پښتو ژبه او لوړه ټکنالوژي

دا ټولو ته معلومه ده، چې هر عمل او پركټس يوې تيورۍ ته اړتيا لري، د تيورۍ نه پرته د هغه كېدل امكان نه لري، دا ځكه مخكې له دې نه، چې يو كار وكړو بايد دا راته معلومه وي، چې دا ولې كوو، د څه لپاره يې كوو او څه ډول يې بايد وكړو، كه نه له دې نه پرته موږ هېڅ هم نشو كولاى. زما په اند د نړۍ ټولې چارې په همدې ډول سرته رسيږي؛ پښتو ژبه هم یو بنسټیز او قوي معیار ته اړتیا لري، تر څو د پښتو ژبې کارونه په لوړه ټکنالوژۍ کې اسانه او پراخه شي. په موضوع د ښه پوهیدلو لپاره به خپله لیکنه په څو برخو وویشم:
پښتو ژبه او انټرنیټ؛
پښتو ژبه او معاصر پروګرامونه؛
پښتو ژبه او د کلیدړې(Keyboard)ستونځې؛
پښتو ژبه په اوسني ټلیفونونو کې.
-پښتو ژبه او انټرنیټ
هو، دا یوه جوته خبره ده، چې نن سبا د یوې ویب پاڼې جوړول کوم ګران کار نه دی، خو د یوې درندې او قوي ویب پاڼې جوړول دروند او ګران کار بولم. یوه بله خبره هم شته، هغه دا چې اوس هغه ورځې تېرې شوي دي، چې موږ به د پښتو لیکبڼو(fonts) ستونځې لرلې، اوس د پښتو په سلهاوو لیکبڼې شته او دا ستونځه حل شوې ده. زما په اند، ښه به دا وي، چې د ډیرو پښتو ویب پاڼو نه چې اوس یو موډ ګرځیدلای دی، که یو څو ښې پښتو ویب پاڼې پاتې شي او ټول هغه ځوانان، چې په ډیرو پاڼو کې بوخت دی، سره یوځای او یو څو پاڼو ته کار وکړي، نو ډیرې قوي انلاین پښتو رسنۍ به مو منځ ته راوستلې وي؛ چې داسې نه شي لکه هغه پښتو متل چې دی: له ډیرو قصابانو څخه غوا مرداریږي.
که داسې شي، نو زما په فکر دا به لوستونکو ته هم اسانه وي او دې ته به اړتیا نه وي پاتې شوي، چې لیکنې په ډیرو پاڼو کې ولولي. لیکولان به هم په خپل وار سره خپلې لیکنې همدې رسنیو ته استوي. هو، چې رانه پاتې نه شي، یو وړاندیز دلته شته، هغه دا چې په دا ډیرو غزلونو او شعرونو یوه ژبه نه غني کیږي، زما په اند لیکولان که د نورو ژبو نه ښې لیکنې، کتابونه راوژباړي، نو پښتو ژبې ته به مو ډیر کار کړی وي. موږ افغانان یوه بله ناروغي هم لرو، هغه د وروروژنې رنځ دی، په یوه تکړه ځوان کې د هغه ناخوالي او کمزوري لټوو، په یو پرمختللي هېواد کې د هغه په ځواک، قوت ، بریاوو او پرمختګونو نیوکه کوو، موږ باید خپل ځان او خپل هېواد تر ټولو قوي او ځواکمن کړو، د دې کار کولو لپاره یووالي ته اړتیا شته. په پای کې به دا هم ورډیر کړم، هغه دا چې راځی دا د ځانښودنې او ځانمشهورولو ناروغي هم پریږدو. زموږ ډیر تکړه لیکولان نن سبا په دې رنځ اخته دي. راځئ دا سره بیل کړو چې پښتو ژبې ته کار کول یو څه دي، دښمني، یو بل سره شخصي ستونځې بل څه. ډیر لیکوالان د شخصي ستونځو او شخړو له کبله یواځې په فیسبوک کې خپلې لیکنې خپروي او نورو رسنیو ته یې نه استوي؛ په فیسبوک کې یې یواځې هغه کسان چې په اکاونټ کې ورسره وي کتلای شي او بس، چې دا کار د پښتو ژبې سره د قصد، کنې او جفا چلند بولم.
