
محمد انور(آڅړ) نیټه ۸/۶/۱۳۹۳، ه،ش
دویم څپرکی لُمړۍ برخه
دروهي وېب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
د کتاب د لُمړي څپرکي په پنځمه برخه کې مو د ترهګرۍ تعریف ولوستلو، دا دی د دویم څپرکي په لُمړۍ برخه کې د ترهګرۍ پر ډولونو باندې په پراخه توګه رڼا اچول کیږي، په دې هیله چې ګټه ترې پورته کړئ:
د تاريخ په اوږدو کې نړیوال د ډول ډول ترهګریو سره مخامخ شوي دي چې له امله یې نه جبرانیدونکو زیانونو وراوښوتي دي، په نړۍ کې د ترهګرۍ ډولونه ډېر دي او هر چا د خپلې خوښې سره سم ډول ډول نومومونه ورکړي دي؛ موږ د ترهګرۍ پر نورو ډولونو باندې کار نه لرو، یوازې د ترهګرۍ پر هغو ډولونو باندې غږیږو چې د ډېریو خلکو د منلو وړ دي، لکه د لوړې کچې ترهګري (هستوي ترهګري)؛ نړیواله ترهګري؛ دولتي ترهګري؛ سیاسي ترهګري؛ انقلابي ترهګري؛ مذهبي ترهګري؛ نژادي ترهګري؛ فرهنګي ترهګري؛ کُلتوري ترهګري؛ د مخدره توکو ترهګري او دا شاننور ډیر د ترهګري ډولونه شته چې هر ډول ترهګري په خپل خپل ځای او وخت (مکان او زمان) پورې اړه لري او له ډول ډول ځايي او زماني شرایطو او عواملو څخه رامنځ ته شوي دي. موږ به پورته یاد شوي د ترهګري ټول ډولونه په خپل وارسره وڅیړو، چې لمړی يې له لویې ترهګرۍ څخه پېلوو.
دلوړې کچې، یا نهایي(هستوي) ترهګري
د اټومي او نورو ډله یيزو وژنو او ورانوونکو وسلو کارول او ساتل لوى یا هستوي تروريزم دی، خو یو شمیر پوهانو د اټومی وسلو کارول له ترهګرۍ څخه لوړ(فوق)
عمل بللی دی.
موږ په دی باندی نه پوهیږو چی د (لوړې کچې له ترهګرۍ) څخه بل ناوړه عمل څه ډول عمل دی؟ نو کله چې موږ د اټومي وسولو استعمال ګورو چې د جاپان د هيروشيما اوناګا ساکي، پر ښارونو باندي د امريکايانو لخوا په دوهمه نړيواله جګړه کې په کال (١٩٤٥/م، د اګست په، ٦/٩) نيټه وکارول شوه او له امله يې دوسوه ديرش زره بې ګناه جاپاني ښاریان، له منځه ولاړل، څاروي او نور هرډول ژوي یې تباه کړل او ټولې ودانې یې خاورې ايرې کړې او تر دوو نسلونو پورې یې د جاپان د دؤ ښارونو شاوخوا اوسیدونکي په نه پېژندل شویو او خطرناکو ناروغیو باندې اخته کړل، نو د نړۍ په تاریخ کې د بل دا ډول ظلم ساری نه دی لیدل شوی، چې په څو لحظو کې هر څه له منځه یوسي.
د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر، هري ترومن د جاپان د هیروشیما ښار یو نظامي هدف تعریف کړ او اعلان یې وکړ چې: نړۍ به په یاد ولري چې لُمړنی اټمي بم د هیروشیما پر نظامي چوڼۍ باندې کارول شوی دی!.
په جاپان باندې دې دغه اټومي لويې ترورستي وسلې د کارونې امر د امريکا ولسمشر همدغه (هري ټرومن) لخوا لاسليک شوى ؤ چې د جاپان د عامو خلکو د لويو قاتلانو له جملې څخه يوهم ټرومن دى چې په دې بنسټ (لوې یا هستوي ترورست) ورته ويلى شو .
امریکایان، په جاپان باندې د اټومي بمونو د کارولو په اړه دا دلیل راوړي چې، په جاپان باندې د اټومي وسلو کارول د دوهمې نړیوالې جګړې د پای لپاره ګټور عمل ؤ.
د امریکایانو دا ډول دلایل خوشي خبرې دي چې په دا ډول خبرو باندې به د تاریخ له محکومیت څخه خلاص نه شي، لکه چې د ترهګرۍ د تعریف په برخه کې مو ویلي وو؛ که د یوه دولت، ډلې او یا د یوه تن موخه(هدف) عادلانه او سپېڅلی هم وي او د همدغه ډول هدف ته د رسیدلو لپاره عام خلک ووژني(د امریکایانو په شان ښارونه له منځه یوسي) جګړه یې ترورستي ده او عاملین یې ترورستان دي.
دا منو چې د جاپان د هغه وخت پوځ د انګریزانو په شان یو استعمارګر او تېری کوونکی پوځ ؤ، خو په وړاندې یې له کچې څخه زیات د زور کارول (د اټومي بمونو څخه کار اخیستل) یو ناوړه او ناروا عمل هم ؤ.
موږ ټول په دې پوهیږو چې اټومي وسلې د انسانانو دنابودې لپاره په خپله انسانانو جوړې کړي او جوړوي يې چې يوه ورځ به دې همدغو انسانانو لخوا يو تر بله وکارول شي چې په پای کې به خپل ځانونه له منځه تباه کړي او هڅ ګټه به ونه کړاى شي.
