د خوشال بابا د فکري بهیر د یوپنځوسمې غونډې رپوټ


د خوشحال بابا د فکری بهیر ۵۱مه غونډه، چې د اونۍ د مهمو پېښو لنډيز، د تیموریانو او مغلو د واکمنۍ پر مهال د پښتنو سیاسي موقف، د استعداد پر کارونې پریزنټېشن او نورو اړینو مسلو ته په کې ځای ور کړل شوی و، تر سره شوه. 
غونډه له اجنډا سره سم د داود سلیم له خوا د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت او تفسیر پیل او ور پسې ډاکټر تورپیکۍ الم د اونۍ مهمو کورنیو، سیمه ییزو او بهرنیو پېښو ته کتنه لرله. 
د سعودي د مدیني منورې د پوهنتون پیاوړي استاد حیات الله عتید د (استعداد دې وکاروه) تر عنوان لاندې په زړه پورې نظري او عملي پریزنټیشن وړاندې کړ او ورپسې د علومو اکاډمۍ غړي ډاکټر شریف ځدراڼ د (د تیموریانو او مغولو د واکمنۍ پر مهال د پښتنو سیاسي وضعیت) تر عنوان لاندې د کتاب غورچاڼ وړاندې کړ. 
یاد کتاب چې لا تر اوسه له چاپه نه دی راوتلی، د ښاغلی ځدراڼ د علمي رتبې څېړنیز تیزس دی چې په شپږو فصلونو او ۲۳۰ مخونو کې لیکل شوی دی. 
د کتاب د غورچاڼ تر وړاندې کولو وروسته له معمول سره سم د فکري بهیر ګډونوالو د د بیلابیلو سیاسي او تاریخي موضوعاتو په اړه پوښتنې لرلې چې د ښاغلي ځدراڼ له خوا په تفصیل سره ځوابېدلې. 
غونډه د علومو اکاډمۍ د غړي اکبر جان پولاد په دعایې سره پای ته ورسېده. 
د یادولو ده چې د خوشال بابا د فکري بهیر لړۍ د پامیر سینما په دویم پوړ/ کتاب ښار کې له تېر یوه کال راهیسې په بریالیتوب سره روانه ده او هره پنجشنبه په دوو بجو غونډه کوي. افغان ملي غورځنګ هیله لري چې تر خپل چتر لاندې د خوشال بابا فکري بهیر لړۍ د افغانستان ټولو ولایتونو، ښارونو او کلیو ورسوي چې د همدې هڅو په لړ کې یې تر دا مهاله د کابل په احمدشاه بابا مېنه او پکتیاکوټ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې خپلې څانګې پرانیستي دي. 

الهام ناصري