شعر


په بيرحمي مې وژني څوك زما تقصير نه ښيي
چاته دې خداى د چا د دوه سترګو تاثيرنه ښيي
ولې دې ايښي د رقيب انـــځور زما په مخـــكې
مومن ته څوك جــــانانه غــوښه دخنځير نه ښيي
لا درښتيا ويلــــو وخت را رسيدلــــى نـــــــــه دى
رڼه هنداره تـــــرګميو كــــــې تــصوير نــــــه ښيـي
څو اسيران خـــــــولـــــې تــــړلي وژل كيږي يو، يو
مـــرګ يې منــلي خو دښمن ته خپل اميرنه ښيي
په تـــــيرو پوه يـــــو مستقبل به مـــاضي شي آخــر
خيركـــــه دمـــــخه مــــلائيكي مــوتقدير نــه ښيي
خلك رازونه ساتــــي زړونـــــو كې پټ نه يې وايي
لكـه تا هر څوك (( سعادته )) خپل ضمير نه ښيي