د اټومي وسلو کارول په سيمه کې د قيامت په شان ورانى او مرګونه رامنځ ته کوي چې د قيامت راوستل يوازې د الله (ج) حق دى خو د اټومي وسلو لرونکي انسانان غواړي چې د خداى تعالَی دندې ترسره کړي او ځانونه د فرعونيانو په شان خدايان ورته ښکاري، لکه چې وموویل چې په پاى کې به همدغه فرعونيان د خپلو اټومي وسلو په جهنم کې وسوزيږي.
هغه هېوادونه چې اټومي، کمياوي او نورې مکروبي او د ډله یيزو وژنو وسلې لري دلويو ترورستي وسلو لرونکي هيوادونه دي، چې د نړۍ ډير هيوادونه د دوى د اټومي وسلوله امله په دوامداره ويره کې اوسيږي لکه په سيمه کې هند، پاکستان او ايران، په منځني ختيځ کې اسرايل او په لېرې ختيځ کې شمالي کوريا او داسې نور.
د اټومي انرژۍ تيوري په نړۍ کې د لمُړي ځل لپاره د يوه متعصب يهودي (البرټ آينسټاين) لخوا، چي د جرمني له نازيانو څخه امريکا ته تښتيدلى ؤ رامنځ ته شوي ده چي د نوموړي د تيورۍ پايله اټوم بم ؤ.
په کال،١٩٤١/م، کې وروسته له هغې چې د جاپان لخوا د امريکا په (هرل پرل بندر) او نورو اډو باندې سختې هوايي بمبارۍ ترسره شوې او په زرګونو خلک په کې ووژل شول د امريکا د اټومي انرژۍ مشر (رابرټ اوپنها يمر) په کال،١٩٤٥/م، کې د امريکا په نيومکسيکو ايالت کې د اټم بم بريالۍ ازموينه تر سره کړه ، وروسته له امريکايانو څخه پخواني شوروي اتحاد په، ١٩٤٩/م، ورپسې چين او بیا د فرانسې لخوا په ١٩٦٤/م کال کې ازموينې ترسره شوې چې وروسته نورو هېوادونو دې دغه ناوړه وسلو ازموينې وکړې. د اټومي وسلو په اړه ليکوال (ايوميشو) وايي: د اټومي وسلې جوړول چې ډېرو هيوادونو جوړې کړي دي، ټول هېوادونه نه غواړي چې په رښتيا سره يو پر بل باندې اټومي وسلې وکاروي ډېرو هېوادونو د دې لپاره نوموړي وسلې جوړې کړي دي چې خپل دښمن هېوادونه پرې وويروي تر څو هغوی پوه کړي چې دوی هم د اټومي وسلو لرونکى دي او په دې ډول د خپل دښمن هېواد د حملې مخه ونيسي.
د ليکوال، ايوميشو، د وينا په اړه ويلى شو چې د اټومي وسلو جوړول او ساتل چې د هر ډول هدف او مُرام لپاره وي بيا هم د لوى خطر څخه ډک کار دى او حتىَ چې ليونتوب دى. بايد ووايو چې د اټومي وسلو جوړل، ساتل او کارول نه بخښل کيدونکى ګناه دى، دا شان د اټومي انرژۍ رامځ ته کول چې د سوله ييزو موخو لپاره کارول کيږي، هم د لوى خطر څخه ډک کارونه دي چې له امله يې دسيمې خلک د لوى خطرسره مخامخ کیږي، چې ښې بېلګې يې د اوکراېن د چورنوبېل، ١٩٨٦/م کال، اټومي پېښه ده او هم د،١٩٩٠/م، کال د جاپان د هوکي شيما په اټومي بټـۍ کې لوې تاوانونه یادولی شو، چې د ۱۳۸۹ه،ش، کال د ثور میاشتې په، ٢۱/ نیټه د يوې سختې زلزلې له امله رامنځ ته شول اودجاپان خلک يې دسخت خطرسره مخ کړي وو.
***
نړيواله ترهګري:
لیکواله، میرمن رابرټاګورین نړیواله ترهګري په دې ډول راپېژني: په نړيوال تروريزم کې لکه د نورو ډولونو په شان هغه وحشيانه د زور او د تيري فعاليتونه راځي چې د هېواد له پولو څخه بهرد ټولو نړيوالو اصولو او ديپلوماتيکو اړيکو نه په سرغړونې سره د يو سياسي هدف لپاره ترسره کيږي دا ډول فعاليتونه د داسې کوچنيو ډلو او انفردي کسانو لخوا ترسره کيږي چې ځانونه مستقل بولي اوکوم ټاکلى لباس يا کومه پېژندل شوي نښه نه لري دا ډلې د الوتکو په تښتولو، د ملکي خلکو او دبهرنيو سوداګرو او ديپلوماتانو د وژلو او د تښتولو کړنې تر سره کوي.
د دريمې نړۍ د هېوادونو له خوا د نړيوال تروريزم تعريف داسي وړاندې شوى دى :
د استعماري فاشستي او بهرنيو رژيمونو د زور او وحشت څخه ډک هغه اعمال چې د ازادۍ غوښتونکو مبارزينو پرضد ترسره کيږي او د فاشستي رژيمونو او يا د هغوى پاتې شونو او اجيرانو لخوا يې ملاتړ کيږي؛ هغوي چې د نورو خپلواکو هيوادونو پرضد فعاليتونه کوي، د افرادو يا د ډلو په لاس د زور او وحشت هغه اعمال چې د بې ګناه خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي چې د انسانانو بنسټيز حقوق تر پښو لاندې کوي او د استعماري اوفاشستي رژيمونو د سلطې لاندې د خلکو د ازادۍ او د دوی برخلیک د ټاکلو طبعي حقونو ته زيان ورسوي او يا د انسان پر ازادۍ باندې نور ډول ډول بنديزونه ولګول شي، دا ډول د زور هغه اعمال چې د انفرادي او شخصي ګټو د لاس ته راوړلو لپاره تر سره کيږي، چې زيان يې يوازې په هېواد پورې تړلې نه وي.
