دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۱۰)

 
۲ -د کورنۍ جوړښت :
اوس  په  ذهن  کې   پخپله  دا پوښتنه را پیدا کیږی  چې بیا نو د فطرت  لاره  کومه او څه  ډول  ده ؟  ایا  په دې هکله  یې مونږ بلکل  په تیاره کې پرې ایښي  یو چې د سترګو په پټولو سره  په هر شي  چې و غواړو  ، لاس  کیږدو او بیا  همغه د فطرت  غوښتنه و ګڼو ؟  یا  د فطرت په قوانینو باندې  د غور او  فکر کولو په اساس مونږ د فطرت  اصلي  غو ښتنې ته رسیږو ؟  شاید  ډیر خلک د هماغه اول  حالت  منونکی وي  نو په دې خاطر  هغوی د فطرت په قوانینو  د فکر کولو پرته ( کیف ما اتفق  ) هر څه  چې  غواړی   تر لاسه یې کړي  همغه  د فطرت   اراده  ګڼي . خو کله چې یو پلټونکې د حقیقت  د پلټنې  له پاره  راو ځي نو یو څو قدمه مخته هغه  ته  دا  را په  ډاګه  کیږي  چې  ګویا  فطرت  په خپله د خپلې  غوښتنې په لور ګوته  پورته کوي او  هغې  لورې  ته اشاره کوي .
دا په ډاګه ده  چې د ټولو حیواني ډلو په څیر انسان هم د زوجینو  یعنې  د دوه  صنفونو په شکل  پیدا شوې دې  او دهغوې تر منځ د  صنفي  راښکود   د پیدا کیدو  څخه د فطرت  لمړنۍ غوښتنه په خپله د  انسان پایښت دې . خو د انسان څخه د فطرت  غوښتنه  یوازې  دا نه ده  بلکه دهغې  څخه پورته  څه نورې غوښتنې ترې هم لري او دلږ  دقت وروسته مونږ ته   په ډاګه کیږي  چې  هغه غوښتنې  څه او څه ډول دي ؟
دهر څه  تر مخه  چې په کوم  شي   نظر  لویږي هغه  دادې  چې د ټولو حیواناتو  بر عکس د انسان  کوچنې  دپالنې  او روزني   له پاره  ډیر   زیات   زحمت ، مشقت ، ربړ او  توجه ته اړتیا  لري  که  چیرې  هغه یوازې د یوه حیوانی وجود  په څیر  واخیستل شي بیا هم مونږ وینو  چې هغه دخپلو حیواني غو ښتنو او اړتیاو د پوره کولو  یعنې  د غذا  د لاسته راوړو  او دخپل نفس  څخه ددفاع  له پاره د وړتیا د لاسته راوړو  په خاطر څو کالو ته  اړتیا لری.  په  هغه  لمړنیو دوه درې  کالو  کې خو هغه دومره بې وسه وي  چې د مور د پرلپسې  تو جه  پرته ژوندې  هم  نه شي پاته کیداې . 
 دا  ښکاره ده  چې  که انسان د وحشت په هر څومره لمړنۍ  او ابتدائي  مرحله کې هم وي بیا  هم مطلق حیوان  نه  دې  په یوه ډول نه یوه ډول مدنیت  د هغې په ژوند کې حتماً موجود  وی او د همدغې مدنیت په اساس د اولاد  پالنې په فطري  غوښتنه باندې  یې  لا محاله نورې غوښتنې هم  ور زیاتیږي  . یودا چې  د کوچني  په روزنه کې د ټولو هغه تمدني وسایلو  څخه  کار واخیستل  شی  چې دهغې پالونکې ته  میسرې وې ، بل دا چې کوچنې داسې و پالل شي  چې  په کوم تمدنې ماحول کې هغه  پيدا شوې  هلته  د تمدن د کارخانې د  پرمخ بیولواو د پخوانیو کارکونکو د ځاې دنیولو  له پاره تیار  وي . بیا نو تمدن  چې څومره پرمخ تللې او  اعلې درجې ته رسیدلې وي  نو دغه دواړه غوښتنې هم په همدغه اندازه درنې او مهمې وي . که له یوه   اړخه د  اولاد  روزنې اړونده وسایل او لوازم مخ  په زیاتیدو  وي نو د بله اړخه تمدن  نه یوازې  د خپل پایښت  له پاره د خپلې سویې مطابق  ښه  روزل  شویو او پوه کارکوونکو ته  اړتیا لري بلکه دخپل نشو نما،  او وړاندې تګ  په خاطر دا غوښتنه کوي  چې هر نسل د پخوانې نسل  څخه په  ښه توګه  را پورته  او وروزل  شي  یا په  نورو ټکو ، دهر کوچنې  پالونکې  هغه  کوچنې  د خپله ځانه ښه  روزي ، او دا هغه ایثار او قرباني  ده  چې د انسان څخه دخپل ځان د پالنې  د  جذبي  ځارول  هم  غواړی .