-پښتو ژبه او معاصر پروګرامونه
دا هم یوه جوته او ښکاره خبره ده، چې په نړۍ کې په زرهاوو پروګرامونه هره ورځ جوړیږي او ټولنې خپلې ژبې ته د کار اسانتیاوې منځ ته راولي، خو موږ حتا داسې یو مرکز نه لروو، چې ژبې ته کار وکړي، ژبه په ټولو معاصرو پروګرامونو کې چالان او فعاله کړي، تر څو پښتو ژبه د چا نه (د نورو ژبو نه)شاته پاتې نه وي. نن سبا د ستر رب فضل دی، ډیر تکړه افغان ځوانان شته، چې په دې برخه کې ښه ځواکمن دي او دا ستونځې ډېر ژر حلولای شي. زما په اند که دا ځوانان د نړۍ ګوټ ګوټ نه سره یو ځای شي او یوه ټولنه رامنځ ته کړي، چې ژبه په ټولو پروګرامونو کې عیاره کړي، ګرانې ژبې ته به مو ډیر کار کړی وي. ښه به دا وي، چې یو مرکز جوړ شي، چې دا ټولې ستونځې حل کړي. دا به هم ښه وي، چې نوي ځونان د نړۍ په پرمختللو څانګو کې وروزل شي، تر څو د ژبې راتلونکې ستونځې لا د مخه حل شوې وي. هو، چې رانه پاتې نه وي، ما په دې هکله، چې په کومو پروګرامونو کې پښتو ژبه ستونځې لري هیڅ هم ونه لیکل، دا یوه جوته خبره ده او موږ تاسې په ورځنیو چارو کې هره ورځ په ډیرو پروګرامونو کې ورسره مخامخ کیږو.
-پښتو ژبه او د کلیدړې(Keyboard)ستونځې
د دې ستونځې سره هره ورځ هر افغان چې په مختلفو سیسمونو(Windows, Mac) کې کار کوي ورسره مخامخ کیږي. موږ دې ته سترګې په لار یو، چې ګوندې دا ستر شرکتونه زموږ ژبه په خپلو پروګرامونو کې په یو سم معیار او بنسټ ورډیره کړي. دلته اصلي ستونځه په پاسینیو شرکتونو کې نه ده، بلکې زموږ د ګران هېواد ستونځه ده، چې داسې یوه معیاري او سنډرډه کلیدړه نه لري، چې دوۍ ته یې ورکړي. دا هم ټولو ته ښکاره ده چې په مکبوک کې یوه کلیدړه، په وینډوز کې بله کلیدړه شته، چې دا کار په خپل وار سره د پښتو ژبې د ټایپ او لیکلو ستونځه منځ ته راولي. زما په اند، په دې ستونځه یوې سترې، ځانګړې نړېوالې پښتو غونډې ته اړتیا شته، تر څو په دې هکله خبرې وشي او یوه معیاري او تلپاتې پښتو کلیدړه جوړه او نوموړو شرکتونو ته ورکړل شي، تر څو یې خپلو پروګرامونو ته ورډیره کړي.
-پښتو ژبه په اوسني ټلیفونونو کې
په دې ریښتیاوو به هم سترګې نه پټوو، چې داسې یو ټلیفون نشته، چې پښتو ژبه په کې په تلوله او اتومات (Default) ډول کار وکړي؛ هو، دا درسره منم، چې د پښتو ژبې ډیرې کلیدړې شته او کله چې یې خپل ټلیفون ته راښته کړو بیا پښتو ژبه د یوه ځانته پروګرام په ډول په ټلیفون کې کار کوي، دا کار پښتو ژبه نوره هم مشکله کوي؛ لومړی باید دغه پروګرام راچالان کړو، هلته پښتو متن ولیکو او بیا یې راکاپي او د خوښې په ځای  کې کښې کاږو. دلته بیا پښتو ژبې ته د کار کولو او یوې معیارې کلیدړې جوړولو ته اړتیا شته، تر څو ټولو هغه شرکتونه ته، چې ټلیفونونه جوړوي ورکړل شي او خپلو ټلیفونونو ته یې ورډیره کړي. دا به هم راسره منی، چې په ډیرو انلاین رسنیو کې ځونان خپلې لیکنې ، تبصرې او جملې په ټلیفون کې د پښتو ژبې د نشتوالي له کبله په عربي او فارسي ژبو لیکي، چې دا کار په خپل وار سره د خوږې پښتو ژبې سره جفا بولم؛ په ډیرو ځاینو کې د داسې متنونو لوستل ګران وي.
پای
د پښتو ژبې د یو ستر او ځوکمن معاصر ټکنالوژي د  مرکز د جوړویدو په هیله.