د غزې سرلوړو او مؤمنو مجاهدينو ته يو ځل بيا سلام

بسم الله الرحمن الرحيم
د غزې سرلوړو او مؤمنو مجاهدينو ته يو ځل بيا سلام
ټول مسلمانان د غزې له مظلومانو دفاع ته تيار دي
خو د دوى لار تړل شوې او وزرونه ئې سوزول شوي
غزه يو ځل بيا په اور كي سوزي، شپه او ورځ بمونه او راكټونه پرې ورېږي، هر لوري ته د مظلومو فلسطينيانو ويني بهېږي، په يوې مياشت كي تر دوه زره زيات مظلوم فلسطينيان ووژل شول او تر لس زره زيات زخمي او په خپلو وينو كي ورغړېدل، ټول هغه كفري ځواكونه چي پر افغانستان او عراق ئې د صليبي ځواكونو د بريد ملاتړ وكړ نن پر مظلوم فلسطين د صهيونيستانو د وحشيانه بريد ملاتړ كوي، د اسلامي هېوادو بدضمير او بې مروت حكام يا ساكت دي، يا ئې د منافقت لاره غوره كړې، په ظاهر كي تېرى غندي خو په عمل كي ئې حالت داسي دئ چي دښمن په ډاډه زړه او خلاص لاس د مظلومو فلسطينيانو وژلو ته ادامه وركوي او له دغو هېوادو د هيڅ ډول عكس العمل اندېښنه نه لري.
تهران د فلسطينيانو د حمايت چيغي وهي، د لبناني حزب الله له لاري د صهيونيستانو په خلاف د خولې ډزي كوي، خو په عمل كي له فلسطينيانو سره د مرستي پر ځاى عراق او سوريې ته شيعه جنگيالي لېږي چي له سنيانو سره وجنگېږي، د فلسطين په اړه دا بهانه وړاندي كوي چي د فلسطينيانو گاونډ عرب هېوادونه لار نه وركوي، خو دا په پشپړه توگه يوه دروغجنه بهانه ده، كه دوى په رښتيا له فلسطينيانو سره خواخوږي لري نو د سوريې له لاري دي د اسرائيل په خلاف څه وكړي، سوريې ته تللي ايراني جنگيالي دي د سني مسلمانانو پر ځاى له يهودانو سره وجنگېږي، د حزب الله مزدوري ډلي ته دي امر وكړي چي د اسرائيل لوري ته څو راكټي وتوغوي، دا په زرگونو راكټي چي ايران او سوريې حزب الله ته وركړي د كومي ورځي لپاره دي؟!! افغاني او عراقي شيعه وو ته دي ووايي چي لږ تر لږه دومره دي وكړي چي د امريكايانو له ملگرتيا لاس واخلي!
فلسطيني مجاهدينو ته وايو:
په الله تعالى توكل وكړئ، پر غزې د صهيونيستانو له تېري وېره مه لرئ، د افغاني او عراقي مجاهدينو لار غوره كړئ، إن شاء الله په دې سره كولى شئ دوى له همغه برخليك سره مخامخ كړئ چي شوروي اتحاد مخكي په افغانستان كي ورسره مخامخ شو او امريكا ورپسې په افغانستان او عراق كي نن ورسره مخامخ ده، د فلسطين د آزادۍ لار جهاد دئ، له الله تعالى پرته له هيچا طمعه مه لرئ، پر اسلامي هېوادونو داسي حكام مسلط دي چي كه د مجاهدينو په ضد د امريكايانو مرسته ونه كړي نو د مجاهدينو مرسته خو په هيڅ توگه نه كوي، دوى د واشنگټن په قومنده حتى د خپلو ولسونو په ضد جنگېږي، د مصر اوسنى ذليل فرعون (جنرال سيسي) ئې بربنډ مثال دئ، په دغو حكامو كي ځينو د واشنگټن په امر د افغان جهاد ملاتړ كاوو؛ خو كله چي امريكايانو د مجاهدينو په ضد له روسانو سره لاس يو كړ نو همدغه حكام ول چي د جهاد او مجاهدينو په ضد هر څه كولو ته چمتو شول.
