
افغان ولس تر ننه د زور او ستم قرباني دی . په جګړه کې نه یوازې د نړۍ او سیمې څارګرې ادارې د نفاق او ورانکارۍ ګوړې وېشي بلکې د اسستخباراتو ترڅنګ د نړۍ ، سیمې او کورنۍ مافیايي کړۍ هم رغنده رول خپل کړی . د چارو د کارپوهانو له نظره چې په جګړه کې مافیايي کړۍ او د مخدره توکو قاچاقبران مخکښ رول لوبوي او د جګړې مافیايي اړخ ډېر پياوړی دی.
د دوی په اند چې نړیوال قاچاقبران له یوې خوا د دولت د مخالفینو سره بې شمېره مرستې کوي او دا د دې دپاره چې نظام کمزوری او په ستونزو کې ښکېل وساتي ، څو د افغانستان له لارې نړۍ ته تریاک او نور قاچاقي مالونه ولیږدوي او په مقابل کې زیاته پانګه په لاس راوړي او له بلې خوا د دولت داخلي مافیا چې د نړیوالې مافیا یوه مهمه برخه ده او د نظام په هسته کې یې مخکښ ځای نیولی ، پدې کې یې پرځای نقش ترسره کړی. د داخلي مافیا ګټې هم په یوه فاسد ، بې کفایته او شړیدلي سېستم کې خوندي دي ، پدې اساس سره ویلی شو چې مافیا په خپل ځای د نظام لپاره یو لوی او جدي ګواښ دی. که چېرې پیاوړی نظام رامنځته نه شي او لومړۍ د کورنۍ مافیا لاس د نظام د هستې څخه پرې نه شي ، نو زمونږ ولس به همداسې په بدبختیو کې ښکېل وي او د یوې وسیلې په توګه به هم د بهرنیو هېوادونو د ګټو او هم به د نړیوالې ، سیمه ییزې او کورنۍ مافیا د ګټو ښکار وي ؛ قرباني به ولس ورکوي او امتیازات به یوه محدوده ډله په لاس راوړي.
نن ورځ په افغانستان کې د تریاکو ، هرويينو قاچاق او تورې معاملې هغه څه دي چې د نړیوالې ټولنې د جدي غبرګون سره یې مخامخ کړي یو . نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه وايي چې زمونږ خاورې ته د افغانستان له لارې دغه ډول مواد راوړل کیږي او دې حالت د افغانستان موقف ته په نړیواله کچه لوی زیان اړولی دی ، پدې اساس سره باید زیاته کړو چې نن ورځ مونږ د مافیايي کړیو د ګټو ښکار هم ګرځیدلي یو او د نظام په کمزورۍ او اداري فساد کې د مافیا رول مخکښ دی.