د بین المللي حقوقو په کمیسیون (۱۹۹۵/ م) ۲۴، ماده /۲، برخه کې، نړیواله ترهګري داسې راپېژني:
«[د یو چا او یا ډلې...] اداره، پر غاړه اخیستل، امر ورکول، مالي او نورې اسانتیاوې په واک کې ورکول، د بل دولت پروړاندې د تاؤتریخوالي هڅول او رهبري کول، چې د خلکو او د دوی د مالونو پر وړاندې ترسره شي، د تشکیلاتو، ډلو، یا په عمومي افکارو کې د ترور (ویرې او وحشت) حالت رامنځ ته کول، تر څو د خپلو ګټو د تر سره کولو لپاره یو دولت مجبور کړي.
نړیواله ترهګري، هغه ګړنې دي چې د انسان د ژوند لپاره خطر وي، چي د امریکا د متحده ایالاتو یا د بل هر دولت د سزا قانون څخه سرغړونه وشي... که سرغړوونکی د امریکا د متحده ایالاتو او یا د بل هر هیواد د قضایي واک په سیمه کې وي.
د پورته تعریفونو پر بنسټ لُمړۍ، د میرمن رابرټاګورین د ترهګرۍ تعریف، په اوس مهال کې له ټولو څخه لمُړی د پاکستان حکومت د، ای، اس، ای، پر ادارې باندې پلې کیږي چې د اسلام د مدافعینو په نوم د نړۍ ډېریو هیوادونو ته ترورستي ډلې ټپلې روزي او د تخریبي کړنو لپاره یې د نړۍ مختلفو سیمو ته لیږي.
د دریمې نړۍ هیوادونو د ترهګرۍ تعریف په روان حالت کې پر اسرایلو،امریکامتحده
ایالات او بیا هم د پاکستان پر ترورستي کړنو سره سمون لري او په تېر تاریخ کې د چنګېزمغل، ګوډتیمور، انګریزاستعمار، د فرانسویانو کړنې په افریقا کې، د جاپان د امپراتورۍ تېری کوونکي سیاسب مخکې له (۱۹۴۵/م) کال څخه، د جرمني د نازیانو حکومت یرغلونه، د ایټالیې هیواد د موسولیني او بناپارت ناپلیون کړنې، د تزاري روسیې او شوروي اتحاد توسعه غوښتونکو حکومتونو کړنې، په نړیواله ترهګرۍ کې راځي.
د بین المللي حقوقو کمیسیون د ترهګرۍ د تعریف له مخې اوس مهال په لُمړي قدم کې پاکستان نړیوال ترهګر هیواد دی او د امریکایانو د نړیوالې ترهګرۍ د تعریف پر بنسټ په خپله د امریکا دولت د نړیوال ترهګر دولت په توګه راپېژني.
په هر حال؛ هغه ترهګریزې کړنې چې له امله یې بې ګناه نړیوال ووژل شي او یا له ډول ډول روحي او جسمي زورونو سره مخامخ شي، د نړۍ پر بې ګناه هیوادونو باندې یرغل وشي نړیواله ترهګري بلل کیږي.
اوس به د یو شمېر ترهګرو هیوادونو پر نړیوالو ترهګریزو کړنو باندې وغیږو، چې له هغو څخه د چنګېزخان؛ ګوډ تيمور؛د امریکایانو لخوا د سورپوستو ټول وژنې؛ د انګریزانو استعماري کړني، په ځانګړي توګه په اسټرالیا کې د ځایي خلکو نسل وژنې؛ په افریقا کې د فرانسویانو جنایات ؛ د هټلر، موسولوني او د ایټالیې بناپارت ناپلیون کړنې؛ د اسرائلي صهیونستان جنایات او نورو تېري کوونکو اعمال چې د نړۍ په ډيرو برخو کې يې لويه ويره او وحشت خپورکړى ؤ، د یادو شویو هیوادونو پر ترهګریزو کړنو باندې به په پراخه توګه رڼا واچوو.
دچنګېزخان نړیواله ترهګري او د مغلو د یاسا قانون
په نړۍ کې د مغلو ټول وژنې نړيوالهترهگري وه؛ چنګېزخان د یاسا قانون ولیکلو او د نوموړي قانون پر بنسټ یې خپل پوځ د نړۍ دلاندې کولو لپاره په پټو سترګو د اطاعت لپاره منظم او چمتو کړ، او د قانون له مخې، پوځیان مجبور وو چې تر مرګ پورې په پوځ کې پاتې شي، چنګېز له مغلو څخه ژمنه اخیستي وه چې که امر وکړي نو بې له ځنډه به پلار زوی او زوی به پلار وژني.
مغلو له دې امله د چنګېز اوامر په پټو سترګو منلي وو چې له یوې خوا چنګېزخان خپل ځان د ځمکې خدای بللی ؤ او دوی په دې عقیده وو چې چنګېز د آسمان د خدای لخوا ځمکې ته رالېږل شوی دی، له بل پلوه د یاسا د ظالمانه قانون له امله، لویه وېره هم ورسره مل وه، چې د نوموړي قانون څخه د سرکښۍ په صورت کې، ځای پر ځای وژل کیدل، ، په دې اړه د مغلو د قانون په لمړۍ ماده کې راغلي دي:
«هر څوک چې د یاسا څخه سرغړونه وکړي، سر یې له تن څخه جدا دی. دا شان آسمان بې له یوه خدای څخه بل خدای نه لري، ځمکه هم بې له یوه خدای څخه بل خدای نه لري او هغه خدای زه یم.چنگیز خان»
د یاسا تر قوانینو لاندې مغلو وکړی شول، چین او کوریا ونیسي(۱۲۳۳/م)، او له چاپانیانو سره بحري جګړې وکړي، تر برما او جاوا پورې ورسیدل.
