د دولت اقتصادي او نظامي کمزورتیا

   د دولت د پرلپسې تیروتنو په دوام سره یوه بله تیروتنه اقتصادي او نظامي بنسټونو ته نه پام لرنه وه. هیواد ته په میلیاردونو ډالره مرستې راغلې خو زمونږ نظام ونشو کولای چې په مناسبو ځایونو کې ورڅخه استفاده وکړي او د دولت د کمزوري پالیسۍ په اساس هیواد په اقتصادي او نظامي برخو کې ډیر کمزوری پاتې شوی او هیواد مو تر ننه په بهرنیو مرستو تکیه لري او که خدای مکړه بهرنۍ مرستې ودریدې، نو هیواد د یوه بل جبر په لومه کې راښکیل کیدونکی دی.
څرنګه چې اقتصادي او نظامي ځواک د دولت دغښتلتیا او پر خپلو پښو د ودریدو مهم لاملونه دي، نو لازمه دا وه چې زمونږ دولت دغو برخو ته جدي پاملرنه کړي وای؛ خو په ډیر افسوس سره چې پدې تیرو کالونو کې داسې ونه شول.
مونږ به هغه وخت د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي وړ شو چې لومړۍ خپل نظامي او اقتصادي بنسټونه ورغوو او پرخپلو پښو یې ودروو؛ نو کله چې مونږ د اقتصادي او نطامي ځواک څښتنان شو نو نظام مو خپله ورسره ټینګیږي.
کوم هیوادونه چې نن د زور او ځواک څښتنان دي علت یې همدا اقتصادي او نظامي پیاوړتیا ده؛ نوځکه  مونږ وایو چې دولت د یوې کمزوري پالیسۍ په اساس ډیر وخت ضایع کړی او زیات امکانات یې په خپله د لاسه ورکړي. نړیوالې ټولنې زمونږ سره بې شمیره مرستې وکړې، خو مونږ ترې سمه استفاده ونکړه؛ دولت باید دغه مرستې په خپلو اړینو برخو لګولي وای، ځکه مونږ اړتیا درلوده چې خپل نظامي بنسټونه پرې ورغوو، ترڅو په راتلونکي کې د بهرنیو ګواښونو مخه پرې ونیسو، خو داسې ونه شول؛ نه مو خپل ملي اقتصاد په خپلو پښو ودروه او نه مو نوره اړتیاوې پرې هوارې کړې.
مونږ منو چې فوځ او پولیس رامنځته شول، خو په مسلکي توب یې پانګونه ونه شوه؛ نه سمه ښوونه اوروزنه ورکړل شوه او نه په واک کې سپکې او دراندې وسلې ورکړل شوې. که چیرې پدې څه باندې یوه لسیزه کې زمونږ نظامیان سم روزل شوي وای او ترڅنګ یې پوره اندازه وسائل او امکانات په واک کې ورکړل شوي وای، نو نن به د بهرنيو فشارونو او باندېنیو لاسوهنو کچه تر ډیره راټیټه وای او نظام به د دې جوګه شوی وای چې د خپلې خاورې څخه په پوره مانا سره دفاع وکړي او خپل امنیت وساتي، خو په ډیر افسوس سره چې دا کار ونه شو. بهرنیانو فکر کاوه چې افغانستان زمونږ مستعمره ده او د افغانانو سرنوشت باید تر عمره مونږ وټاکو، نوځکه یې د افغانستان په نظامي ځواک پانګونه ونکړه؛ د دوی د دغې غلطې پالېسۍ په اساس مونږ ته لوی زیان واوښته. په حقیقت کې مونږ هیڅ وخت د چا استعمار ته غاړه نده ایښي؛ نو شاید یو بل علت همدا وي چې بهرنیانو زمونږ نظامي ځواک د خپلو پښو نکړ، که چېرې زمونږ نظامي ځواک پیاوړی وای، نو بیا د دوی شتون ته اړتیا هم نه لیدل کیده. زه وایم که چیرې زمونږ په نظامي او اقتصادي بنسټونو باندې پانګونه شوي وای، له یوې خوا به مونږ دخپلو پښو وای او مونږ به په خپله کړي وای چې د مخالفینو فعالیتونه کمزوري کړو او د هیواد په روان وضعیت کې نرمښت راولو او له بلې خوا به د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکې متحده ایالاتو حیثیت ساتل شوای وای او هم به یې د بې ځایه لګښتونو مخه نیول شوي وای.