
دریمه برخه
په هېواد کې د فساد د سرچینو څخه یې یوه هغه د نړیوالو له لورې د اصولو پر بنسټ د قراردادونو نه کول دي. د نړیوالو له لورې دا ډول قراردادونه له هغه کړیو سره لاسلیک کیږي چې په مختلفو بڼو په اوسنۍ ناکرارۍ کې لاس لري. پوښتنه داده چې امریکا او لویدیځ ولې د یادو کړیو سره قراردادونه لاسلیکوي؟ داسې ویل کیږي چې نړیواله ټولنه له دې لارې کولای شي، پرمختیایي او رغنیزې پروژې بشپړې کړي ځکه دا کړۍ په خپلو اړونده سیمو کې د وسله والو ډول سره لاس لري چې ځینې وخت همدوی سره د توافق او جوړجاړي له مخې امریکایي کاروانونو ته امنیتي ستونزې نه جوړوي. که په اافغانستان کې د سترو پرمختیایي او رغنیزو پروژو وضعیت لږ نظر وکړو نو نږدې ټولې هغه یې د ډول ډول امنیتي ستونزو له امله یا بندې شوي او یا د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. له دې سړی دې پایلې ته رسیږي چې ښایي امریکایان غواړي قراردادونه د یوي وسیلې په توګه کاروي او په مټ یې د زورواکانو په اړوند سیمو کې د خپلو سرتېرو امنیت تامینوي.
همدا لامل دی چې ددې ډول قراردادونو لپاره کوم ځانګړي د پام وړ او ګټور بنسټ او اصول په نظر کې نه دي نیول شوي، یوازې هغه کسانو سره پرې جوړجاړی کیږي چې د لویدیځ په تله پوره وي، په دې لړ کې قراردادونه هغه کسانو ته ورکول کیږي چې په ښکاره د بشری حقوقو څخه په سرغړاوي تورن دي. د زورواکانو په اړه څېړنه کې د ایساف سره یو افغان کارکونکی وایي: کچیرې ایساف دا اړتیاو وویني چې یوې سیمې ته پوځي او لوژیستیکي توکي واستوي، او که یو زورواکی یا جنګي مجرم ددې جوګه وي چې په دې برخه کې د لویدیځ موخه تر لاسه کړي، پروا نه کوي که نوموړی د جنګي کړیو سره لاس لري او یا په جنګي جرمونو تورن وي، قرارداد همدا ډول کسان ګټي.
ددې وضعیت په اړه د ایساف یو جنرال په خپل اعتراف کې وايي: که د قرارداد لپاره د ټاکنې په برخ کې مونږ د داسې دوه کسانو سره مخ شو چې یو یې ډیر په فساد ککړ او بل یې لږ وي، نو مونږ د اول کس سره معامله کوو. یو بل په دې اړه وایې چې: ایساف د قراردادونو په برخه کې خپل زورواکي دوستان نه خپه کوي، ځکه چې دهمدې قراردادونو په بدل دوی له زورواکانو څخه سیاسي او پوځي مرسته تر لاسه کوي.
دا یوازې د نړیوال قراردادیان نه دي چې د مضر مصلحت له مخې د جنګي او پوځي موخو لپاره قراردادونه ویشي بلکې یو شمېر بسپنه ورکونکې موسسې هم ورته ستونزه را پیدا کړې ده. بسپنه ورکونکې موسسې هغه کسانو ته پروژې ورکوي چې د تطبیقولو مسلکي تجربه نلري چې له امله یې د رغنیزو پروژو اغېز له صفر سره ضرب دی. موسسې ددې ډول سلوک په پایله کې د پرمختګ اوږدمهاله پروګرامونه له ګواښ سره مخ کوي ځکه چې د کیفیت له مخې ډیری رغنیزې پروژې خورا بېخونده وي. په ځینې ځایونو کې د پروژو اخیستونکي د خرابو امنیتي حالاتو څخه ګټه اخلي، داسې ډیرې پیښې شوي چې د ډیرو پيسو او بیمو تر لاسه کولو لپاره د پروژو په ساحو کې امنیتي حالات په لوی لاس د پروژو اخیستونکو له لورې خراب شوي تر څو له نړیوالو څخه د خطر په بدل کې ډیرې پیسې تر لاسه کړي.
په دې اړه د بسپنه ورکونکې موسسې یو کارګر وایې: که مونږ اوس د یوې سیمې د امنیتي وضعیت په اړه ووایو چې، امنیت پکې سم دی او د پروژو د پلي کولو لپاره باید پرې فکر وکړو، سمدلاسه په هغه سیمه کې امنیتي حالات په ناببره ډول کړکېچن شي چې په پایله کې یې شرکتونه بیا د پروژو د تطبیق لپاره دیرش سلنه اضافه پیسې غواړي. په اوسنیو امنیتي پیښو کې د نړیوالو د ښکېلتیا د زبات لپاره همدا حالت بسنه کوي.
بله حساسه مسئله د قراردادیانو له لورې د ځینو وسله والو ډلو سره په شراکت باندې د پروژو پلی کول دي؛ د بیلګې په ډول، یو ترکي قراردادي د یوې سیمه ییزې وسله والې ډلې مشر سره پروژه شریکه کړې وه، د پروژې ساحې ته د زغنیزو توکو، عملې او موټرو روسول د وسله والې ډلې د قومندان په غاړه و او تخنیکي چاري د قراردادي،یوه ورځ د دواړو تر منځ د شخړه رامنځته شوه چې له امله یې قومندان، د شرکت د کارکونکو د برمته کولو ګواښ وکړ، ددې موضوع د حل لپاره شرکت قومندان څلویښت زره ډالر ورکړل.
د قراردادونو او پروژو په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ د همغږۍ د نشتون له امله ډیری پروژې د خراب معیار قرباني شوي دي، ځينې پروژو ته د بسپنه ورکونکو کوربه هېوادو څخه د بشپړیدو ضرب الاجل ټاکلی وي همدا لامل دی چې د نړیوالو له لورې د پروژو په تطبیق کې عجله د حسابدارۍ او شفافیت اصول له پښو لاندې کوي.
د هېواد عایداتي سرچینې او زورواکان، دا په راتلونکې برخه کې وړاندې کوو.
Lutfullah44@gmail.com