د ترسره کولو لپاره وړتيا پيدا اوڅرګنده يې کړی. له هغه څو اونيز سپک کار څخه استفاده وکړیاو ډېر ښه په خپل کار باندې فکر غونډ کړئاو هر کار چې تاسو ته سپارل کېږي په ځيرکتيا او پاملرنې سره يې ترسره کړیاو هڅه وکړئ په خپل کار کې وړتيا تر لاسه کړئ او تاسو خپله د شرکت څارونکي ته ووايیچې نوي مسئوليت او د ډېرو کارونو ترسره کولو ته چمتو ياست. هر څومره چې ژر وکولى شید سختو او درنو کارونو ترسره کولو ته چمتو شی، هم په ریيس او هم په ملګرو به ډېره مهم اغېز وکړي. آن کولى شید ځينو ځانګړو پروژو د ترسره کولو لپاره داوطلبه شی. خو په ياد مو وي چېيوازې هغه وخت دا کار وکړئ چې ډاډمن ياست کولى شیخپلې ټولې دندې په ښه توګه ترسره کړی.
8. پلان جوړ کړی
د يوه پلان لرل سبب کېږي خپل کارونه ښه کنټرول کړئ او په هماغه لومړيو اونيو کې خپلو موخو ته ورسېږئ. ستاسو په پلان کې بايد ټول هغه څيزونه چې بايد زده يې کړیشامل وي، او همدارنګه د ځان لپاره څو موخې چې تاسو ته انګېزه درکړي. موخې او هغه وړتياوې مو چې بايد زده يې کړئ په ترتيب سره د لومړيتوب له مخې وټاکئ. په ياد مو وي مهم ټکى دا دى چې د خپل ځان لپاره پېچلتوب رامنځ ته کړئ تر څو ستاسو لپاره د انګېزې سبب شي خو په داسې کچې نه چې زړه مو له کار څخه سوړ کړي. ښکلى کار چې کولى شیترسره يې کړیدا دى چې خپلې موخې او پرمختګونه خپل ریيس ته وړاندې کړی. سره له دې چې شونې ده و انګېریدا کار مو ځان ښودنه وي، خو ستاسو د ریيس لپاره د ځاى غوښتنې او نظم نښه ده.
9. له خپل رئيس سره اړيکه ټينګه کړئ
لکه څنګه چې د خپلو موخو په اړه د ریيس خبرول کولى شي په هغه باندې يوه ښه مثبته اغېزه او له تاسو سره مرسته وکړي، ستاسو د کار د بېلابېلو اړخونو په اړه له هغه سره خبرې هم کولى شي ستاسو په اړه د هغه ډاډ او اطمنان جلب کړي. ستاسو ریيس په دې دليل تاسو ګومارلي يیچې د هغه لپاره تاسو يو تر ټولو غوره کس ياست او په بل عبارت هغه ستاسو په اړه زيان منلى او مطمئناً خوښوي چې ستاسو له پرمختګونو څخه خبر وي.
 10. مثبت ليدلوري ولرئ
خوشباوره وګړي تل په نورو باندې غوره اغېز لري. هغه وګړي چې د کاراو مسئوليتونو او نوو ستونزو لپاره مثبت ليدلوري لري او خوشباوره دي، په ډاډ سره ډېر د ټولو د خوښې وړ ګړځي، کله چې له نوو وګړو يا خپلو ملګرو سره مخکېږی، تل موسکا کوئ. د کوم څيز په اړه له ګيلې او شکايت څخه ځان وساتئ. د څو لومړيو اونيو په اوږدو کې د خپلو ټولو ملګرو د کار د محل په اړه له غيبت کولو څخه ځان لرې وساتئ.