په (۱۲۳۷/ م) کال کې د روسیې د ویلادیمیر او د مسکو ښارونه وسوزوي او د اوکراین هیواد وځپي، په (۱۲۴۰/ م) کې یې د کیف ښار ونیو او ټوله روسیه یې سلامي او تسلیم کړه.
په کال (۱۲۴۱/م) کې یې لهستان او المان هم وځپل او د (برسلو) ښار یې ونیو، تر برلین او ساکس پورې وړاندې ولاړل، دا شان مغلو مجارستانیان مغلوب کړل او د بوداپست ښار یې لاندې کړ، (ویانا) ته نږدې د (ادریاتیک) غاړو ته ورسیدل، هغه ؤ چې مغلو ټوله آروپا په لوی وحشت او وېره کې واچوله... .
عباسي خلافت یې له منځه یوړ تر فلسطین پورې ورسیدل(۱۲۵۹/م)، خو د مصریانو لخوا د مغلو سل زره عسکر له منځه یوړل شول او د هغوی قوماندان (کیتوبوقای) یې ژوندی ونیو.
تر سند پورې وړاندې ولاړل، خو د وړاندې تګ مخه یې د هندوستان د غوري پښتنو لخوا ونیول شوه.
چنګېز هغه مهال خپل زوی (تولی) ورټلو چې په هرات کې یې د یاسا قانون نه ؤ پلی کړی، د هرات ښار د سولي له لارې د تولي مغل لخوا ونیول شو او ډېرې جګړې په کې ونه شوې، څه موده وروسته د هرات خلکو پاڅون وکړ او په هرات کې یې مغل ووژل، او ملک مبارزالدین او ملک فخرالدین یې خپل مشران وټاکل او لوړه یې وکړه، چې تر مرګ پورې به د دښمن سره جګړې کوي... .
چنګېزخان د (ایلچیکلدای) په قوماندانۍ اتیا زره عسکر په کال (۶۱۹،ه) کې د هرات دخلکو د ځپلو لپاره ولېږل، د اوو میاشتو او اولسو ورځو محاصرې څخه وروسته یې هرات ونیوه، اوه شپې، ورځې د مغلو ویجاړوونکي لښکر بې له وژولو، ورانولو، لوټولو او سوزولو څخه بل کار ونه کړ او (۸۰۰،۰۰۰) تنه هراتیان یې ووژل، وروسته د خلکو له ټولوژنې څخه، مغل له هرات ولایت څخه ووتل او د (اوبه) سیمې(ننۍ د اوبه ولسوالي) ته ورسیدل، له هغه ځایه یې بېرته (۲۰۰۰) کسیز پوځ د هرات ښار ته راولیږه، تر څو هغه هراتیان چې د خپلو پټو ځایونو څخه راوتلي وي، ووژني، هغه وو چې تقریباً درې زره هراتیان، د مغلو لخوا په دوهم ځل یرغل کې ووژل شول، یوازې په ټول ښار کې (۱۶) تنه ژوندي پاتې وو چې په هغې کې مولانا شرف الدین د (جفرتان) د کلي خطیب چې د مسجد د ګنبدې په چت کې پټ شوی ووهم ؤ، نور هیڅوک ژوندې پاتې نه وو.
د یاسا له قانون څخه د سرغړونې له امله د چنګزخان یو تن مغل قوماندان چې پر یوه شیدې رودونکي ماشوم باندې د څو لحظو لپاره د خپلې عاطفې او رحم تر اغېزې لاندې راغلی وو ووژل شو.
وایي چې د نیشاپور له تباهیو وروسته د مغلو یو قوماندان، چنګېزخان ته خپله کېسه په دې ډول اوروله: ... یو کور ته وردننه شوم د کور ټول کسان مې ووژل، په هغه کور کې یو ماشوم ؤ چې له خندا څخه یې په ډکه خوله راته کتل او د خپلې نېزې څوکه مې د هغه ماشوم په خوله کې کېښودله، هغه شیدې رودونکی ماشوم په دې ګمان چې د مور تی یې په خوله کې دی د نیزې د څوکې د سړې اوسپنې په رودلو یې پېل وکړ، د ماشوم په دې کار سره مې عاطفه په خوځښت راغله او نږدې وو چې د هغه له وژلو څخه تېر شوی وای، خو زه خپلې عاطفې ته تسلیم نه شوم او نېزه مې د هغه په ستوني کې وردننه کړه او کار مې ورسم کړ.
چنګېزخان د دغو خبرو له اوریدلو څخه په قهر شو، ویې ویل: مشر(قوماندان) چې رحیم او مهربان شي او د عاطفې تر اغېزې لاندې راشي ما په کار نه دی، فوراً یې د هغه د وژلو امر ورکړ.
د یاسا په قانون کې پوځي انضباط او دیسپلین، سختې سزاګانې، د ښارونو د ورانولو
احکام او له بلې خوا د بد اخلاقیو پر وړاندې سزاګانې، ټولو ادیانو ته آزادي ورکول، په جګړو کې، د زاهدانو، طبیبانو، کسب ګرو نه وژل، د تجارتي لارو او مالونو ساتل، او داسې نور ښه او ناوړه کړنې په کې لیکل شوي دي، چې د یاشوي قانون د مُفادو څخه ځینې مهمې برخې رانقلوو:
د یاسا مُفاد:
ــ زناکار که متاهل وي که نه وي، سزا یې مرګ ده.