دا  دانساني  فطرت غوښتنې دي  او ددې غوښتنو  اولین مخاطب  ښځه  ده ، سړې  د  یوه ساعت  له پاره   د ښځې  سره یو ځاې   کیږي او بیا د تل  له پاره دهغې  څخه او ددغه  یوځاې کیدو د مسؤلیت  څخه  جدا کیداې شی خو  ښځې ته  ددې  یو ځاې کیدو طبیعې  زبیښه  په کلونو کلونو بلکه  د تل  له پاره  پاته کیږی . دحمل د پیدا کیدو وروسته لږ تر لږه   تر پنځه کالو پورې دغه  پایلې د هغې  پسې  ور نښتې وي  ، نو که  چیرې  د تمدن  ټولې غوښتنې  پوره کول  وي نو بیا خو دهغې معنې داده  چې تر نورو پنځلس کالو پورې هغه ښځه  چې د یوه ساعت  له پاره یې د سړې تر څنګ  په  خوند او لذت  کې تیر کړې و  ددې مسؤلیتونو بار په  اوږو  اخلي  ، پوښتنه داده  چې د یوه ګډ کار د مسؤلیت  د  تر سره  کولو له پاره به څنګه یوازې  یو اړخ  تیار شي ؟  تر څو پورې  چې ښځه  د میړه د بې وفائي  له ویرې  څخه خلاصون   و نه مومي تر هغې به هغه ته دخپل کوچني  د پاللو پوره ډاډ نه وی او تر هغې  چې  هغه دخپل  ژوند د اړتیاو د برابرولو دمسؤلیت څخه فاغه نه وي نو دداسې لوې بار د پورته کولو  له پاره  به  څنګه تیاره  شي ؟
دکومې  ښځې  چې کوم  قوام(Protector Provider ) یا کوم ساتونکې ،ملاتړ کونکې  او تهیه کونکې  نه وي نو هغې ته پرتله له شکه د حمل اخیستل  یو مصیبت او پیښه  بلکه  یوه  ستره بلا وي  چې دهغې  څخه د خلاصیدو غوښتنه  په هغې کې  په طبیعي توګه را پیدا کیږي . نو بیا به هغه  دغه ډول  کوچنې  ته څنګه ښه راغلاست ووایې .
بې له شکه  چې  دا  یو  ضرورت   دې .....که د  انساني نسل  د بقا ، تمدن   او پر مختګ  له پاره  اړتیاو ي....نو   پرته  له شکه دې ته هم  اړتیا ده  چې کوم  سړې   چې کومه ښځه  حامله کړي  نو بیا به  هماغه ددې ښځې  سره په ګډه دا بار  پورته کوي  خود دې ګډون  له پاره  به هغه (سړې ) څنګه را ضي کړل شي ؟   هغه خو فطرتاً  ځان  غوښتونکې دې . تر هغې  چې د نسل د بقا  او پایښت  پورې اړه لري نو دهغې برخه کار خو هغه  په  هماغه وخت کې پاې ته ورساوه  چې ښځه یې حامله کړه . دهغې وروسته دغه بار یوازې د ښځې  سره تړلې  دي  او سړې سره په هیڅ ډول تړاو  نه  لري . تر هغې  چې د صنفي راښکون   پورې  اړه  لري  نو دهغې  له مخې  هم  هغه نه شي مجبوریداې   چې دهغې  ښځي  سره یو ځاې  په مسؤلیت کې  را و نغاړل شي .  که هغه  وغواړی هغه (ښځه )  به پریږدي  له بلې سره  او بله به پریږدي د بلې سره به اړیکې پیداکړي او په هرې ځمکې  کې به  (لکه دحیوا په څیر ) تخم  شیندي او د مسؤلیت  له احساس  نه پرته به پر مخ ځي .
