
MARK SANBORN
لیکوال:مارک سنبرن، د سنبرن شرکت رییس
ټول مدیران رهبران دي: حقیقت: ځینې مدیران د رهبرۍ وړتیا لري او ځينې یې نه. مدیریت د رهبرۍ فرعي سیټ کیدلای شي خو معادل یې نه!
مدیران په څارنه، استخدام، د سیستم او پروسو په ساتلو کې ښه دي خو د خلکو د په اجرااتو کې د بدلون په برخه کې یې هسې مزه نشته لکه څنګه چې یو رهبر یې رامنځته کولای شي. رهبري د څار او پلټنو په ځای، زیاتره په بدلون، وده او انکشاف فکر کوي.
ځینې خلک پیدایشي رهبران دي
حقیقت: په یاد ولرئ هغه کسان چې د ځینو کارونو لپاره طبیعي هم جوړ شویدي، بیا هم اړتیا لري چې په هماغه ساحه کې یو څه زده کړي. که یو څوک ۶٬۶ فوټه لوړ وي، نو طبیعتاً خو د باسکټبال لپاره جوړ شویدی خو بیا هم اړتیا لري چې د باسکټبال په برخه کې روزنه واخلي.
"د رهبرانو ځوابونه تل کره وي!"
حقیقت: په اصل کې خبره دا ده چې رهبران تل صحیح او په ځای پوښتنې پوښتي ځکه خلکو ته صحیح ځوابونه ورکولای شي.
تل ځواب ورکول کار نه ورکوي. ته باید په دې پوه وې چې د یوې موضوع په اړه څنګه پوښتنه مطرح کړې.
"یو څوک د رهبرۍ لپاره ډیرو شیانو ته اړتیا نه لري":
حقیقت: ددې لپاره چې ښه رهبري وکړای شې، باید په دې پوه وې چې څه وخت څه باید وکړې
کله چې زه هم په بهرنیو هوټلونو کې پاتې کیږم، نو له پخلنځي نیولې تر دوبیانو پورې ټول له سترګو تیروم. که څه هم دوی کوم رسمي لقب نه لري خو د کار کولو پرمهال کولای شي چې خپل اغیز په نورو پریږدي. ښه رهبري دې ته ویل کیږي چې کارونه ښه کړي او د بهبود په لوري لاړ شي. او ښه اداره هغې ادارې ته ویل کیږي چې په هغې کې هر یو د مسؤلیت احساس وکړي.
"رهبران متوجه وګړي دي!" حقیقت: په اصل کې رهبران مشترکه توجه او یا هم ګډ فکري تمرکز رامنځ ته کوي. که یو سړی په خپله متوجه وي، مطلب دا چې پخپله منظم او با ډسپلینه دی خو که نور یې متوجه کړل،نو پوه شئ چې هغه یو ګډ تمرکز رامنځ ته کړ.
"هر سړی کولای شي چې مشر شي!"
حقیقت: هیڅکله نه! تر هغې چې له یو چا سره ددې انګیزه نه وي چې نوموړی/ې دې مشري وکړای شي، نو مشري نشي کولای.