ــ څوک چې لواطت وکړي باید د مرګ په سزا ورسیږی.
ــ څوک چې بې له اجازې اسیر ته خواړه او یا کالي ورکړي باید ووژل شي.
ــ هغه(چنګېزخان) پریکړه وکړه؛ هېڅ کله په علي بېګ، ابوطالب پر اولاده، فقیرانو، د قرآن قاریانو، حقوق پوهانو، ډاکټرانو، پوهانو، زاهدانو، مؤذنانو او له مړو منځونکو باندې هېڅ ډول مالیات او نور(مکلفیتونه) اړه نه لري.
ــ ټولو ادیانو ته باید حرمت ولرل شي او هېڅ دین ته دې، یو پر بل باندې ترجیع ورنه کړل شي. هغه(چنګېزخان) دغه فرمانونه د خدای د رضاء لپاره صادر کړل.
ــ خپلو خلکو ته حکم کوي، چې د هر کال په پېل کې دې خپلې لوڼه د سلطان(چنګېز) پر وړاندې ښکاره کړي تر څو یو شمېر جلکۍد خپل ځان او دخپلو زامنو لپاره خوښې کړي.
ــ د یو چا د وژلو په بدل کې، باید تاوان(دیه) ورکړي، دغه تاوان عبارت دی: د یو مسلمان د قتل په بدل کې څلویښت بالش سره زر(=۳۲۰، مثقال) او د یوه چینایې د وژلو په بدل کې یو خر. دا شان د یوه مغل د وژلو سزا مرګ ده.
ــ که یو څوک له چا څخه یو آس غلا کړي، باید د آس څښتن ته د هغه آس په شان نهه آسونه ورکړي، که چېرې د دغه جریمې وس ونه لري د آسونو پر ځای دې خپل زامن ورکړي، خو که زامن یې هم نه درلودل نو هغه غل دې د پسه په شان ووژل شي.
ــ چنګېزخان درواغ، غلا او زنا منع کوي او د خپل ګاونډي سره د ښه سلوک کولو فرمان ورکوی. حکم شوی دی چې خلک (مغل) دې یو بل ته ضرر ونه رسوي او له خپل منځي خطاګانو څخه دې سترګې پټې کړي. د هغو هیوادونه او ښارونو خلک چې په خپله خوښه(بې له جګړې) تسلیم شي، د هغوي له تقصیر څخه دې تېر شي. هغه عبادت ځایونه چې د خدای لپاره وقف شوي دي له مالیاتو څخه معاف دي.
ــ که یو څوک ونه شي کولی چې د شرابو له څښلو څخه ډډه وکړي، نو په یوه میاشت کې دې درې ځله شراب وڅښي، خو که له دغه کچې څخه زیاتی وکړي، مجرم د سزا وړ دی، که څوک په یوه میاشت کې دوه ځله شراب وڅښي، بهتره ده، خو که دا کچه یو ځل ته راټیټه کړي، د ستاینې وړ دی، خو که څوک هېڅ کله شراب ونه څښي له هغه څخه به بل څوک ښه سړی وي؟ خو دا ډول سړی به چېرته پیدا کړو؟ که داسې څوک پیدا شي د ډېر لوی درناوي وړ دی.
ــ د پلارله مرګ څخه وروسته، زوی کولی شي چې دپلارښځې(میرې) بې له خپلې مور څخه خپلې کړي، له هغوی سره ودونه کولی شي او بل چا ته یې هم ورکولې شي.
دا شان ښځې د سړیو لخوا اخیستل کیدلې، که د ښځې میړه به مړ شو نو د لېوره سره یا د خپل بن زي سره یې واده کولو، همدارنګه دوی کولی شول چې کونډې ښځې بل سړي ته هم ورکړي. د څو ښځو نکاح رایجه وه، مور، خور او لور محرمې وې. خو ناسکه خویندې نه وې محرمې او له هغوی سره یې واده کولی شو، د وړو ماشومانو نامزدي د مور او پلار لخوا ترسره کیدلې.
چنګېز او دې ده اولادونو د یاسا هغه ښې برخې د مسلمانانو په هیوادونو کې نه کارولې او پرعکس یې کړنې ترسره کولې، لکه چې په بلخ او د منځنۍ آسیا په هیوادونو کې یې د یاسا پر خلاف باندې ټولوژنې وکړې، چې په خپله خوښه مغلو ته ورتسلیم شوي وو.
