افغان سیاسي اقتصاد د زورواکیزم تر سیوري لاندې (دویمه برخه)

 
وروسته پاته نړۍ تر هر څه وړاندې پراخه اقتصادي سرچینې او زیرمې لري مګر  ډیری ګډ رنځونه هم لري؛ یو له هغوی یې په یاده سیمه  کې د پیاوړي مرکزي حکومت په ځای د ناقانونه وسله والو او زورواکانو بې کنتروله شتون دی. دا ډلې تل هڅه کوي چې د همدې هیوادونو سرسامه زیرمې په خپل ګورت کښېباسي او یو داسې شتمن پاړکی ترې وزیږوي چې شخصي ګټې یې وپالي او په ګانده کې ورته کوم د پام وړ سرخوږی پیدا نه کړي.
د اقتصادي سیاست لید لوری دا په زبات رسوي چې د افغانستان په ملي اقتصادي سرچینو باندې د زورواکو حاکمیت یو پیاوړی او تلپاته نړیوال اړخ هم لري. دا هغه څه دي چې په هېواد کې یې د اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې او ټولنیز- اقتصادي وضعیت یې د خورا کور ورانونکو پایلو سره مخ کړی دی. په دې سربېره،  ډیری نور عوامل هم  شته چې په افغانستان کې د زورواکیزم د ریښو په غځولو او پیاوړي کولو کې رول لري مګر دا ټول رانغاړل به دا لیکنه د لوستونکو له نظره وغورځوي، یوازې په یو څو مهمو او برخلیک ټاکونکو هغو یې تم کیږو:
بېرحمه زورواکان د اقتصادي نخبه توب په لور:
افغان جنګسالاران او زورواکان په افغاني ټولنه له نږدې څلویښتو کلونو راهیسې مسلط دي، مګر له 2001 ز راپدیخوا یې  بڼه او رول یو څه بدل شوی دی. د امریکایي یرغل را پدیخوا، دوی هڅه کوي چې د نخبه توب په معیارونو ځان وتلي او په خورا ماهرانه ډول خپلې زورواکۍ ته د نخبه توب جامې واغوندي. په افغانستان کې د دیموکراسۍ او سولې راوستلو درواغجنو شعارونو افغان ولس یو څه هیله من کړی و چې کیدای شي نور د افغانستان جنګي اقتصاد (War economy) په سوله ییز اقتصاد (Peace economy) بدل شي مګر دا هر څه د نورو شعارونو په څېر  شعار پاته شو.
د اتیایمو او نویمو کلونو پر مهال ټولي سړې او تودې جګړې هم د اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره تر سره کیدلې، پخوا به د افغان جګړې بهرنیو اړخونو د یو بل په ضد خپلې ګټې په افغانستان کې څارلې مګر له 2001 ز راپدیخوا په افغانستان کې اقتصادي جنګ په نویو افغاني فرصتونو او سرچینو متمرکز شوی، دا جګړه اوس ځکه خطرناکه بریښي چې مرکز یې په رښتوني بڼه افغاني سرچینې او اقتصادي فرصتونه دي چې پایلې به یې خورا کور ورانونکې وي. دا اوازې چې بېوزله افغان ولس به د کاني او اقتصادي سرچینو په برکت د فقر له ټغره راپاڅي، هسې بېځایه توقع ده، هغه جنګسالاران او جنګې ډلې چې له 2001 ز کال مخکې د واک او ځواک څښتانان ول، په نوې دوره کې یې اقتصادي او سیاسي واک نور هم زیات شو، له بده مرغه دوی په افغانستان کې د نړیوال ښکېلتابه له برکته اوس په دې پوه شوي چې څنګه خپل ناقانونه سیاسي- اقتصادي ځواک وساتي.