نو  که  چیرې دا خبره یوازې د هغې دخوښې پورې پریښوول شي نو هیڅ  علت نه شته  چې  هغه  دې  پخپله خوښه دا  بار  پورته کړي  نو بیا څه شې دا مجبوروي  چې هغه دې دخپلو لاسو تڼاکې  په دغه ښځه او دهغې په بچې  مصرف کړی؟ ولې هغه ددې ښځې  پر ځاې  د یوې بلې ښایسته نجلۍ  سره  خپل اړیکي نه  ساتي ؟  ولې  هغه د غوښې او پوستکي  یوه بیکاره ټوټه د خپلې  مزدورۍ په پیسو و پالي ؟ ولې دهغه د ژړا  په واسطه  خپل خوب  خراب کړي ؟  ولې  دهغې  کوچني  شیطان  په  واسطه  خپل ځان زیانمن کړي  چې هر څه  مات  رامات کړي او ټول کور  د چټلیتا نه ډکوي او د هیچا خبره پرې   اغیز نه کوي ؟
فطرت تر ډیره ځایه ددې  ستونزې دحل  له پاره په خپله   اهتمام کړې دې .  هغه په ښځه کې ښایست ، خوږلنې ، د زړه راښکو توان او  د محبت  له پاره د ایثار او ځان ځارنې  کولووړتیاوې  ودیعت کړي تر څو ددې وسیلې په واسطه  دنارینه   په  خپلغرضه وګړیز توب  باندې سوبه تر لاسه کړي او هغه  پرخپلو دغه  صلاحیتونو کې اسیر او بندې کړي . هغه په کوچنی کې  هم  دتسخیر  یو  عجیب  ځواک  پیدا کړې   تر څو هغه دخپل تکلیف  ورکوونکې ، بربادوونکې او د ... ټولو منفې ځانګړتیا وسره سره  بیا هم خپل مور او پلار دخپل محبت په دام کې راښکیل کړي  خو یوازې  داشیان دومره ځواک نه لری  چې  انسان  دخپلو اخلاقي  ، فطري ، تمدني دندو د ترسره کولو په لار کې د اوږدې  مودې  له پاره د زیان ، تکلیف او قربانې  د ګاللو له پاره  چمتو کړي . اخر دانسان سره دهغې  ازلي دښمن هم ملګرې دې  چې د فطرت د لارې  څخه یې دکږولو فرصت  یو  ثانیه م  له لاسه  نه ورکوي .
دا د دین معجزه ده  چې  هغې انسان ، ښځه او نارینه دواړه ، د نسل او تمدن  له پاره قربانۍ ته  تیار کړی او ددغه ځان غوښتونکې ځناور  څخه  یې انسان  جوړ کړې . دا د الله  جل  جلاله  له اړخه را لیږل  شوې  پیغمبران دي  چې  هغوې د فطرت ارادې  په سهي توګه و پیژندلي او د ښځي او نر تر منځ  یې د صنفي  اړیکو او تمدني کومکونو  سهي  شکل   ددوې تر منځ  نکاح   وښووله . د همغوې د ښوونې او روزنې په واسطه د نړۍ په   هر ولس او د نړۍ  په هرې  څنډې کې   نکاح  رایج  شوه ، دهمغوې   د ښوولې  شوو  اخلاقي اصول  په  واسطه   په انسان کې دومره روحاني  وړتیاوې  را پیدا شوي  چې  هغوې د دغه خدمت ، تکلیفونه اوزیانونه و زغمي اوکه نه حق خو دادې  چې  دمور اوپلار  څخه دکوچني   بل کوم  لوې دښمن نه شته . دهمغوې  له لورې د ټولنیزو اصولو او ظوابطو په اساس دکورني نظام  بنسټ  ایښول  شوې  چې د  همدې نظام د  سختې  نیونې  په اساس  نجوني او هلکان   په  دغه   دمسؤلیت  نه  د ډکو اړیکو په ټینګولو  او ګډ  عمل  کولو باندې  مجبوروي .  او که  نه د ځوانۍ دحیواني غوښتنو ځواک  دومره  سخت وي  چې یوازې د اخلاقي  مسؤلیت احساس دکوم  بهرني ډسپلین  نه پرته هغوې د دشهوت د ازاد  استعمال  څخه نه شی ایسار ولاې . د شهوت  جذبه   په خپل  ځاې د ټولنې  دشمنه (Anti Social) ده  . دا د ځان غوښتنې او انفرادیت   په لور د میلان  پیدا کولو  جذبه ده  چې په کې ثبات اوپایښت  نه شته  د مسؤلیت احساس  نه لري ، دا یوازې د وختې خوند اخیستلو په خاطر دي . ددې بلا مسخر کول اوپه ټولنیز ژوند کې ورڅخه کار اخیستل  څه اسانه کار نه دې . دا دنکاح  قانون او  کورنۍ نظام دې  چې کولاې شي  دا( دیو) او (پیرې)   په بوتل کې ننه باسي . دهغې  څخه شرارت او بد نظمي وکاږي او هغه د نارینه او ښځې دهغه  خپل منځې کومک او ګډ  عمل تابع کړي  چې د ټولنیز  ژوند د تعمیر  له پاره   ورته اړتیا ده که دا نه وی نو د انسان تمدني ژوند پاې ته رسیږي او د  حیوان   په څیر به اوسي او بالاخره  د انساني نسل  موجودیت  به له   ګواښ سره مخ شي .
نو د جنسي میلان د بې اعتدالۍ د مخنیوې او دهغې د فطري  غوښتنو د تسکین اواشباع  له پاره  چې کومه  لاره په خپله فطرت  ټاکلې ده هغه داده  چې د  ښځې او نارینه  تر منځ د نکاح  له لارې تلپاتې اړیکې ټینګ  کړل  شي او دهمدې اړیکو له لارې کورنې  ژوند  جوړښت و مومي .