وایي چې: مخکې له هغې چې چنګېز پر بلخ باندې برید وکړي، د بلخ اوسیدونکي، لوړ پوړي افسران، روحانیون او تجاران د ګران بیو ډالیو، خوراکي توکو او د څارویو له وښو سره یو ځای د بلخ له ښار څخه د چنګېزیانو د ښه راغلاست لپاره ورووتل، دوی چنګېز ته خپله تابعداري او د ښار د تسلیمۍ وړاندیز وکړ او یوازې د ښاریانو د سر امن یې ترې وغوښت، چنګېز په ظاهر کې د بلخ د خلکو دا غوښتنه ومنله او دوی ته یې د امان وعده ورکړه، هغه وو چې د بلخ د ښار دروازې د مغلو پر وړاندې پرانستلی شوې او د مغلو لښکرې دغه مشهور ښار ته وردننه شوې او دغه بدقوله او غدار دښمن، سړي، ښځې، ماشومان، ځوانان او سپینږیري ټول دښتې ته بوتلل او وږي تږي یې په دښته کې وساتل تر څو د خپلو ښځو، ماشومانو او هیوادوالو د وژلو انتظار وباسي، د څو ورځو په اوږدو کې په دغه لوي ښار کې نه ټاپوګان(برجونه) پاتې شول او نه دیوالونه، نه ارګ پاتې شو او نه حصار... او هر څه په خاورو ایرو بدل شول... (چې د بلخ د وران شویو دیوالونو پاتې شوني وروسته له تقریباً له(۸۰۰) کالو راپه دېخوا هم لیدل کیږي)
چنګېز د ښار بې وسلې خلک چې دښتې ته ایستل شوي وو پر خپلو لښکرو ووېشل او ټول یې ووژل او دښمن ته د تسلیمۍ سزا یې ولیدله.
په داسې حال کې چې د یاسا په یوه برخه کې د نور مسایلو تر څنګ راغلي دي:
«د هغو هیوادونه او ښارونو خلک چې په خپله خوښه(بې له جګړې) تسلیم شي، د هغوي له تقصیر څخه تېر شئ.»
د مغلو نسب او د ترهګریزو کړنو عوامل
د مغلو د ترورستي کړنو عوامل د دوی ناوړه عقیدې وې، چې خپل نسب یې لُمړی پر حیواناتو پورې تړلی او بیا یې ترخدای(تنګري) پورې رسولی ؤ، نو له دې کبله دوی خپل بریالیتوبونه د خدای سره تړلی بولي.
مغلو د خپل نسب په اړه وایې: هغه ځای چې د (اونون) دریاب سرچینه ده، د سپیڅلي غره (بورقان قلدون) چې د آسمان خدای(کوکوتنګري) د استوګنې ځای دی، یو نرلیوه او یوه غرنۍ غوا (ګوزن) سره ولیدل دواړو یو بل سره خوښ کړل او یو ځای شول، د دغو دوو حیواناتو د یو ځای کیدو له امله د مغلو بنسټ رامنځ ته شو او د مغلو لمُړی نیکه (عاقل، دوبون) نوم درلود، چې وروسته (دوبون) د (آلن کوآ) نومي ښځې سره چې د غربي بایکال دریاب، د ځنګل له اوسیدونکو څخه وه، واده وکړ، دوبون له هغې ښځې څخه دوه زامن وشول، خو وروسته له هغې چې د هغې میړه مړ شو دغې کونډې ښځې درې نور زامن هم وزیږول، دغه درې زامن یې ډېر لوی لوی معرفي کول او ویل یې: دغه درې تنه زامن یې د معجزې په ډول د آسمان خدای (تنګر) د یوځای کیدو له امله پیدا شوي دي، هغه داسې چې د څوارلسمې سپوږمۍ په شپه خدای (تنګري) د هغې خیمې ته وردننه شو، د هغې په ګېډه(نس) باندې یې لاس ووهلو او د هغې د شُغلو رڼا د هغې رحِم ته لاره پیدا کړه... .
چنګېز په دې ګروهه ؤ، چې د ځمکې خدای دی او د آسمان خدای(تنګري) له لوري دنده ورکړی شوي ده چې د ځمکې ټول هیوادونه لاندې کړي، په دې اړه په یاسا کې راغلي دي: «آسمان بې له یوه خدای څخه بل خدای نه لري، ځمکه هم بې له یوه خدای څخه بل خدای نه لري او هغه خدای زه یم!.چنگیز خان.»
مورخ عطاملک جویني په دې اړه وایي: «... په دې وخت کې د مغلو له معتبرو کسانو څخه یو سړی د باندې راووت، هغه وویل: په سخته سړه هوا کې لوڅ او لنډلغړ هغه غره او بیابان ته څو ورځې پرله پسې تلم او راتلم، چې په هغه ځای کې خدای له ما سره خبرې وکړې، خدای وویل: د ځمکې ټول مخ مې تموچېن(چنګېز) او د ده زامنو ته ورکړ او د هغه نوم مې چنګېز کیښود ... .»
دا شان بل ځای وایي: «... چنګېزخان، نه یوازې په دې باور ؤ چې نوموړی د خدای پېغمبردی، بلکه ځینې هغه خلک چې د چنګېز لخوا وژل شوي او لوټل شوي دي په دې عقیده وو چې دا د خدای له لوري څخه پرمتمدنو خلکو باندې بلا رانازله شوي ده... .»
چنګېز د مغلوبو هیوادونو خلکو ته یې ویل: تاسې د خدای ګناه کاران یاست او زه د خدای لخوا پر تاسو باندې د سزا ورکولو لپاره ګمارل شوی یم.
د چنګېز ترهګریزې کړنې؛ وژل، ورانول ...
د بامیانو د خلکو لخوا د چنګېز لمسی(موتوجن) د چغتای زوی د غشیو د ټپونو له امله مړ شو، ... نو وروسته له هغې، د مغلو لښکر د بامیانو د ښار پر دیوالونو باندې لکه د میږیو په شان وروختل او دغه تاریخي ښار یې ونیوه، سړي، ښځې او ماشومان یې ذبحه کړل او د ښځو نسونه یې په قیمتي جواهراتو پسې د نیزو پر څوکو وڅېرل، له هغې وروسته یې د سپیو او پیشوګانو او نورو هر ډول حیواناتو پر وژلو پېل وکړ، بیا د نباتاتو د له منځه وړلو وار راورسید، ونې یې له بېخه وایستلې او نور ټول شنه بوټي یې له منځه یوړل، نو ورپسې د جماداتو د ورانولو وار راورسید، ټول کورونه، برجونه، دیوالونه یې وران کړل، دا تباهې ځکه تر سره شوې چې لوی خان امر کړی ؤ، چې د بامیانو ښار دې داسې وران شي، چې وروسته له دې د ژوندیو د استوګنې ځای په کې پاتې نه شي او بیا یې د دغه له منځه تللي ښار نوم منحوس ښار کیښود او پخپله د غزني پر لور وخوځید.