سیاسي او پوځي مورچې تل د زورواکانو له لورې د ملت په وړاندې د وسلې په څېر کارول شوې دي. که څه هم د ټولنې دا طبقه په ښکاره  د جهاد او مقاومت تاریخ تیري شعارونه زمزمه کوي مګر په حقیقت کې په افغانستان باندې د امریکایي یرغل څخه پدې  خورا منندوی دي چې د همدوی له لورې په نویو څېرو او ماموریتونو کې په ملت باندې د استازو په نوم تپل کیږي. دوی اوس هڅه کوي چې د چټل اقتصادي-سیاسي زور په مټ په ټولنه باندې ځانونه د اقتصادي- سیاسي نخبه ګانو په څېر وپیژني.
په نوې جامه کې د انارشیزم ددې زیږندې ځواک هغه وخت نور هم پیاوړی شو چې په افغانستان کې د امریکایي یرغل په پایله کې ملت جوړونې یو څه هڅې پیل شوې، دوی د پخواني زور له برکته په دې وتوانېدل چې نوي سیستم ته لار پیدا کړي او مهم سیاسي، اقتصادي او امنیتي پوستونه اشغال کړي، له بده مرغه اوس د همدې زورواکانو اقتصادي شمتنۍ دي چې د کورني اقتصاد ستره برخه جوړوي.
لویدیځ او امریکا ته د افغاني ټولنې ددې پاړکي خدمات له پامه نشي غورځولی، د سپتمر له یوولسمې وروسته په افغانستان د امریکايي چپاو ټول پلانونه په همدې زورواکانو متکي وو، د پخواني مقاومت ډیری قومندانان طالب – ضد دریځونه لرل، کله چې د طالبانو له منګولو د افغانستان کنترول له لاسه وتونکی شو، همدې زورواکانو یو شمېر سیمې ونیولې او موقتي خلا یې ډکه کړه.
د سیاسي واک په برخه کې د ولسمشر کرزي ادارې او نړیوالې ټولنې هڅه وکړه چې زورواکان له خپلو اړونده سیمو او ولایاتو څخه کابل ته کش کړي، تر څو په سیمه کې یې نفوذ وځپي، دوی انګیرله، که زورواکانو ته په اداره کې ځای ورکړل شي نو کیدای شي چې ځانونه د حکومت برخه وګڼي او ناقانونه واک یې له منځه لاړ شي، همدا ګروه وه چې کرزي او نړیوالې ټولنې دوی په کابل کې ځای په ځای کړل. مګر دا هر څه سرچپه راوختل، کرزي او نړیوالې ټولنې دا ګام د ددوی د واک ځپنې په موخه کړی و، خو د پلان برعکس، دوی ته د شتمنیو را ټولولو خورا زرینه موکه په لاس ورغله ــــ  دوی ته په لوی لاس د اقتصادي ځواک د پیاوړي کولو زمینه په لاس ورکړل شوه، په وزارتونو او نورو ادارو کې دوی د پخوا په څېر اوس سترو اقتصادي سرچینو ته لاسرسی لري، د میلیاردونو ډالرو پروژې او اقتصادي او سیاسي قراردادونه اکثره د همدې کسانو له لورې اخیستل کیږي. ښایي همدا لامل وي چې اوس خپل  نفوذ او زورواکي د قانون په چوکاټ کې ګوري د کرزي تېرې پنځلس کلنې دوري جنګسالارانو ته د اقتصادي او سیاسي خوندیتوب خورا اسانه زمینه برابره کړه.
د افغانستان د څلویښت کلن ناورین په دوران کې جنګسالارانو د سیاسي زور، پوځي لاسبرۍ او اقتصادي ګټو یو خورا پیاوړی مثلث جوړ کړ، سیاسي زور او پوځي وړتیاوې د اقتصادي ګټو زیاتولو لپاره کاروي او زیاته اقتصادي ګټه د سیاسي زور او ځواک د پیاوړي کولو لپاره کاروي، همدا لامل دی چې دوی ورځ تر بلې د داسې اقتصادي او سیاسي واک څښتنان کیږي چې افغان ولس به ترې خیر و نه ګوري. د اقتصاد له نظره دې چارې لا تر وړاندې د عایداتي مساوات پولي  نړولي. چې رغول به یې د افغان حکومت لپاره ستره ننګونه وي.
د همدې مسئلې نړیوال اړخونه په راتلونکې برخه کې وړاندې کیږي.
Lutfullah44@gmail.com