د زور واکانو او جنګسالارانو پراخه واک

 
د نړیوالې ټولنې تر ټولو لویه جفا د افغان میړاني ملت سره دا وه< چې پخواني جنګسالاران او جنګي مجرمین یې بیرته واک ته ورسول او لا یې پسې زورور او ځواکمن کړل. دوی دا کار یوازې د خپلو ګټو د خوندیتابه په موخه وکړ؛ مونږ منو چې القاعده یو نړیوال خطر وو او افغانستان د دې خطر مرکز ګرځیدلای وو او طالبانو په سرزورۍ سره د دې شبکې ملاتړ کاوه ؛ نو په هیواد کې د نظام د بدلون پرته د دې خطر مخنیوی ممکن نه وو ، خو دا خطر امریکې او په ټوله کې نړیوالې ټولنې رامنځته کړی وو ، ځکه په نوي یمو کالونو کې امریکې نړیوال سخت دریځي د خلق ډیموکراټیک جمهوریت د پرځولو او د سرو لښکرو د ماتولو په موخه راټول کړل او وروسته یې بیا قابو نکړل او خپلسري یې پریښودل ، چې دا هم یو شعوري عمل وو.
امریکې ډیر اوږد او ژور پلان درلود ، څو افغانستان ته راشي او ترلاس لاندې یو کمزوری نظام ولري او بیا د افغانانو د خاورې له لارې چې په سیمه او مرکزي اسیا کې څه وغواړي هغه ترسره کړي . نو د دې هدف لپاره یې یو نوي رژیم ته اړتیا درلوده ؛ دوی مجاهدین ځکه یوازې پریښودل چې ایډیالوژیک اختلافات یې ورسره لرل او امریکا هیڅ وخت نه غواړي چې اسلام دې په نړۍ حاکم شي ، ځکه امریکې او یهودانو د اسلام پرضد په ګډه یو کلک سنګر نیولی.
د طالبانو په راتګ سره د امریکایانو سره ډیرې هیلې ټوکیدلي وې او غوښتل یې چې خپلو ارمانونو ته د دوی په شتون کې ورسیږي ، ترڅو د مرکزي اسیا د نفتو او ګازو څخه په اسانه توګه ګټه پورته کړي . هغه وخت د امیرالمؤمنین لپاره د سپینې ماڼۍ استازي لیلا هلمز پدې لار کې ډیر زیات زیار وګاله چې د ملا محمد عمر مجاهد سره موافقې ته ورسیږي ؛ خو د طالبانو د مخافظه کارئ او سخت دریځئ له امله زړه ماتي شول او بالاخره یې طالبان نړیوالې سولې او امنیت ته خطر وباله او د نړیوالې ټولنې په ملتیا یې د پښو وغورځول ، خو فعالیتونه یې ترننه پورې په زور او درز سره روان دي او د افغان دولت د بیا رغونې او ټیکاو په وړاندې په لوی خنډ او ګواښ بدل شوي دي . په هرصورت د نړیوالې ټولنې لویه غـداري د کمزوري حکومت جوړول او جنګسالارانو او کورنیو مافیایي کړیو ته  د پراخ واک او مادي امکاناتو برابرول وو . دوی پخوا ازمایل شوي وو، د نوي نظام په رامنځته کیدو سره باید دوی ټول مجازات شوي وای او انتقالي عدالت دې پرې پلی شوی وای او د کورنیو جګړو او د بې ګناه وګړو غچ دې ترې اخیستل شوی وای، ترڅو نورو ترې عبرت اخیستی وای، اما که مجازات شوي نه وای نو د واک او ځواک له ډګر څخه خو باید ایستل شوي وای ؛ خو په ډیر افسوس سره چې دوی هرڅه د افغانانو دهیلو او غوښتنو برعکس ترسره کړل او دا جنګي مجرمین یې لاپسې ونازول او بې وسه او مظلومو افغانانو پر سرونو یې یوځل بیا واکمن کړل، چې دا وضعیت تر ننه نه قابو کیدونکی دی.
