دغربي دموكراسي له راتلو سره چې په خشونت بربريت او پوره وحشت او دامريكا دنويو وسلو له كارولوسره په کروزاو بي 52 الوتوكوپه وزرونو پر افغانانو خيټه واچوله او خلکوته يې ددموكراسي ، ابادي بيارغوني او دښه ژوند ترشعارونولاندي  هغه څه وركړل چې نه ديادولودي،  نه دكولودي اونه دليدلودي ، هر ښكيلاك وخپلوناوړو هدفونوته درسيدو لپاره له ښواوغورونارو چې په هر زړه پورې كيږي كار اخلې ،
په هر صورت دپرون شړل شوي دخلكو په وينوسره لاسونه او دملي يووالي دوښمنان او دهيواد دملي شتمنيو پلورنكي د غرب په پوره ملاتړ واك ته ورسيدل ،  داچې زموږ اولس دخپلې ناداني اوناپوهۍ له امله هرچا غولولی اودهر چاپه خوږو خبرو يې ګول خوړلی اوخطاشويدي ،نو دغربيانو په ناروهم وغوليدل ، دغربيانو راتلوته يې هركلی ووايو،  چې له ورستيوستونزو دې حدته رسيدلي وچې دهرڅه منلوته دسولې په خاطرتيا رو ، همداسې هم وشول ، هرڅه يي په پټو سترګو ومنل چې نن دزغم ځخه وتلي دي ،
 اولس چې له ناچاري په چغال كې پړي اچولي وو، ددغو دموكراسي دليونيانو په پټو هدفونونه پوهيدل له دولت څخه پوره ملاتړاعلان كړ، په ټاكنو كې په پراخه پيمانه ونډه واخيسته په دې هيله چې ښاغلي حامد كرزي  چې پشتون دی ا و ديوې  ښي كورنۍ، دپلار شمله به وساتي ، دوی ته به خدمت وكړي او دوی به ددغو خونخواروله منګولواو ظلمونو خلاص كړي ، دابآدي كارونه به وشي اويوه ګوله ډوډوي به پيداكړي ،،.
 ټاكنې دكرزي په برياليتوب سره داولس له پوره هيلو سره پاى ته ورسيدې كرزي واك ته ورسيدو ، په ارګ كې كيناست ،خپلې ژمني يې يو په بل پسې هير ې اودخپلو ګټو دساتلو لپاره يې دمليونونوځوريدولو هيوادوالو په راوي معالمې وكړې ا و دملت ټولې غوښتنې يې داوړو دليوانو ترسيوري لاندي ترمصلحت قربان كړي .اداره اودولت يې په مصلحتونو بدل كړ ،دشمالي يوې ډلې دګټو دساتنې لپاره يې هر شي ته  غاړ ه كيښودله .
دادولت دخپلو ناپوهيواودملي ستراتيژي دنه لرلوسياستونو له امله پاته راغلی او خلك په ستونزوكې ښكيل شول ،
كرزي ونه شوكولای ملي ګټې تعريف اودساتلو لپاره يې كاروكړي ،ملي افغاني هويت يې  له خاوروسره خاور ي كړ چې تاسو وليدل دهيواد بهر دافغان حيثيت  په صفر كې ضرب شويدي .
په ادار ه كې دهمسايه ګانو دګټو ساتونكې ډلې واكمني شوې ، چې ترملي ګټو شخصي او ګروپي او دبادارانو دګټو ساتلو ته وفادار دي ،
لنډه داچې دښاغلي كرزي په واكمني كې له پښتنو سره پوره منظمنه دوښمني پيل شوه ،
*ملي افغاني فرهنګ ترايرانې فرهنګ ځار شو اوپكي ورك شو .
دكرزي ترږيرې لاندې    دپښتو نمونه له دولتي ودانيو اوادارو پورته اولري شول ،
==  پښتو ژبې ا و پشتنو ته په سپكه سترګه كتل پيل شو ل ،
**   دتروريست په نامه دپشتنو بم باردونو ته ملاوتړله شوه ، كوچني ماشومان نراو ښځې ټولي  واجب القتل وگڼل شول .
**       دغربيانواوخصوصا دامريكايانو امرونه او خبرې دامام صاحب تر فتواو، پياوړي او دمنلو وړشوي ،
 
**  په بارونو، بارونه  ډالر   دكرزيزم ا و شماليزم په جيبونو كي ولويدل . *
**  ملي افغاني پياوړي ا و خدمت كونكي شخصيتونه له دولته ګوښه اوياهم له واكه لري او تش په نامه  كارمندانوته راكښته شول ،
**  دډالرو له سيلابونوسره سره،   زموږ مظلومو هيوادوالو دكرزي ترږيرې لاندې  دقمبر په ځلور لاري كې خپل اولادونه  وپلورل ،
***  له دولته غلاوې له ملته غلاوې دې اندازې ته ورسيدې چې ضيا مسعود له قانوني سره په دوبۍ كې پرې ونيول شول خو دغه كرزي ، دمعاملې په خاطر خبره تيره كړه .
