
ل :جعفر البكلي
ژ : حماد
دشپې دوه بجې د سپینې ماڼۍ په دویم پوړ کې دولسمشر دخونې دټیلفون زنګ وګړنګېده . ولسمشر غوږۍ پورته کړه ، دامنیت شورا سلاکار پر لیکه و :" جلالتماب ولسمشر، بښنه غواړم،چې له خوبه مې راویښ کړئ ، وضعیت له ګواښه ډک دی"
نږدې څلور ساعته وروسته ،سهار 06:30 بجې د 1979 دیسمبر پر 27 مه نېټه ولسمشر جیمي کارتر په سپینه ماڼۍ کې خپل دفتر ته راښکته شو او دامنیت شورا سلاکار بریجنسکي یې انتظار کاوه . ولسمشر ترې وپوښتل : څه نوې خبره ده ؟
بریجنسکي ځواب ورکړ : هغوي ولسمشر حفیظ الله امین وواژه ! اوس خبره له دې اوښتې ده ،چې موږ به پخوا ویل هغوي خپلو ځواکونو ته ځېر دي ، دا پر یوه هېواد یرغل او برید دی ، ډېر هوايي ملاتړ ځواکونه له هغو سره یوځای شوي دي،چې وار له مخه کابل ته رسیدي دي ، له افغانستان سره اړیکې پرې شوې دي ، دا هېواد اوس له بهرنۍ نړۍ څخه په ټوله مانا ګوښه دی "
بریجنسکي دڅه مودې لپاره چوپ و او هغو پاڼو ته یې کتل، چې نوموړي په کې څه لیکلي و بیا داسې لګیا شو :" لږه شېبه وړاندې CIA راته کره کړه،چې دشوروي اتحاد ځانګړو ځواکونو (الفا او زینت ) په پلازمینه کابل کې دولسمشرۍ ماڼۍ سربېره نظامي او دولتي ودانۍ نیولې دي ، له ولسحمشر حفیظ الله امین یې ځان خلاص کړی او دفاعي پراشوټي ډلګۍ بګرام هوايي ډګر نیولی او دKGB په پلازمینه کې داړیکو او مخابراتو مرکز په خپل لاس کې نیولی دی ، افغان نظامي مشرتابه تر منځ اړیکې پرې دي " .
کارتر وپوښتل :" ایا تاسې فکر کوئ، چې د دوی برید تر افغانستان محدود شي؟ " بریجنسکي چوپ شو بیا یې ورته وویل :" زما له انده پر افغانستان برید پیل دی ، نه پای . داستخباراتو رئيس امیر البحر ستانسویلډ تيرنر هم له ماسره همنظره دی .
ولسمشر کارتر خپله پوزه وګروله او بریجنسکي ته په حیرانۍ ګوري ، پولینډي الاصله ستر سلاکار خپل ولسمشر ته دګواښ او ستونزې اړخونه روښانه کړل :" جلالتماب ولسمشر! که همداسې یې پریږدو نن یې افغانستان ونیوه ، کوم ضمانت شته ،چې سبا ته به ایران ته لاس نه ور وړي ؟! په ایران کې هم وضعیت ترینګلی دی ، په منځني ختیځ کې دا مهم هېواد زموږ له لاسه وتی دی ، خمیني له موږ سره څرګنده دښمني را اخستې ده ، دسفارت دمامورینو له یرغمل وروسته ایرانی حکومت زموږ له احتمالي برید څخه ډاریږي . دا ټول به ددې لامل شي ، چې خمیني به شوروي اتحاد ته ورنږدې شي او پر هغوي به ځانونه ساتي ، لکه څرنګه ،چې پرون حفیظ امین ور نږدې شوې او پر هغوی یې ځان ساته . که چیرې شورویان خپلې پښې ایران ته وروغځوي هلته به هم هغه څه وکړي ،چې نن یې په کابل کې کوي ، که له کابل وروسته ایران هم دشوروي لاسته ورغی ، په خلیج سمندر کې به دتیلو ټولې زیرمې دمسکو په لاس کې وي !"
په سپینه ماڼۍ کې درنه چوپتیا خپره شوه ، ولسمشر په غوڅه لهجه وویل : " سمدلاسه دملي امنیت غونډه راوغواړئ"
د1979 ز د دیسمبر پر 27نېټه سپینې ماڼۍ ته مخامخ په (ایزنهاور) ودانۍ کې دملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه ، برخوال یې ولسمشر کارتر ، مرستیال ولسمشر والټرموڼدل ، دملي امنیت سلاکار بریجنسکي ، بهرنیو چارو وزیر سایروس فانس ، دفاع وزیر هارولډ براون ، دګډو ځواکونو عمومي قومندان ډیویډ جونز او داستخباراتو عمومي رئیس ستانسویلډ سربېره ځینې دامنیت شورا ځینې باتجره سلاکاران وو . غونډې څلور ساعته دوام وکړ او د دوو موخو د تر لاسه کولو لپاره ځینې پریکړې وشوې :
1 - واشنګټن ته په کار دي له ټولو هغو لارو چارو کار واخلي، چې شوروي اتحاد په افغانستان کې رایسار کړي او مشران یې له افغانستانه پرته دنور څه په اړه سوچ ونه کړي .
2- دلومړنۍ موخې له تر لاسه کېدو وروسته ، واشنګټن ته په کار دي، چې شورویان په افغانستان کې مات کړي او له همدې ځایه ناکام ووځي .