 دتمدن  ددغه  پراخه کارخانې د پرمخ  بیولو  له پاره چې کومو  پرزو ته اړتیا ده  هغه د کورنۍ په همدغې کوچنۍ  فابریکه  کې  جوړیږي  . دلته د نجونو  او  هلکانو ځوانې ته  د رسیدو سره سم د  دغه فابریکې  چلوونکو ته دا فکر پیدا کیږی  چې د امکان تر حده پورې هغوې ته داسې  جوړې پیدا کړي  چې یو د  بل  له پاره ډیرې مناسبې وي تر څو د هغوې  د یوځاې کیدو  څخه ډیر بهتر او ښه نسل و زیږیږي  ، بیا دغه نسل ددغې فابریکې د غړې په څیر هڅه کوي  چې څومره  یې بهتر ولاې شي  همغومره یې بهتره  کړي . پرځمکې باندې دخپل  ژوند دهماغه  لمړنۍ  شیبې  څخه کوچني ته په  کورنۍ کې د محبت  ، ساتنې  او روزنې  داسې  چاپیریال  په لاس ورځې  چې دهغې د ودې له پاره د( آب  حیات)  په څیر ارزښت لري  . په حقیقت کې په کورنۍ کې هغه خلک  د کوچني   تر څنګ  وي  چې نه  یوازې ورسره  مینه کوي  بلکه د زړه د تل نه  غواړي  چې کوچنې  چې  په  کومه مرتبه کې پیداشوې  دهغې نه  لوړه مرتبه  ورته په لاس  ورشي . په نړۍ کې دغه  جذبه  یوازې په مور او پلار کې پیدا کېداې شي  ځکه دا همغوي دي  چې  غواړي  اولاد  یې له هره اړخه  په بهتر اوښه حالت کي او دهغوې نه په پورته درجه کی وروزل  شي .
په دې توګه هغه پرته له ارادې  او  په غیر شعوري توګه  را تلونکې نسل د اوسني نسل څخه دبهتر کیدو او  د انساني پر مختګ  له پاره د لارې د جوړولو هڅه کوي ، دهغوې په دغه هڅه کې هیڅ ډول  خپل غرضي نه کتل  کیږي . هغوې د خپل ځان  له پاره څه نه  غواړي  بلکه  د خپل اولاد  د  بري او  خوښئ  هیله من  دي .  او دهغې نه یو بریالي  او غوره انسان  جوړول دخپل محبت بدله ګڼي.  دغسې مخلص کارکونکي او بې غرضه خادمان به تاسې ته  د کور د کارخانې څخه بیرون   چیرته  په لاس ورشي  چې د بشریت   د ښییګڼې  له پاره  نه  یوازې   بې عوضه کار کاوي . بلکه خپل وخت ، ارام ، ځواک  ، وړتیا او هر څه په دې  لاره کې  ځاروي او په  هغه  څیز خپل هر څه  ځارول غواړي  چې میوه یې نوروته  رسیږی او دخپلو ټولو هڅو ښه بدله په دې کې  ګوري  چې  د نورو له پاره  هغه بهتر کارکوونکي او ښه  خادم  جوړ کړي دې ایا په نړۍ کې له دې ستره او پاکه  اداره  بله پیدا  کیداې  شي .
انساني نسل دخپل  پایښت  له پاره او انساني تمدن  دخپل تسلسل  او  ارتقا  له پاره هر کال  دغسې  په میلیونو میلیونو  جوړو ته  اړتیا لري  چې په خپلې خوښې او  رضا سره خپل  ځان ددغه خدمت او مسؤلیتونو له پاره  را وړاندې کړي ، او د نکاح په کولو  سره دغه ډول نورې ډیرې کارخانې  جوړې کړې.   دغه ستره کارخانه  چې په نړۍ کې کار کوي  په همدې تر تیب  مخته ځي  چې دغه ډول رضا کار په خپله خوښه  د خدمت  له پاره راپورته شي  او ددې کار خانې  له پاره انسانان تیار کړي . که  چیرې  نوې کار کونکي  نه وي  او د طبیعي  عواملو  له  امله    پخواني کار کونکي بیکاره  شي او د کاره ووځي نو د کار خلک  به ورځ په ورځ کمیږي  او یوه ورځ   به دغه  جوړه  شوې  دنیاګۍ  بې څوکه پاته شي . هر انسان  چې د تمدن دغه ماشین  چلوي  ،  دهغې    دا د نده یوازې  دا نه  ده  چې تر خپل  ژوند  پورې یې و  چلوي  بلکه دا هم ده  چې دخپل ځاې د نیولو له پاره د خپل ځان  په څیر د نورو  وګړو دتیارولو هڅه  و کړي .