که څه هم طالبان او د اسلامي ګوند پلویان د دولت غیر قانوني او وسله  وال مخالفین بلل کیږي او مخامخ ورسره په مورچه کې جنګیږي، خو ترڅنګ یې قانوني مخالفین همدا زورواکان ، کورنۍ مافیا او جنګي مجرمین او بالاخره د نظام د هستې قومي ټیکه داران دي ، چې د دولت او واک په زړه کې دخیل دي؛ د دوی لخوا نظام محاصره شوی دی ، دوی د خپلو شخصي او ځاني ګټو په موخه افغان ملت سره ویشلی ، چې یو شمېر یې ترننه په ډېرې سپین سترګۍ سره قومي او ژبني دښمنۍ ته لمن وهي او پدې کې خپلې ګټې لټوي او د افغان میړانيو ولسونو راتلونکي ته چې تل یې د یوه او بل په څنګ کې د خواږو وروڼو په شان سره ګډ ژوند کړی په یو او بل نوم دسیسې جوړوي او د ځوانانو له پاکو احساساتو نه د دښمنۍ لپاره ګټه پورته کوي . باید زیاته کړو چې پدې لوبه کې د بهرنیو هیوادونو لاسوهنې هم کمې ندي ، خو همدا جنګسالاران په یو نا یو شکل سره د همدغو بهرنیو کړیو سره لاس لري او د هغوی په اشارو د ګډوډۍ  ډګر تود ساتي. همدا زورواکان او قومي ټیکه داران دي چې په کور د ننه د نظام د ټینګښت او امنیت په وړاندې لوی خنډ جوړ شوي او نظام نا ارامه ساتي. کاشکې دوی مثبت لید لوری او ملي دریځ درلودای، خو ټوله مبارزه یې یوازې د ځان او ډلې د واک ، ځواک او پر امتیازاتو لپاره راټوله ده. ځینې پکې دومره بانفوذه شوي چې د نظام تر مرکزي هستې پورې یی ځانونه ډیر په هنر رسولي دي او نظام یې په لوی لاس محاصره کړی او خپلې غیر مشروع غوښتنو ته یې په ډېر جرئت سره دوام ورکړی ؛ دغو ډلو نظام بې واکه ساتلی او قانون یې په څرګند ډول تر پښو لاندې کړی . په تېرو دیارلسو کالونو کې دوی د ملت د ارادې برعکس خپلې غوښتنې په نظام باندې په زور عملي کړې ، ځکه د چارې سره سره ولسمشر د هغوی غیر مشروع غوښتنو ته غاړه کېښوده او استدلال دا وه بغاوت او ګډوډي رامنځته کیږي ، کولای شي نظام وګواښي او په وسله وال مقاومت لاس پورې کړي ، چې دا یو غیر منطقي او غیر معقول حل وو ، ځکه دلته حقوق د اکثریت ولس تلف شول او امتیازات یوې محدودې ډلې واخیستل او د دې ډول پېښو په راتلونکي کې هم ویره شته او د ټاکنو د دویم پړاو د نتایجو د اعلان سره جوخت د ډاکتر عبدالله له لوري د موازي حکومت اعلانول او بیا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري له لوري د دواړو نوماندانو ترمنځ سیاسي جوړجاړی او د نهايي نتایجو وروسته د ملي یووالي حکومت جوړول هغه څه دي چې نظام په سهامي شرکت یو ځل بیا بدلوي او د ملت ارمانونه یو ځل بیا تر خاورو لاندې کیدونکي دي . که چیرې وضعیت همداسې  دوام وکړي او دغه زورواکان چې په دولت کې خپل شتون ته کله په یو نوم او کله په بل نوم مشروعیت ورکوي ، بې واکه نکړای شي، نو یقینا نظام به د دوی له لاسه نوره هم کمزوری شي او هغه  ورځ به راځي چې نظام د پښو وغورځوي ، ځکه همدا دوی دي چې د هیواد تجزیې او ټوټه کیدو ته لمن وهي.
نو پدې اساس سره مهمه دا ده چې دا زورواکان او جنګسالاران بې واکه کړای شي او دعمل له ډګر څخه دې وایستل شي؛ خو باید یادونه وکړو چې دا کار په اسانۍ سره هم ممکن ندی ؛ خو یوه لاره شته هغه دا ده چې دولت د ولسواکي خپل ریښتینی معیار وګرځوي او مصلحت دې نوره پريږدي او همدارنګه دې په دغو ډلو کې د دوی بدیل شخصیتونه پیدا کړي، کوم چې د دولت د نفوذ لاندې وي او هغوی دې دومره نه زورور کوي چې بیا نظام ته سرخوږی جوړیږي بلکې هغوی دې د قانون په تطبیق اړ کړي، که چېرې د زورواکۍ او قومي ټیکه دارۍ بهیر ژر تر ژره قابو نکړل شي ، نو راتلونکی حکومت به هم په پوره جرئت سره خپل پلانونه پلي نکړای شي ، بلکې د زیاتو خنډونو سره به لاس او ګریوان وي.