 ** په هيوادكې  دخلګو پرناموسو يرغلونه اوتجاوزونه عام شول .
**  فحشا پريمانه اوددولت اكثر ه لوړ پوړي چارواكي په كې لړلي دي ،
**  دكرزي ورور احمدولي كرزي  په كندهار كې د نړيوالې مافيا مشر دمخدره موادو انسانانو او هر څه دقاچاقو مشرتوب ترلاسه كړی دكندهار پر ميړنيو خلکويې تورشپه راوستلې ده .
تيره ورڅ به موپه نيټ كې ليدلي وي چې يو خبريال يې تهديد كړی وو چې دمافيا په اړه يې پوښتنې ترينه كولې .
او ديوه طالب قومندان چې دقاچاقبرانو مشرو دهلمند دامنيت مشر نيولی و هغه ته يې دپرېښودو ويلي وو خو چې هغه انكاروكړ نو په سبآيي دملي امنيت مشر خپله ووژل شو ،
* دكزري په يوه وارپشتون پلورنه اكتفا ونه كړه اوس يې بيا تجارت پيل كړی دی او ترټولو خطرناك دپشتنو لوی دښمن اوتروريست ډاكو فهيم چې په تيركې يې  پخپله سر ترينه ټكاوو،  اوس ددوهم مرستيال په ټوګه وټاكو ، چې دا له پښتنو سره ترستر لوی خيانت هم ورهغې خواته دی . تاسو وګورئ پرون چې ددفاع وزيروو کرزي لاس په نامه ورته ولاړو ، اوس يې كاراودنده نه لري ټول كابل يي لاندی كړی كه  دولسمشرمرستيال شي نو ايا څه به نه وي چې ويې نه كړي ، كرنيل خودمختار وي  چې هرڅه يې زړه هغه به كوي
 **** ګرانو هيوادوالو كرزي په بن كې غربيانو رامخته كړ، ده ته تر هر څه پرقدرت پاته كيدل اهميت لري .
ملي روحيه نه لر ي ملي ګټې ورته اهميت  نه لري ، په ملي ګټو نه پوهيږي او كاري ډله يې ټوله پلورل شوې او دافغانانو په وينولړلې بې كيفايته كسان دي چې په دې اتو كلونوكې ونه كړای شوای دې هيواد ته خدمت وكړي ،
كرزي له هغو پښتنو دی چې پښتنواله او پښتانه ورته تر قدرت او واك كوم اهميت نه لر ي چې ښه بيلګه يې دفهيم ټاكل دي ،
موږ تول پوهيږو چې هرهغه څوك چې په سپينه ماڼۍ كې وټاكل شي ترملي افغاني ګټو دغرب ګټوته وفاداره وي هغه واك ته رسيږي چې په دي غلامي او مزدوري كې خو كرزي دكتورا،  لري ، دبآدرانو دخوښې لپاره هيڅ اصول او ارزښته نه پيژني .موږ بايد نړيوال په دې پوه كړو چې موږ څه وغواړوهغه بايدو شي نه داچې سپينه ماڼۍ وغواړي هغه وشي داكار موږ په  اولسي قوت رامنځ ته كړو .موږ كولاي شو په خپله داسې ملي دولت جوړكړو چې تر هرڅه ملي ګټو ته وفاداره وي  اوملي ستراتيژي ولري .
ګرانو هيوادوالو راځئ له دې واري خپل ملي افغاني رسالت ترسره كړو .