په دې تر تیب که وکتل  شي  نو   د نکاح  حیثیت  یوازې  دا نه دې  چې هغه د جنسي  جذباتو  د تسکین  په خاطر یوه روا  او  جایزه لاره ده . بلکه په حقیقت  کې دا  یوه ټولنیزه  دنده  ده . دا په   وګړي د ټولنې فطري حق دې او وګړي  ته په دې هکله هیڅ ډول  واک  نه دې ورکړل  شوې  چې  هغه دې د نکاح  کولو او یا د نه کولو پریکړې حق  د خپل  ځان  له پاره خوندي و ساتي .  څوک  چې دکوم معقول علت پرته دنکاح کولو  څخه مخ  اړوي  نو هغه د ټولنې  غدار او بیکاره عنصر  (Parasites)  دي  هر څوک  چې پر ځمکه پیدا  شوې هغه د لمړنۍ  ساه اخیستو وروسته دځوانۍ تر  رسیدو پورې   ددغه  بې حده  او بې حسابه  پانګې  څخه ګټه  پورته کړي  چې  تر هغې  پخوانیو  نسلونو  ورته   تیاره کړې  ده  . د همغوې د جوړ شوي  کړچار  په بنسټ  هغه دته د ژوندي پاته کیدو ، غټیدو او د  ودې کولو  موقع  په لاس ورغلې . هغه په دې مرحله کې یوازې  ګټه   کړې  او  نورو  ته یې  هیڅ نه ده  ورکړې  . ټولنې  دهمدغې  موخې  له پاره د هغه  ناقص  ځواکونه د  تکمیل  په لور په روانو لو کې خپله پانګه مصرف کړی  چې کله هغه د څه ورکولو وړتیا پیدا کوي  نو بیا  به یې ورکړي اوس  نو که هغه لوې شي او دخپل ځان له پاره د وګړیزې ازادۍ  او خپلواکۍ  غوښتنه  وکړي او ووایې  چې زه  یوازې  خپلې  غوښتنې  پوره کول  غواړم . او دهغو  مسؤلیتونو  بار په   اوږو  نه   اخلم  چې د دې  غوښتنو پورې تړلې وي.  نو هغه په حقیقت کې ددغې ټولنې سره  غدارې کوی ، دهغه د ژوند هره  شیبه  تیرې او بې انصافي  ده . که  چیرې  په ټولنه کې شعور  موجود  وی  نو هغه دغه  مجرم   ته د محترم  سړې او محترمي ښځې او مقدس  روحاني په ځاې د یوه غل  ، ډاکو او  جعل ساز په سترګه  کوري ، مونږ که  غوښتي  وي او که نه ، د ټولنې دهغه پانګې  او ذخیري  وارثین یو  چې زمونږ  څخه  مخکینو نسلونو مونږ ته پرې ایښې دي. اوس مونږ په  دې پریکړه کې څنګه ازاد پاته کیدې شو  چې  دهغه فطرت د  قانون په اساس   چې مونږ ته یې  په میراث  پریښي دي ، دهغې  غوښتنې پوره کړو  یا نه کړو  ؟ داسې نسل تیارکړو  یا نه  کړو   چې د انساني نسل ددغې پانګې  او ذخیرې  وارث  وي  دهغې د سنبالولو له پاره نور وګړي تیار  کړو  یا نه  کړو؟  لکه څنګه  چې  مونږ په خپله ورته تیار کړل  شوي  یو .
۳-د جنسي خپل سریو  مخنیوې  : 
دنکاح  او د کورنۍ د جوړښت سره سم دې ته هم اړتیا ده چې د نکاح د چوکاټ  نه بیرون د  جنسي غوښتنو د تسکین  لارې  په کلکه    و تړل شي . ځکه  چې  د هغې پرته د فطرت هغه  موخي نه پوره  کیږي  دکوم له پاره چې  هغه د نکاح  او کورنۍ د  جوړښت  غوښتنه کوي .
د لرغوني  جاهلیت په څیر ددغې نوې  جاهلیت په زمانه کې هم ډیر خلک  زنا یو فطري  عمل ګڼي او دهغوې  له  آنده  نکاح د تمدن  زیږنده او یو  اضافي شي دې.   هغوې فکر کوي  چې  لکه څنګه  چې فطرت  هره وزه د هر وز  له پاره او  هره سپۍ د هر  سپې  له پاره پیدا کړې  . په همدې ډول  یې هره ښځه د هر سړي  له پاره پیدا کړې    او فطري  لار همدا  ده  چې کله  هم  جنسي  غوښتنه وي  ، موقع او فرصت  برابر وي اود  دواړو اړخونو  وګړي په  دې راضي  وی نو دهغوې تر منځ  همداسې  جنسي  عمل تر  سره کیداې شی  لکه څنګه  چې  د ځناورو تر منځ  تر سره کیږي خوحقیقت  دادې  چې دا دنساني فطرت  ډیر غلط تعبیر دې .