فلسطيني مجاهدينو ته وايو چي پر ايران اعتماد مه كوئ، ايران د تاريخ په اوږدو كي تل د اسلامي امت په ضد له دښمنانو سره ملگرتيا كړې، دا د دوست په جامه كي خطرناك كورنى دښمن دئ، مسلمانان له شا په خنجر وهي، ايران د افغاني مجاهدينو په ضد هم له روسانو او كمونيستانو سره لاس يو كړ او هم ئې له صليبي ځواكونو سره د افغانستان په نيولو كي مرسته وكړه، د عراق په نيولو كي ئې هم له امريكا سره لاس يو كړ، دا دئ نن ئې عراق او سوريې ته جنگيالي لېږلي، په عراق كي له امريكايانو سره يو ځاى او اوږه په اوږه د سنيانو په ضد جنگېږي، په سوريه كي د بشارالاسد د بعثي او مرتد حكومت مرسته كوي، په عراق او سوريه كي د ايرانيانو او د ايران پلوه شيعه ډلو په لاس دومره مسلمانان وژل شوي چي امريكايانو نه دي وژلي، په سلگونو عراقي علماء او ساينسپوهان د هغو شيعه وو په لاس وژل شوي چي په ايران كي روزل شوي، د صدام حسين د حكومت له نسكورېدو تر نن پوري چي هره ورځ په لسگونو عراقيان په بغداد كي وژل كېږي او مړي ئې په تورو كڅوړو كي د بغداد په لارو كوڅو كي موندل كېږي؛ د لمانځه په وخت كي پر لمانځه ولاړو مسلمانمانو ډزي كوي،... دا ټول د ايرانيانو په امر او د ايران پلوه شيعه ډلو له لوري وژل كېږي.
د نړۍ مسلمانانو ته وايو: بايد په دې كي شك ونه لرو چي دا د مظلومو فلسطينيانو په ضد د تل ابيب جنگ نه دئ؛ بلكي د اسلام په ضد د اسلام د دښمنانو د لوى او پراخ جنگ يوه جبهه ده.
كه عربي هېوادونه د فلسطينيانو د مرستي لپاره ملا وتړي، رضاكارو مجاهدينو ته اجازه وركړي چي د اسرائيل د گاونډيو له لاري فلسطين ته ولاړ شي او د خپلو وروڼو په څنگ كي وجنگېږي نو يقيناً چي په لكونو مجاهدين تيار دي چي فلسطين ته ولاړ شي او له خپلو مظلومو وروڼو دفاع وكړي.
پر غزې او لبنان د صهيونيستانو د بريدونو او په عراق او افغانستان د امريكا د ظالمانه بريد په ارتباط د ملل متحد دريځونو وښوده چي دا د امريكا د جناياتو حامي اداره ده، په هري پېښي كي د مسلمانانو په ضد كارول كېږي. د دې پر ځاى چي پر غزې د صهيونيستانو وحشيانه بريد او د بې دفاع او بې وزلو ملكيانو وژل وغندي؛ د هغه چا په ضد پرېكړي كوي چي د تجاوز قربانيان دي او په وينو كي رغړي.
پر افغانستان او عراق د امريكايانو او پر لبنان او فلسطين د صهيونيستانو د بريدونو پر مهال د اروپايانو مواقفو وښوده چي د اسلام په ضد د دوى دريځ د واشنگټن تابع دئ، همغه څه كوي چي امريكا ئې ترې غواړي.
موږ مطمئن يو چي إن شاء الله افغانستان، عراق، سوريه او فلسطين به په يوه وخت او يو په بل پسي آزادېږي. د هغي ورځي د رارسېدو په هيله
مرگ پر اسرائيل او حاميانو ئې
ژوندي دي وي د فلسطين، عراق، سوريې او افغانستان مجاهدين
رپانده دي وي د اسلام شين بيرغ
 
حكمتيار
افغانستان
اسد 1393