راځئ خپل سرنوشت په خپله وټاكو  *** راځئ چې غرب او نړيوالوته داسې ځواب وركړو چې دوی خپله حيران شي  ** دامهمه نه ده چې سړی دې بريالی شي ياناكامه  مهمه داده چې دخپل وجدان ، ازادي او ازاد فكر خيال اوازپورته كړي .، خپل دنيكونو سرلوړي شمله راپورته كړو ، داسې ولسمشر وټاكو كه نورنه وي هغه ملي افغاني خويونه چې ولري . له غلامي دافغانيت په ګټه كارواخلي ،
* دونه تمه موږ بايد له هيچا ونه كړو چې نوی ولسمشردې غربيان وبآسي او موږ چې څه غواړو هغه راكړي داامكان نه لري ، هغه چې امكان لري دادي چې زمو ږ پښتون اولس له دې ناورين خلاص شي او نړيوال په دې پوه كړي چې ټول پښتانه تروريستان نه دي .ملي افغاني ګټوته لمړيتوب وركړی
دپښتنو په وړاند ې كورني او سيمه ييزې نړيوالې دسيسي ختمې كړي ،
 
په پاي كې هيله كوم چې دتيرو دغرب له يرغل بيا تراوسه پورې شرايط په نظركې ونيسي او دملي افغاني شخصيت په ټاكلوكې هوشيار واوسئ ،
دټاكنو واك هر سړی لر ي دهر سړي زړه هر څو ك چې ټاكي اورايه وركوئ خو كه موكرزي ته رايه وركړه فكر كوم دابه لوی ملي افغاني او اسلامي خيانت او ظلم وي .
دكرزي برياليتوب به دا معنې ولري چې موږ خپله دپښتنو په ضد ددوشمنانو چاړې ته لاستی وركوو،او ملي افغاني هويت او ګټو باندې تجارت كوو.
په اوسني كانديدانو كې تر ټولو غوره او ښه كانديديوازي ډاكترصاحب  ښاغلي اشر  ف غني احمدزی كيدلاي شي ،
و احمدزی صاحب ته درايو په وركولو سره به مو  خپل افغاني اسلامي او خپلواك  ،وجداني مسوليت ترسره كړی وي .او دوجداني خيانت اوځورنه به خلاص ياست .
ماچې په سمسور ويب پاڼه كې دښاغلي اشرف غني احمدزي مركه وراوريده نوټوله كړنلاره يې داوسنيو ستونزو هواري ته دښې لارې موندونكې ښكاريدله
 په مركه كې ويلي چې زما دكار ي ټيم لمړي اصول تقوا ده چې كاركونكې روژه  ونيسيي ملت ته كار وكړي ،
**  عمده ټكې داوو چې له سره ترپاته دولتې دستګاورغول شي ،
** دخلكو په ژوند كې دعمده بدلون لپاره اقتصادي تحرك ته اړتياده چې په ښه ډول بايد ترسره شي ،
**  ملي هويت مو  جوړشي ملي مو خې مو له لاسه وركړيدي  .په ملي اساساتو مو په بازار كې تجارت كيږي له فرهنګې ټولنو له لمړني ښوونځي نيولي بياتر پوهنتون پورې په اساسي ډول دملت جوړيدو لپاره كار كول دي،
** متقابل نړيوالي همكاري  .موږ دكور واكمنانو يو زموږ اوسنې سياست وال داسې كارونه كوي چې دوی ميلمانه دي او هغه كوربانه دي ، موږ دنړيوالو دوستانوسره پرملي ګټو كاروكوو.،
ښاغلي ډاكتر احمد زي صاحب ويلي دي چې ملي ګټي بايد تعريف شي ،دملي روحيې دپياوړتيا سره خپل هيوادته خدمت وكړو .په دې ديرشو كلونوكې دملي روحيې اوملي يووالي دله منځه وړولولپاره كار شويدی نو ددې تشې دډكولو لپاره  دملي روحيې راژوند ي كولو ته پوره اړتياده .
** ګرانو هيوادوالو تاسوخپله پوهيږي چې په اوسنيو شرايطوكې يوازي ملي حاكميت ته چې موخې او اهداف يې دملي ګټو ساتل وي ، سړی په ډاډ ويلای شي چې داسې حاكميت كولاي شي ملت ته خدمت وكړي .ځكه ددو ی اهدا ف ډير لوړاوملي دي ترشخصي اوګروپي ګټو ورته ملي ګتې اهميت لري چې فكر كوم داسې نوښت او دباور خلګ به نورمونده نه كړو .
دښاغلي اشرف غني احمدزي برياليتوب دملي هويت اوملي ګټو دساتلو اودهيواد دازادي په لوري ديو ه ګا م پورته كول دي ،ټول هيواد وال ددې ستر ملي  ارزښت چې خپلواكي ده بايد خپل وټونه اورايې په سمه توګه داحمدزي په ګټه وكاروي ترڅو له دې ستونزو خلاص شو.
زموږ دملي ګټو خونديتوب يوازې ددغسې يوه پياوړي ، ريښتني ،ملي افغاني روحيې لرونكي   سياست و ال په شتون سره ترلاسه كيدای شي ،چې پر ملي روحيه اوافغاني غرورولاړ وه اوسې  .
 
           په در ناوي      
   رحمتيار   ،غزني