دې  خلکو انسان یواځې  حیوان تصور کړې نو کله  چې دوې د فطرت  لفظ  استعمالوي  ، دهغې څخه  یې  موخي  د حیوانې  فطرت  وي  نه انساني  فطرت  . هغو  خپرو ورو   اړیکو ته  چې دوې  فطرت  وایې  هغه  دحیواناتو  له پاره  ضرور  فطري دې خو د انسان  له پاره هیڅکله هم  فطري نه دې .  هغه  نه یوازې د انساني فطرت پر خلاف دې بلکه  دخپلو اخري زبیښو په  اعتبار  سره  د هغه حیواني فطرت  په  خلاف هم دې  چې په انسان کې  موجود  دې .  په دې  خاطر  چې  په  انسان کې انسانیت  او حیوانیت   دوه  جلا  شیان  نه  دی  بلکه په حقیقت کې د دواړو  په یو ځاې کیدو سره یو  شخصیت  جوړتیږي او ددواړو  غوښتنې یو د بل سره داسې تړاو پیدا کوي  چې کله هم د یوه له هدف څخه مخ   واړول  شي نو د بل  موخه  په خپله  له منځه ځي .
په زنا کې انسان  په څرګند  ډول داسې  احساسوي  چې لږ تر لږه دحیواني فطرت  غوښتنه خو پوره  کوي  ځکه  چې د تناسل او دنسل د بقا او پایښت مقصد  یوازې د  جنسي عمل  له لارې پوره کیږی . که دنکاح  په  چوکاټ کې وي او که نه .  خو هغه څه  چې مونږ بیان  کړل  که په هغې  نظر واچول  شی نو و به کتل شي  چې  دا کار  لکه څرنګه چې انساني  فطرت  ته زیان رسوي ، په همدې تر تیب  حیوانی فطرت  ته هم زیانمن  ثابتیږي . انساني فطرت  غواړي  چې په  جنسي  اړیکو کې ثبات او پایښت  شتون ولري تر څو کوچنې  د مور او پلار  د  ګډو  هڅو په واسطه نمو  وکړي او تر یوې مودې پورې سړي نه یواځې د کوچني  بلکه د کوچني  د مور کفالت هم وکړی .  که  چیرې سړې ته دایقین  نه وي  چې  کوچنې ددې خپل دې  نو بیا خو به  هغه د هغې د پالنې له پاره  دهیڅ  ډول ستونزو زغملو ته تیار  نه وي  او نه  به دا  وزغمي  چې دهغې وروسته  دې  د هغه  دمال  وارث  همدې شی  ، په همدې تر تیب که ښځې ته دایقین  نه وې  چې کوم  سړې  چې دا حامله کوي ،ددې او ددې  د کوچني  کفالت  ته تیار نه  دې نو  هیڅکله به د حمل  ستونزې او دهغې د راتلونکو زبیښو د زغم له پاره تیاره نه شی ، که د کوچني  په روزلو کې مور او پلار کومک  و نه کړی نو دهغې  د ښوونې او روزنې   اخلاقي  ، ذهني او اقتصادي حیثیت  به هیڅکله  هغه معیار  ته  و نه رسیږي  چې د هغې په واسطه هغه د انساني تمدن  کوم ګټور   کار کوونکې و ګرځي .
 دا ټول د انساني فطرت  غوښتنې دي او  کله  چې د  دغه غوښتنو څخه په مخ اړولو سره یوازې د حیواناتو په څیر د ښځې او نارینه  تر منځ  موقتي اړیکي  جوړ شی  نو هغه پخپله د حیواني فطرت  د غوښتنې  (توالد اوتناسل)  څخه هم مخ  اړول  دي ځکه  چې په  هغه  وخت کې  (توالد اوتناسل )  دهغه په ذهن کې نه وي ، په دغه وخت کې یوازې  جنسي اړیکي د نفس د غوښتنو د پوره کولواو د لذت او خوند اخیستلو له پاره   وي  چې له یوه سره د فطرت د موخي په خلاف دي .
د نوې جاهلیت  بیرغچیان  په خپله هم دغه اړخ  کمزورې  ویني  او په دې خاطر هغوې ددې  له پاره  یو نوې استدلال  ورزیاتو ې.  هغوې وایې  چې که  د ټولنې دوه وګړی  یو د بل سره په خپله خوښه یو ځاې څو ساعته مزې  چړچې وکړي نو په دې کار کې  به ټولنې ته  اخر څه زیان  ور  سیږی  چې دهغوې په دې خوښۍ کې مداخله وکړي؟ ټولنه به هغه وخت  د مداخلي  حق  لري  کله چې یو وګړي  په بل تیرې کوي ، یا بل غولوي   او یا دکومي ټولنیزی  ستونزې  سبب  شي خوکله  چې دا یوه خبره هم نه وې او یوازې  ددوه وګړو تر منځ  د ساعت  تیرۍ اوخوند معامله وي نو بیا ټولنه دهغوې په منځ  کې  د ورننوتلو  هیڅ حق  نه لري ، د خلکو په شخصې امورو  کې  که  چیرې  مداخلت صورت نیسي نو بیا خوشخصي ازادې هسې  یو بې معنې  لفظ ګرځي .
