
د دولت ترټولو غټه سهوه دا وه چې پدې دیارلسو کالونو کې یې د ملي یووالي او ملي دریځ لپاره څومره چې اړینه وه، هغومره یې څه ترسره نکړل. څرنګه چې زمونږ هیواد والو پدې دیرش کلن ناورین کې په کور دننه او د باندې بیلابیلې ناخوالې، ترخې شپې او ورځې ولیدې او ترڅنګ یې د نورو دولتونو څخه هم پوره زده کړه وکړه، خو د دې سره سره بیا هم د ملت جوړونې په فکر کې نشول. مونږ په کور د باندې په پردیو هیوادونو کې بهرني فرهنګ وځپلو او په کور د ننه د مذهبي، سمتي، ژبنیو او قومي سیاستوالو تر اغیز لاندې راغلو او له یو او بل څخه یې پردي کړو؛ دغو خود غرضو د خپلو شخصي ګټو او د یوشمیر بهرنیو کړیو په لمسون د یو او بل پرضد په مختلفو نومونو زموږ هیوادوال سره په مخالفت کې واچول چې ترننه پورې همدې پالیسۍ ته په ډیرې سپین سترګۍ سره دوام ورکوي؛ خوڅرنګه چې زمونږ د ټولو وروڼو قومونو ګټې یو دي او دا خاوره مو د بهرني دښمن څخه په مشترکه توګه ساتلی، نوځکه د دغو بهرنیو اجنټانو خبرو ته باید غوږ کښېنږدو او د هغوی خواخوږي په حقیقت کې زمونږ د ملت د تجزیې او بې اتفاقۍ لپاره یو جال دی. د لنډ مهالي ادارې په راتګ سره د خلګو سره ډیرې هیلې او ارمانونه وو، خو دولت د دوی په هیلو او ارمانونو خاورې ودوړولې او هغوی ته یې پوره پاملرنه ونه کړه. دولت باید د لومړۍ ورځې څخه د ملت جوړونې او ملي یووالي پالیسي په کار اچولي وای، ترڅو د تیرو لسیزو ناخوالو او خپل منځي تربګنیو ته د پای ټکی کېښودل شوی وای؛ خو دولت دا کار ونه کړای شو. د ټولو ستونزو سره سره بیا هم افغانان پدې پوهیدلي چې د دوی هیواد یو دی او د ټولو ګټې سره تړلي او هره بده ورځ چې راځي ټولو ته یې زیان رسیږي، نو ځکه یی یو ځل بیا په خپله د نږدې کیدو او یوځای والي طرف ته په خپله را دانګلي، خو ترڅنګ یې هغه څوک په ویره کې دي چې د دوی ګټو ته تاوان رسیږي؛ نوځکه په مختلفو طریقو سره هڅې کوي چې قومونه سره وپاشي او په هیواد کې د نفاق اور تود وساتي. په هر حال د ملت جوړونې لارې چارې او د ملت جوړونې په وړاندې پرشته خنډونو به په یو بېل څپرکي کې بحث وکړو او دلته یوازې پرهمدې بسنه کوو.