
یو ستر نفتي بمب:
په ۱۹۶۹ کال کې محمد رضاشاه پهلوي یو ډیر سخت کلک انسان وو. په دې وروستیو کلونو کې هرڅه د ایران د باچا په طبیعت روان وو. امریکا پر دغه مهال د ویتنام د ځمکنۍ جګړې د سریښوپه ډنډ کې نښتې وه. دغې جګړې امریکا له سختو کورنيو او بهرنيو ستونزو او ویشنو سره مخامخ کړې وه او ولسمشر نیکسون ژمنه وکړه چې دغه تباه کونکې جګړه به بلاخره پای ته رسوي او امریکا به په ختیځه اسیا کې خپل حضور له منځه وړي. خو د واشنګټن لپاره ستونزه داوه چې برتانیې ورته ژمنه وکړه چې د ۱۹۷۱ کال په پای کې به له فارس خلیج څخه په بشپړه توګه بهر کیږي. خو د لویدیځي اسیا د خوشې کولو له اړخه د لویدیځوالو ویره دا وه، چېدغه سیمه له دې ډیره اغیزمنه وه چې یا به راډیکاله اسلامپالې ډلې پکې واک ته رسیږي او د هغوی تر اغیز لاندې به راځي او یا به د شوروي اتحاد تر ولکې لاندې راځي. خو بریتانیې په داسې سیمې کې د خپلې څه باندې یوې پیړۍ د زور واکۍ د ډیپلوماسۍ او نفوذ پای ته رسولو هوډ په ډاګه کړ، چې د ټولې نړۍ د ثابتو شویو تېلو زیرمې پکې پرتې وې. د ټولې ازادې نړۍ دریمه برخه تېل د فارس په خلیج کې تولیدېدل او په ختیځې اسیا کې د متحدو ایالتونو ۸۹ په سلو کې نظامي تېل له همدې مهم خلیج څخه برابرېدل.
د سیمې د تېلو د را دبره کیدونکي صنعتي ځواک د امریکې د اقتصاد لپاره په کال کې ۱ اشاریه۵ میلیارد ډالره عایدات لرل او ۱۲ زره امریکايانو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه. خو تر ټولو تریخ حقیقت دا وو چې په فارس خلیج کې د امریکې د متحدو ایالتونو د سمندري الوتوک لیږدونکو بیړیو په شتون یا حضورټینګار زیات شو، او (دوه لویې سمندري الوتک لیږدونکې کښتۍ په سیمه کې ځای پر ځای شوې چې له مالیزیا څخه تر سویلې افریقا پورې ټوله سیمه کنټرول کړي).
د فارس خلیج جغرافیايي موقیعت ته په کتو سره دغه سیمه له هره اړخه ډیره اغیزمنه ښکاریده. فارس خلیج د منځني ختیځ او سویل لویدیځې اسیا د تګ را تګ په لاره کې پروت وو او د اوبو یو نرۍ لیکې ،په شمال کې پروت شیعیه ایران ،له سویلي سني ګاونډي عمان سره بیلاوو. عمان د خلیج دلوړو غرونو په څنډه کې پروت هیواد وو، چې سویلي خوا ته یې یمن پروت او یاغي بادونو محاصره کړی وو. د ایران په بل ګاونډي عراق کې د شوروي له ملاتړه برخمن رژیم په واک کې وو او هغه مهال خورا خطرناک وبریښید چې خپل کوچني ګاونډي کویټ ته یې توره له تیکې را وویسته او اوسپنیزغاښونه یې ورته وچیچل.
په سعودي عربستان کې د السعود کورنۍ په واک کې وه او دغه شیخ نشینه واکمن نظام په خپلو سمندري څنډو کې لهرامنځ ته کېدونکو پېښو سخت په اندېښنه کېو. افغانستان او پاکستان هم لکه چې زړه بېړۍ په اوبو کې په سرغوټې وهي، په داسې وضیعت کې پرمخ روان وو. په کابل کې د باچا محمد ظاهر شاه د سلطنت وروستي کلونه وو او هېواد یې له شوروي او لوېدیځ دواړو سره مناسبې اړیکې پاللې او ښه پرمخ روان وو. د اروپايي ناټو ۵۵ په سلو کې تېل او د جاپان ۹ په سلو کې د تېلو اړتیاوې د فارس له خلیج څخه پوره کېدې. نو که د خلیج لاره به تړل کېده نو له توکیو، د اېټالیا تر پلازمېنې روم پورې سیمه به په تیاره کې ډوبېده.