د وګړیزې  ازادۍ  دغه تصور د( ۱۸ مې او ۱۹ مې)  پیړیو دهغه جهالتونو  څخه یو دې  چې تیارې یې د علم او څیړنې  د لمړنې  څرک  د را پیدا کیدو سره سم له منځه ځي . د لږ څه فکر وروسته یو انسان  دا خبره درک  کولاې  شی  چې  د هغې ازادۍ  غوښتنه  چې  د وګړو  له پاره کیږی هغه په ټولنیز ژوند کې هیڅ ځاې نه لري ، څوک  چې  داسې ازادی غواړي هغوې ته په کار دي  چې ځنګل  ته ولاړ شي او د حیواناتو  په څیر ژوند تیر کړي  ، انساني ټولنه  خو په اصل کې د علایقو او اړیکو دداسې  یوه  جال  نوم دې  چې په  کې د هر  وګړي ژوند  د نورو   بې شمیره وګړو  سره تړلې وي،    هغوې  یو په بل  اغیز کوي او یو د بل  څخه  اغیزمن کیږي ، په دغې ټولنیزو اړیکو  کې د انسان هیڅ کړو وړه ته شخصي او وګړیز نه شی  ویل کیداې او نه دداسې کوم شخص  فعل تصور کیداې  شی  چې دهغې اغیز په ټولنیزه توګه په ټوله ټولنه پرې نه وځي . افعال  او کړه وړه خو پریږده  په  زړه کې  پټ  داسې خیال هم نه شته  چې زمونږ په وجود  او دهغې څخه په منعکس کیدو سره په نورو  اغیز  و نه کړي . زمونږ د زړه او  جسم د یو یو حرکت  پایلې  چې زمونږ څخه منتقل  کیږي تر لرې  لرې  ځایو  پورې رسیږي  چې زمونږ علم د هغې احاطه  نه شی کولاې .  نو په داسې حال  کې  به دا څنګه وویل  شي  چې د یوه وګړی  د یوه ځواک  استعمال  به د هغې دذات  نه پرته په بل  چا باندې څه اغیز نه  کوي ،  په دې خاطر هیڅوک   دهغې پورې کار نه لري او هغې ته باید په خپلو کړو وړو کې پوره پوره  ازادي وکړل شي  . که  چیرې ماته ددې ازادي   نه راکول  کیږي  چې په لاس کې لرګي واخلم  او  چیرته  چې  غواړم  هلته ولاړ شم ، خپل موټر مې  چې څنګه  خوښه وي هغسې و چلوم  ، په خپل کور کې څومره غلاظت  چې را ټولولې شم  راټول یې کړم ،که دا او داسې  نور وګړیز کړه وړه  د ټولنیزو اصولو تابع وی نو  بیا ولې زما شهواني ځواک په ځانګړی توګه   ددې وړ دې  چې  هغه  دکومي ټولنیزی  ظابطی پابندي  و نه کړي او ماته  بلکل  ازادي وي  چې څنګه  یې  چې و غواړم  همغسې  ترې کار واخلم .
دا خبره  چې  یو نارینه  او ښځه که په یوه ځانته پټ ځاې کې  په خپله  رضا او خوښه د خوند او لذت په خاطر  څو  ساعته  وخت تیروي ، په ټولنیز ژوند کوم خاص اغیز نه لري ،    د کوچنیانو په څیر خبره ده .  په حقیقت کې د هغې اغیز یوازې په هماغه ټولنه نه  پریوزې  چې دوې ورپورې اړه لري  بلکه اغیز  یې په ټول انسانیت  پریوزي  او همدا  راز  دهغې اغیز یوازې  په موجوده  نسل  پورې محدود  نه پاته کیږی  بلکه  د راتلونکو نسلونو پورې  هم رسیږي ، نو په هغو  ټولنیزو اړیکو باندې  چې انسان  تړلې دې دهغې څخه هیڅ وګړې په  هیڅ ځاې  کې ، ان  په کوم  خوندې  ځاې کې هم  جدا  نه شي پاته کیداې . په بندو کوټو کې ،ددیوالونو تر منځ  هم  ، هغه همداسې د ټولنیزو ژوند پورې اړوند  دی  لکه څنګه چې په کوم  بازار  یا محفل کې وي . کله  چې   هغه په یوازیتوب  کې  خپل تولیدې ځواک  د یوې  عارضي  او غیر نتیجه لرونکې خوند او لذت له پاره ضایع کوي ، په هغې وخت کې هغه په ټولنیز  ژوند کې د بدنظمۍ د خپرولو او د نسل په حق تلفۍ او ټولنې ته د بې  شمیره اخلاقي ، مادي او تمدني زیانونو په رسولو کې مشغول وي . هغه د خپلې  ځان غوښتنې  له امله      په ټولو  هغه ټو لنیزو  ادارو  باندې ګذار کوي  چې    د ټولنې د یو وګړي په صفت  یې  ترې ګټه پورته  کړي خو دهغوې  په قیام او پایښت کې د خپلې ونډې د اخیستو  او  ادا کولو څخه ډه ډه  کوي .