کله چې د چنګېز زوم تغاجار د نیشاپور په جګړه کې ووژل شو نو د تغاجار ښځه اود چنګېز ښځه د نشاپور په ښار کې حاضرې وې او د ښار د ورانولو امر یې وکړ، په دې اړه عطاملک جویني لیکلي دي: حکم وشو چې ښار دې داسې وران شي چې د زراعت ځمکه دې ترې جوړه شي او په قصاص کې دې سپي پشې هم ژوندي پاتې نه شي.
دنشاپور ښار د تباهیو او ویجاړیو په باب وایي: تغاجار چې د چنګېز زوم ؤ د نشاپور په جګړه کې ووژل شو چې وروسته د چنګېز لور پخپله د خپل میړه د غڅ اخیستلو لپاره راغله او د نشاپور پر ښار باندې یې برید وکړ، امر یې وکړ، چې نه یوازې انسانانو، بلکه ځناور هم له منځه یوسئ ... مغلو ټول نیول شوی کسان دښتې ته بوتلل او تر وروستی تن پورې یې ووژل، د ښار حیوانات یې مړه کړل او بیا د چنګېز د لور د امر سره سم یې پر وران شوی ښار باندې اوبه سمې کړې، او یوي(قُلبه) یې کړ چې د زراعتي ځمکې سره یې توپير ونه شي ... .
دا ډول، هغه مهال چې مغلو د مرو ښار اوسیدونکي ووژل او ښار یې وران ویجاړ کړ، وروسته له (۴۱) ورځو څخه مغلو یو تن مؤذون د آذان په ویلو مجبور کړ، تر څو د آذان په اوریدلو، پټ شوي خلک له خپلو ځایونو څخه راووځي، هغه وو چې د آذان په اوریدلو سره یو شمېر خلک د خپلو پټنځایونو څخه راووتل او د مغلو لخوا ووژل شول.
وایې چې د مرو ښار څخه یې داسې دښته جوړه کړي وه چې دومره سیوری نه موندل کیده چې یو وحشي حیوان ورته دمه کړي وای.
هلاکو مغل د بغداد د ښار له نیولو څخه وروسته د ښار خلک د سرشمېرنې په نوم له ښار څخه وایستل، د بغداد ښار تر پنځو ورځو او شپو پورې ولوټل شو، د عباسیانو(۵۰۰) کلنې خزانې یې لوټ کړې او تقریباً تر اتوسو زرو پورې خلک یې ووژل.
د مغلو ترورستي شکنجې
د هلاکو مغل مزدورانو او نور ورسره مغلو به په افغانستان او مازندران کې له بې وزلو او ناچارو خلکو څخه مالیې ټولولې، دا بې وزله خلک د مغلو لخوا لوټ شوي وو او هېڅ یې نه درلودل چې مغلو ته یې ورکړي وای، نو سړي به یې وږي او تږي ساتل او سرچپه به یې زوړندول، ښځې به یې په زور له کورونو څخه لوڅې رایستلې او پر خپلو تیونو باندې به یې زوړندولې، نو له ناچارۍ به یې خپل اولادونه خرڅول او د هغوی قیمت به یې د مغلو حکومت ته ورکولو.
دا شان یوه ښځه، خرساني فاطمه، چې د کیوک مغل د مور په حرامسرای کې شامله وه او د درناوي وړ کسانو له ډلې څخه وه، د جادوګرۍ په تور یې داسې سزا ورکړه چې، څو شپې او ورځې یې، لنډه لغړه(لوڅه) وږي او تږي د خلکو پر وړاندې تر شکنجې لاندې ونیول شوه او په پای کې یې د زیږون(تولد) ځای وروګنډلو، په څرمن کې یې تاؤ کړه او، اوبو ته یې وروغورځوله.
په ترمذ کې یوه ښځه څو تنو مغلو ونیوله او غوښتل یې چې ویې وژني، هغې ښځې د دې لپاره چې ژوندۍ پاتې شي، مغلو ته یې وویل: ما مه وژنئ، زه به تاسو ته یو لوی مروارید درکړم.
مغلو پوښتنه وکړه: هغه مروارید په کوم ځاي دی؟.
ښځې وویل: لاندې مې تېر کړی دی.
مغلو د هغې ښځې ګېډه ورڅیرې کړه او مروارید یې ترې راویوست، وروسته له هغې چنگيز امر وکړ چې د ښځو نسونه دې وڅېرل شي، تر څو قیمتي جواهرات یې له نسونو څخه وایستل شي، نو وروسته له هغې به مغلو د ټولو وژل شویو کسانو خېټې هم څیرې کولې.
یو تن پروانه نومی چې د خپلو خلکو سره یې خیانت کړی ؤ سلجوقي پاچا سلطان رکن الدین قلیچ ارسلان یې ترور کړی ؤ او هیواد یې مغلو ته ورتسلیم کړ، خو وروسته مغل پرې بدګمانه شول او د پسه په شان یې ووژلو، ټوټې، ټوټې یې کړ او بیا یې په اور باندې پوخ کړ، د ده زېمنه (ښوروا) او پخه غوښه یې وخوړل.