هره ورځ به په ۲۵ میلیون بېرله تېلو بار ټانکرونهد ایران، عراق، کوېټ او سعودي عربستان له بندرونو د عربياو هند سمندرونو له لارېد روتر دام، کیپ ټاون او سینګاپور بندرونو ته رسېدل. مخکې له دې چې دغه ټانکرونه نړیوالو اوبو ته ورسیږي دوی باید د هرمز له ستراتیژیک تنګي تېر شوي وایچې په خلیج کې تر ټولو حساسه سیمه ده او په یوه ځای کې یوازې ۲۱ مایله (څه باندې ۳۳ کیلومتره) پراخوالی لري، چې کېدای شي د ماهي نیونکو بېړیو د څو ماینونو د غورځولو، د ګوریلایانو د برید او یا د ټانکرونو د پرلپسې ګڼې ګوڼې له کبله له خنډ او ستونزې سره په اسانه مخ شي. په هرو ۳۰ دقیقو کې په تېلو یوه بار ستره ټانکري بېړۍ له دغه تنګي څخه تیریږي او نړیوالو مارکېټونو ته د انسانانو د ژوندي پاته کېدو مهم توکي (تېل) رسوي.
ولسمشر نیکسون اود ایران باچا په دغه برابر شوي فرصت کې د هغو واقیعتونو په اړه خبرې وکړې چې ټولې لوېدیځې اسیا ورته اړتیا درلوده چې له خرابېدو یا نړېدو او ازادې نړۍ ته د تېلو د بندیدو د خطر له پیښېدو د مخه بایدحلاو په تړاو یې شنه څراغونه روښانه شي. د لوېدیځ د پوځي پلان جوړونکو لویه اندېښنه دا وه، چې خدای مه کړه داسې ورځ را نه شي چې د شوروي اتحاد ځواکونه او سرتیري سیمې ته را ودانګي او په دلته په خلیج کې د روان کړکېچ په لړ کېد هرمزستراتیژیک تنګی تر خپلې ولکې لاندې راولي. د تېلو د صنعت یوه امریکا يي کارپوه خبرداری ورکړ، چې (خلیج دنفتو یو ستر بمب دیاو هره شېبه یې د چاودیدلو امکان شته، په ځانګړې توګه اوس چې برېتانیه سیمه خوشې کوي.)
ولسمشر نیکسوناو د هغه د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو اغېزمن مرستیال او د ملي امنیت سلاکارهنري کیسنجر د فارس خلیج د تېلو دسیمو دخوندي کولو لپاره یوڅه په اندېښنه کې واو پلان یې دا و چې کله برېتانیې له سیمې پښې سپکې کړې، نو په خلیج کې خپلې سترې نظامي بېړۍ ځای پر ځای کړي. د ۱۹۶۹ کال په جولای کي ولسمشر نیکسون سویلي وېتنام ته سفر درلود چې خپل ځواکونه سره را غونډ کړي. د دغه سفر پرمهال په لاره کې د ګوم په جزیره ددمې(تم کېدو) پرمهال هغه خپل نظر داسې په ډاګه کړ:« واشنګټن څه ډول په اسیا کې خپل فزیکي حضور را کمولی شي او روښانه یې کړه چې د خپل ملي امنیت په برخه کې له پراخې کتنې او مشورې پرته بهپه راتلونکي کې له ځمکنۍ جګړې څخه به بشپړه توګه ډډه وکړي.»د هغه دغه ډول اشارې وروسته د نورو مشرانو لخوا خورا مهمې وګڼل شوي او (د نیکسون دوکتورین) په نوم وبلل شو، چې د سړې جګړې پرمهال نیکسون وکولی شو د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ بنسټ را منځ ته کړي.