دامریکا دلومړنۍ موخې په اړه ، واشنګټن بایدپه پیل کې د ډیپلوماتیکو لارو چارو بیا داقتصادي او مالي بندیزونو ، په منځني ختیځ کې له ولسمشرانو او پاچاهانو سره دپټو تړونونو د راژوندي کولو له لارې د شورویانو غوږ ته خپل پیغام او اندېښنه ور ورسوي . ورسره جوخت په خلیجي هېوادونو ، مصر او اردن کې دامریکا سفیران باید له دوی څخه دهغو پټو تړونونو دپلي کېدو غوښتنه وکړي ،چې له امریکا سره وار له مخه لاسلیک شوي دي او دا هم ورڅخه وغواړي،چې امریکا حق لري د جنګي موخو لپاره ددې هېوادو هوايي ډګرونه وکاروي ، غوره به وي ،چې دا اجراات په ارامه او له مطبوعاتي غالمغال څخه پرته ترسره شي .
دامریکا د دوهمې موخې په تړاو ، واشنګټن باید خپله موخه په داسې بڼه تر لاسه کړي ،چې په افغانستان کې نظامي او یا څرګنده لاسوهنه ونه کړي اودا درې لامله لري :
لومړی : واشنګټن له کابل سره دګډې دفاع کوم قانوني تړون نه لري ، خو مسکو بیا له کابل سره (دملګرتیا، همکارۍ او ښه ګاونډیتوب ) تړون لري،چې تېر کال پخواني ولسمشر نورمحمد تره کي لاسلیک کړې دی او مسکو کولای شي ،چې دخپل ملګري دمرستې لپاره نظامي لاسوهنه وکړي ، له قانوني اړخه دا تړون دشورویانو له برید څخه دنیواک (استعمار) بڼه لرې کوي .
دویم : دافغانستان ژغورنه او ساتنه دامریکا موخه نه ده ، هغه څه ، چې واشنګټن ته مهم دي هغه افغانستان ته څېرمه هېوادو (ایران ، پاکستان او خلیج ) کې دامریکا ستراتیژیکې ګټې دي ، دافغانستان پر سر له شوروي اتحاد سره په یوه مسقیمه جګړه ځان ښکیلول - له قانوني جواز پرته - زموږ لپاره دومره زړه پورې کار نه دی او لګښت یې هم ډېر دی .
درېیم : دا دامریکا له وسه پوره ده،چې خپله موخه ترلاسه ، شورویانو په افغانستان کې مات کړي او بیا یې وتلو ته اړ باسي ... افغانستان به دروسانو لپاره دامریکا په زړه پوری تلک وي.
د ملي امنیت شورا دغونډې پرمهال داستخباراتو مشر ستانویلډ تیرنر له دې پرته پورته کړه،چې استخبارات یې څرنګه وتوانیدل له خپلو پاکستانیو ملګرو سره یو ځای افغاني قبایل ( په ځانګړې توګه هغه ،چې کرښې ته څېرمه پراته دي او یو له بل سره نژادي اړیکې لري ) راخپل کړي ؟ دهمدې قبایلو ځوانان یې څرنګه دافغان حکومت، شوروي سرتیرو او سلاکارانو پر ضد یې په چریکو جګړو کې وکارول ؟
تیرنر زیاته کړه : په 1979 ز د جولای پر 3 نېټه ولسمشر جیمي کارتر له مجاهدینو سره دمرستو د زیاتونې سپارښتنه وکړه CIA د ( دهغو ملحدینواو کمونیسټانو پر ضد جهاد ،چې په افغانستان کې اسلام ته زیان وراړوي ) تر شعار لاندې دجنګیالیو پر هڅونه ، سمبالونه ، بسپنه ورکونه پیل وکړ ، رښتیا هم دې ملیشو دکابل پر ضد په جګړه کې خپله وړتیا وښوده ان تردې ،چې روسان اړ شول ،چې دنظام او ملګري دژغورنې لپاره خپله رامخته شي او دمجاهدینو دګوزارونو مخه ونیسي ،چې CIA ورسره په دې برخه کې پوره مرسته کوي .
دملي امنیت شورا په هماغه ناسته کې پردې نظر وه ،چې له ملیشو او مجاهدینو سره باید مرستې څو ځلې زیاتې شي او دا ډلې باید له دیني اړخه نورې هم وهڅول شي .
امریکا که چیرې دمجاهدینو ددې جهاد لپاره وړ سیمه ییز او اسلامي چاپیریال ، مطبوعاتي پوښښ ،د وړیا جنګیالیو ډلې- چې شهادت یې موخه وي - بسپنه او وسلې ومومي دا به ډېر ژر مثبته پایله ورکړي ... رښتیا هم جهاد دامریکا له پلان سره سم ښه پایله ورکړه ، په افغانستان کې د روسانو زور اوبه شو او امریکا خپل یو سرتیری هم له لاسه ورنه کړ .
دهمدې موخې لپاره ولسمشر پریکړه وکړه،چې خپل امنیتي سلاکار منځني ختیځ ته واستوي،چې هلته خپل ملګري دیته رامات کړي ،چې له (اسلامي جهاد) سره مرسته وکړي او له مقاومت سره دپیسو او وسلو دواړو مرسته وکړي او د نیواکګرو پر وړاندې دکلک دیوال په څېر ودریږي او کفار او ملحدین پرنیږدي ،چې خپلو موخو ته ورسیږي .
ریجنسکي د 1980 ز د جنورۍ پر 3 نېټه پلازمینې القاهرې ته ورسید او له ولسمشر انور السادات سره یې ولیدل دنوموړي قانع کول کوم سخت کار نه و،چې دامریکا له نوې پروژې سره همکار شي ځکه نوموړي څه موده وړاندې خپل ټول واک نږدې ملګري کارتر ته ورسپارلې و او دکامپ ډیویډ تړون یې لاسلیک کړې و .
نور بیا