دا شان د موصل پاچا الملک الرحیم بدرالدین لؤلؤ، زوی، الملک صالح د چنګېز د زوی هلاکو د پوځ سره یو ځای خدمت او سرښندنې وکړې، چې په پای کې داسې ورځ هم راورسیدله چې نوموړی یې د هلاکو په امر په څرمن او وازدو کې ژوندی تاؤ او وتړلوبیا یې لمر ته واچولو، نو په څرمن او وازده کې چینجي پیدا شول او هغو چینجیو د صالح د بدن غوښې ور ور خوړلې، د څو ورځو وروسته مړ شو!.
د مغلو د ترهګریزو کړنو له امله د خلکو وېره
د مغلو د بریو او د یو شمېر هیوادونو د خلکو د وېرې سبب د سلطان محمدخوارزمشاه لیونۍ تېښته وه چې د سلطان محمد خوارزمشاه پښې د چنګېز د برید له امله داسېستې شوي او لویې وېرې نیولی ؤ او د لویې تښتې لاره یې نیولي وه چې له هر ښار څخه به تېریده، د هغو ښارونو اوسیدونکو به چې د ده وېره ولیدله نو چې هر څومره به د خپلو هیوادونو د دفاع لپاره ټینګ ولاړ وو، خپل مورال او شجاعت به یې له لاسه ورکړل. (دا وجه وه چې د دغه بې همته سلطان د لیونۍ منډې له امله بې شمېره انسانان د لویو تباهیو ښکار شول.)
خوارزمشاه د ایران مازندرانښار ته رسیدلی ؤ، خو چې کله د مغلو له رانږدې کیدو څخه خبر شو، نو له هغه ځایه د آبسکون جزیرې ته ولاړ او د ورپېښې ناروغې له امله په داسې حال کې مړ شو چې د کفنو لپاره یې رخت نه درلود!، نوموړی په کال(۶۱۷، ه) کې ومړ او په هغه جزیره کې یې خاورو ته وسپارلو.
د چنګېز ترورستي کړنو خلک دومره سخت ویرولي وو چې کله به یو تن مغل یو کلي ته ورغلو نو د ټول کلي خلک به یې یو، یو وژل، وایي چې، یو مغل یو تن نیولی ؤ او هغه مغل د هغه سړي د وژلو لپاره وسله نه درلودله، نو هغه سړي ته یې وویل: خپل سر پر ځمکه کېږده او چې ونه خوځېږې، هغه سړي داسې خپل سر پر ځمکه ایښی ؤ لکه سجده چې کوې، مغل ولاړ توره یې راپیدا کړه او هغه یې ووژلو.
دا ډول یوه سړي خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړی دی: زه د اولسو کسانو ملګرو سره په لاره روان وم چې د مغلو یو سپور زموږ خوا ته راورسید، مغل امر وکړ چې، خپل لاسونه یو پر بل سره وتړئ. زما ملګرو د هغه د امر د منلو هوډ وکړ، هغوی ته مې وویل: وګورئ، هغه یو تن دی او موږ اولس تنه یو هغه به وژنو او بیا به وتښتو، ملګرو وویل: ډاریږو.
ماورته وویل: هغه اوس تاسې ټول وژني، خو که هغه موږ ووژنو شاید چې الله تعالَی موږ وژغوري.
خدای ښه پوهیږي چې چا دغه کار ته زړه ونه کړ، خو په پای کې هغه مغل ما په خپله چاړه ووهلو او ومې وژلو، منډه مې وکړه او له مرګ څخه وژغورل شوم.
د محاصره شویو خلکو مقاومت
د غرجستان د (اشیار) کلا مدافعینو د مغلو پر وړاندې تر یو کال درو میاشتو پورې دفاع وکړه، خو له بده مرغه چې د خوراک توکي یې خلاص شول، کله چې خلکو د حیواناتو غوښې هم خلاصې کړې نو د خپلو مړیو د غوښو پر خوړلو یې پېل وکړ، د خپلو مړیو غوښې به یې وچولې او بیا به یې خوړلې خو د دښمن پر وړاندې یې جګړه کوله، وایي چې یوه مطربه ښځه د خپلې مور او یوې مینځې سره په نوموړي کلا کې اوسیدله چې له لوږې څخه یې مور مړه شوه، هغه یې وچه کړه او د هغې غوښې یې په لوړه بیه خرڅې کړې، کله یې چې مینځه مړه شوه د هغې غوښې یې هم خرڅې کړې چې له امله یې (۲۵۰) طلاوې تر لاسه کړې خو لږ وروسته په خپله هم مړه شوه.
د پنځلسو میاشتو په موده کې ټول ښځې او ماشومان مړه شول او یوازې د کلا مشر امیر محمد مرغزی او (۳۹) تنه نور کسان پاتې شول چې په پای کې کلا د دښمن لخوا ونیول شوه.
د لُمړۍ برخې پای
---------------------------------------------------------------------------------
اخځ لیکونه:
تروریزم پدیده است جهانی؛ تالیف اکاډیمیسن، عبدالاحد(عشرتي)
خوشونت دست اموز؛ليکوال، ايوميشو.
شوروي اتحاد اوډاراچونه؛ لیکواله، میرمن رابرټاګورین، پښتو ژباړه.
Http://www.torkghashghaie.persianBlog.ir؛ مغول و قوانین یاسای مغول چنګېزخان
تاریخ جهانگشای جویني.
چنګېزخان، چهرهء خونریز تاریخ؛ تالیف، محمد احمد پناهي، پناهي سمناني.
افغانستان در مسیر تاریخ؛ تالیف، میرغلام محمد(غبار).