په اندونيزيا کې هر کال پر مخدره توکو  51 زره روږدي کسان مړه کيږي


داندونيزيا له مخدره توکو سره د مبارزې رييس (تامرين دهلان) ويلي، چې هر کال په دغه هېواد کې پر مخدره توکو 51 زره روږدي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه معتادين زياتره د ورپېښو ناروغيو لکه (ايډز) او ( هېپټايټېس) له امله د درملنې په مرکزونو او يا هم د سړکونو پر غاړه مړه کيږي. زياتره دغه کسان پر هېرويينو روږدي دي.