ټولنې  ، چې د ښاروالۍ  څخه  نیولې  تر ریاسته پورې، د مکتب نه نیولې تر عسکری ځواکه  پورې ، د کارخانو څخه نیولې د علمي څیړنو تر مرکزونو  پورې ، څومره ادارې  چې  جوړې  کړي دي ټولې  یې په همدې باور  جوړې کړي  چې هر وګړې  چې ددې  ادارو  څخه ګټه  پورته کوي نو دهغې په  جوړښت  او پر مختګ  کې دې خپله  واجبې ونډه واخلي، خو کله  چې دې بې  ایمانه  خپل شهواني  قوت داسې استعمال کړ چې په  هغې کې د توالد او تناسل  او  اولادنو د روزنې د مسؤلیت  قبلولو نیت  له سره وي نه ، نو  هغې  په خپل یو ګذار  سره تر خپل حده پورې ددې ټولنیز  نظام ریښې ووهلې او پرې یې کړې ، نوموړې   هغه   ټولنیز تړون  مات کړ  چې  هغه د انسان په  حیث په کې ګډون  کړې  و .     هغه   خپل بار پخپله  د  پورته کولو په  ځاې په نورو د ټول بار د وربارولو  هڅه  کړې.  هغه کوم شریف انسان نه دې بلکه یو غل او خائن دې دهغې سره نیک سلوک د ټول انسانیت  سره ظلم او تیرې دې .
په ټولنیز ژوند کې د فرد  د مقام په پیژندلو سره دا خبره  جوته کیږی  چې  ټول هغه ځواکونه  چې مونږ ته را  کړل شوې  دي هغه یوازې زمونږ د خپل ځان  له پاره نه ، بلکه  مونږ سره د ټول انسانیت  یو  امانت  دې اومونږ به  دهغوې  په هکله  د ټول انسانیت تر مخ  ځواب  ورکونکی اوسو.  که چیرې  مونږ خپل ځان  یا د خپلو ځواکونو څخه  څه ضایع کړو  یا دخپلې  غلطۍ  په اساس  خپل ځانته پخپله  زیان  رسوو نو  زمونږ ددې کار اصلي حیثیت  دا نه دې  چې هغه څه  چې زمونږ و هغه یا خو مونږ ضایع کړی  یا مو زیانمن  کړي بلکه دهغې حیثیت  دادې  چې د ټولې بشري نړۍ له پاره  چې کوم  څه  زمونږ سره امانت  و  په هغې کې مونږ خیانت وکړ.  او د خپل دغې  عمل په واسطه مو ټول انسانیت  زیانمن  کړ . په نړۍ  کې زمونږ موجودیت په خپله په دې خبره ګواه دې  چې   نورو د تکلیفونو  بار پورته کړ او  د ژوند رڼا  یې مونږ پورې را ورسوله  ، نو مونږ  دې نړۍ ته  راغلو،  بیا دولتی نظم  زمونږ د ځان ساتنه وکړه ، د روغتیا ادارې زمونږ  د صحت او روغتیا په هکله توجه وکړه ، په لکونو انسانان یو د بل سره یو ځاې شول او مونږ ته یې د ژوند اړتیاوې را پوره کړي ، ټولو ټولنیزو ادارو  یو د بل سره په تعاون  زمونږ  روزنه وکړه او زمونږ څخه  یې  هغه څه   جوړ کړل   چې  اوس  یو ، نوا یا د ټولو  جایزه  بدله به همدا  وي؟
ایا  دا به انصاف وي  چې  دکوم ځان او دکومو ځواکونو  په وجود، پایښت  او وده  کې د نورو دومره ونډه وي او هغه مونږ ضایع کړو  او یا یې د ګټورو کیدو  پر ځاې  یې مضر وګرځوو؟  ځان وژنه په همدې خاطر حرامه کړل  شوي.  په لاس باندې  شهوت  کونکي  (مستمني ) ته په همدې  خاطر د نړۍ  حکیم  ملعون (ناکح الید ملعون ) ویلي دې. د لوط  علیه السلام  د قوم عمل په همدې بنسټ  بدترین  جرم  ګرځیدلې او زنا هم په همدې خاطر  وګړیزه تفریح  او ساعت  تیرې نه ده بلکه په ټولې انساني ټولنې تیرې او ظلم دې .
پاته په یولسمه برخه کې ولولئ....