
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وږي په نهمه نیټه د پښتنو او بلوڅو وروڼو سره دپیوستون د ورځې په ویاړ، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په نوښت د وزارت په انګړ کې پرا خه غونډه جوړه شوې وه، چې د قومونو او قبایلو چارو په برخه کې د جمهور ريیس سلا کار اسد الله وفا، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکتر محمد اکرام خپلواک، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین غلام نبي فراهي، دولتي چارواکو، د ولسي او مشرانو جرګې د غړو د یاد وزارت د معینانو، ریسانو او کارکوونکو، پوهانو، ادیبانو، لیکوالانو ،شاعرانو، د علومو اکاډمۍ غړو، قومي مشرانو، د قومي شوراګانو ریسانو او غړو، سیاستوالو، روڼ اندو، د پښتونخوا څخه راغلیو علمي او فرهنګي شخصیتونو او د رسنیو استازو پکې ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي ډاکتر محمد اکرم خپلواک ټولو درنو برخه والو ته ښه راغلاست او هر کلی ووایه او د دې ورځې په ویاړ یې لرو برو افغانانو ته،چې مشرانو یې د خپلواکۍ په لار کې سرونه ښیندلي مبارکي وویله،
ښاغلي خپلواک وویل:افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، د پښتنو او بلوڅو بریالیتوب ددوی په پیوستون کې دی،د ښمنان په دې هڅه کې دي،چې د بېلا بېلو قومونو تر منځ نفاق او شقاق ته لمنه ووهي، قومونه یو له بله لرې او یو د بل په وړاندې پیاوړې کړي، خو دا ناممکنه خبره ده.
د ده په وینا افغانستان د سولې او جرګې خاوره ده.اوس مهال ټول افغانان پوهېږي،چې په سېمه کې جګړه د کومې بهرنۍ سرچينې له خوا په لار اچولشوې او د چاه جګړه ده، افغانان پوهیدلي او دې پایلې ته رسېدلي، چې دا جګړه کوم دیني اساس نه لري بلکې دا د پردیو د سترو موخو د ترلاسه کولو لپاره په لار اچول شوې ده .
ډاکټر محمد اکرم خپلواک زیاته کړه افغانان سوله ییزې موخې لري او نن هغه وخت رارسېدلی، چې ټول قومونه یو بل ته لاس ورکړي سوله او ثبات رامنځ ته کړي .
د ښاغلي خپلواک په وینا تر هغې چې په قبایلو کې سوله رامنځ ته نه شي ټوله سیمه به همداسې ناارامه وي . نن په وزیرستان کې روانه جګړه د تروریزم پر وړاندې جګړه نه ده، دا جګړه د وزیرستان د ورانولو او د هغه ځای د درنو قومونو د له منځه وړلو په موخه روانه ده.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وايې په کار دا ده، چې د امن او سولې د رامنځته کولو او ټینګښت په موخه په اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو کار وشي پرته له هغې جګړه له سیمې نه شي لیرې کیدای .
ده وویل: موږ ډېرې ستونزې ګاللي، نن باید د افغانستان د ازادۍ او ودانولو پیغام پر مخ یو سو، د افغانستان پیغام د سولې، ازادۍ، جرګو او مرکو پیغام دی، چې په ننني علمي او څیړنیز سیمینار کې به پوهان او لیکوالان په سیمه کې د شته ستونزو د هواري په لارو چارو هر اړخیز معلومات وړاندې کړي .
وروسته په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین غلام نبي فراهي، اکاډمیسن سلیمان لایق، د ولسي جرګي غړي نادرخان کټوازي، د ولسي جرګې غړې وږمه ساپۍ، جنرال ذولفقار بلوڅ او د جنوبي پښتونخوا څخه ملک امان الله کاسي، له خیبر پښتونخوا څخه ایمل خټک او عالم یوسفزي خبرې وکړې او ويې ویل، چې په وزیرستان او د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د افغانانو د وژلو لپاره د پاکستان حکومت او استخبارات کار کوي، چې د افغانستان حکومت او د هاغه غاړې پښتانه باید لاس سره یو کړي او د پاکستان د حکومت د دې ناروا کړنو مخه ونیسي .
دوی زیاته کړه، چې په دې جګړه کې نه یوازې پښتانه د پاکستان د حکومت له خوا ځپل شوي بلکې په بلوچستان کې يې بلوڅانو ته هم سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي، د دوی په وینا په بلوچستان کې باید د بلوڅو د ازادۍ غوښتلو له تحریک څخه ملاتړ وشي ترڅو په سیمه کې نور پښتانه او بلوڅان د پاکستاني استخباراتو له ظلم او زور زیاتي څخه وژغورل شي او سوله ییز ژوند ولري .
وروسته د پښتنو او بلوڅو د پيوستون د ورځې په اړه علمي سیمینار پیل شو، چې استاد حبیب الله رفیع،څېړندوی عبدلغفور لیوال، ډاکټر خوشال روهي، عبدالستار پردلي، غلام جیلاني ځواک، ملک امان الله کاسي، نذیر احمد سهار، امان الله مجددي او د بهرنیو چارو وزارت استازي د پښتنو او بلوڅو پر اوسنیو ستونزو، په سیمه کې د روانې جګړې پر عواملو، د ترهګرۍ د ريښو او له ترهګرۍ څخه د پاکستان د ملاتړ او له نوي حکومت څخه د کرښې ها غاړې افغانانو د هيلو په اړه علمي او څېړنيزې مقالې ولوستل شوې، چې وروسته د سیمینار د ګډونوالو له خوا په دې اړه ازاد بحث هم تر سره شو او د ټولو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
تر سیمینار وروسته د ډیورنډ د دواړو غاړو څخه راغلو شاعرانو تر منځ ډېره ښکلې او په زړه پورې مشاعره تر سره شوه، چې ملي او حماسي رنګ يې درلود او ډېری شعرونه يې د پښتنو او بلوڅو روانو ستونزو ته ځانګړي شوي وو.
د پښتنو او بلوڅو د دې پرتمینې غونډې په پاي کې د هېواد د وتلو سندرغاړو له خوا کنسرت هم تر سره شو او ډېری ملي او حماسي سندرې يې په خپلو خوږو اوازونو کې وویلې چې د غونډې د برخوالو له خوا په چکچکو او تودو احساساتو سره بدرګه شوې .