غــــــــــــــزل


نور په هرڅه چليپا ده زړه دې راكړه زړه مې واخله
څه ښه لاس په لاس شو دواړه زړه دې راكړه زړه مې واخله
هر نظر كې دې صحبا د زړه دې راكړه زړه مې واخله
هــــــره سترګه دې مينا ده زړه دې راكــړه زړه مې واخــــله
هي پروړاندې مې رڼا ده زړه دې راكړه زړه مې واخله
ماسره دمــــور دعــــا ده زړه دې راكـــــړه زړه مــــې واخــله
كوم بدرنگ درته ويلې چې زړه ورنكړې ګناه ده
ها دروغ دي دا رښتيا ده زړه دې راكــــړه زړه مــې واخـــله
هر څه هر څه به چې كيږي ها به كيږي
اخــــري فيصله داده زړه دې راكــــــــــړه زړه مـــــې واخــــــله
وايې زړه چې تاله دركړم زه به ستا زړه چيرې ساتم
اُف، داسوال د انتها ده زړه دې راكــــــــړه زړه مـــــې واخــله
ماويل باغ به د ژوند جوړكړو وې يې گل به يې كوم گل وي
ما ويل زړه كې مې ستوما ده زړه دې راكړه زړه مې واخـله
توره شپه به مې صبا شي دافگار زړه به دوا شي
ماسره دمــــور دعـــا ده زړه دې راكــــــړه زړه مـــــې واخــــــــله