غزل


هرغم هريو ستم دې په خوشي ا وخندا اخلي
بلالېونى شته چې ستا د سترګو بلا اخـــــلي
يــــــم ستا غـــــمونو پــــاره داسې حـــال تـــه رسولۍ
په خداى كا عزرائيل هم په دې حال كې ساه اخلي
پنډوس چې وى سورى هسې زړګى دې ستړې مه شه
لــــــه يو خـــــوا ترينه وځــــي كه دبــــل خــــوا هـوا اخلى
كه حا ل مو داسې حال وي چې يو داسې بې وحدته
يـــــو ورځ بــه يــو جابر رانـــه دا خپلــــه دنيـا اخـلي
دستا په تورو زلفو سپين بشرمې خيال رنګين دې
مهتاب په تــــوره شپه كــــې لـــــه افتابه رڼـــا اخــلي
شته او س هم تياره شته د پښتنو په كنډاوو كښې
د زرو په بـــــدل چې د يــــو بــــل نـــــه دعــــا اخـــــلي
دسائنس ارتــــقا مــې كړو بــــــدل د پښتـــــون رســــــم
وړوكى صندوقچى مې په خپل كور كښې حيا اخلى
ښايست دې زوراور دې مقدر درته په زير دې
د ستا د مستو سترګو نه دمينې سودا اخــــلى