بې پروا


بې پرواياره چې ته مې له زړه باســــــــــــــــــې
نه چې زه هم زړه دبل ښكلــــــي ډالۍ كـــــــړم
نه چې ستا دناز كيسې له ياده پرې كـــــــــړم
نــــــه چې خپـــــله مې دزړه غوښې پردۍ كړم
بې پــــــــــروا ياره په ياددې يم كه نه يـــــــــــم
خــــــــــداى دې نكړي چې زمالــــه ياده لاړشې
خداى دې نكړي دتصويرنقش دې وران شي
خداى دې نكړي اسوېلو كې مې ويجــاړ شې
ډېرخوبــان ګرزي راګرزي پدې چــــــــم كې
نــــــه چـــې لاس مــــې دتقدير ځنې چاپېركړي
بيابه نه ستـــــــــــــــــايي ستا نازاواداگانې
داخــــــــــــــواره واره فكــــرونه به دې هېركړي
دهجران دتورتمو ماښام به راشــــــــــــــــــــــي
داخــــــــــــوښۍ به دې بدلې په وسواس كړي
له دې خپل سركشه زړه ځنې ډارېـــــــــــــږم
نـــــــــه چې بل چاته وراوږد دمينې لاس كړي
داله مينې جوړاحساس به مې ګمراه شي
بيــــــــــــابه تاته دنفرت سندرې وايــــــــــــــــــي
دانظر چې مــــــې په راشه راشه وچ شــــــــو
ګـرانـــــــــــــــــــه بيا به درتــــــــــه لرې لرې وايي
كلــــــــــــــــه ماهم دديدن په خوږولمانځــه
دادحســـــــــــــــــــــــــن تلوسې مې ساته ځوانې
ډېر كاته دې زماپه يادكې پاتــــــې كېږي
ډېرې شپې مــــــــې ستاپه روح كې بنديوانې


سلطان ((احمدزى)) پكتيا ۱۳۸۴/۱۲/۱۰