د تېلو بادشاهان (۲ برخه)

د ژباړونکي یادونه
دا دامریکايي لیکوال او د ژورنالیزم او سیاست د ډګر د ډاکټر انډریو سکاټ کوپر کتاب دی. لیکوال په امریکا کې زیږیدلی د ژورنالیزم لیسانس یې د امریکا په نیویارک ښار کې د کولمبیا له پوهنتون څخه تر لاسه کړی او ډوکټورا یې د سکاټلینډ له ابرډین پوهنتون څخه تر لاسه کړې.
دغه کتاب د منځني ختیځ، ټول خلیج ، (ایران، عراق، کوېټ،سعودي عربستان) او امریکا تر منځ د سیاسي، اقتصادي او نظامي اړیکو په څرنګوالي بحث کوي. د کتاب ټول تمرکز د امریکا او منځني ختیځ په ۲ لسیزو اړیکو را څیرخي. د تېلو باچاهان لږ د ۱۹۶۰ مو اوډېر زیات د ۱۹۷۰ مو کلونو په ترڅ کې د واشنګټن، تهران او ریاض او ورسره نورو تړلو هېوادونو اړیکو ته کتنه کوي.په دغه تحقیقي کتاب کې له تېلو د امر یکا اغېزمنه شوېبهرنۍ تګلاره څېړل شوېاو دا په ګوته شوې چې امریکا څومره هغه مهال ایران او سعودي عربستان ته اړ هېواد و. د پهلوي ر ضا شاه په وخت کې له اسراییلو پرته په سیمه کې ایران د مریکا تر ټولو کلک دوست و او سعودي د دواړو لپاره کلک دښمن بلل کېده.
 د اسراییلو او عربو جګړو او پر لوېدیځ د عربانو د تېلو بندیز، د ایران او امریکا دوستي په اوسپنیزو کېبلونه کلکه تړلې وه. رضا شاه د سپینې ماڼۍ د مېلمستیاوو څراغ بلل کېده او ایران د امریکا د استخباراتو مرکز. ۷۰ زره امریکایانو په ایران کې کاو کاوه چې تر نیمايي ډېرو یې د امریکا له حکومت سره تړلي کارونه تر سره کول.
 شوروي اتحاد په خپل زور کې و او له عراقي ولسمشر صدام حسین، د سوریې له مشر حافظ اسد او د مصر له ولسمشر انورسادات سره یې خورا نږدې ستراتیژیکو اړیکو واشنګټن د تهران سره د کلکې دوستۍ پاللو ته اړ کړی و. د امریکا ترټولوکلک دوست اسراییل له عربانو سره په سختو غاښ ماتولو بوخت و او واشنګټن په ایران کې د شوروي ځواکونو ته کمین نیولی و او له دې ځایه یې د شوروي ځواکونو غږونه اورېدل. د ایرانپه شمالي سرحد شورويځواکونه پراته وو او ایران ته یې د امریکا له باوره د ښامار په څېرخوله وازه نیولې وه. دېخوا له افغانستان سره هم د شوروي روابط ډېر ښه وو او دې دوستۍ هم امریکا او تهران ته اندېښنې ور پیدا کړې وې. امریکا په ایران کې استخباراتي او سیا سي مانورې تر سره کولې او ایران یې د خلیج ساتونکی باله. امریکا په بې ساري ډول له ایراناو روسیې له مصر سره نظامي مرستې کولې.
  په ۱۹۶۰ مو او ۷۰ یمو کلونو کې ایران په سیمه کې  له ټولو عربي هېوادونو څخه په نظامي برخه کې ځواکمن بلل کېده. امریکا د شوروي له وېرې د ایران د شاه هرې غوښتنې ته مثبت ځواب وایه. د ایران د شاه اړیکې له امریکا سره دومر تودې او پرمخ ولاړې چې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ یې د امریکایانو په خبره نېغ اغېز درلود. سي. ای. اې په ایران او د ایران استخباراتو (ساواک) په امریکا کې فعالیتونه کول. د ایران شاه په خپلو تېلو تکیه درلوده ا و د اوپیک مشري یې کوله. له نن څخه ۴۰ کاله مخکې ایراني شاه د لسګونه میلیارد ډالرو په ارزښت پرمختیايي پلانونه را مخې ته کړل او پښې یې بیخي له ځمکې په هوا وې.
   د تهران او واشنګټن د دوستۍ کلک مزي د امریکا لخوا د بهرنیو چارو د هغه مهال وزیر هنري کیسنجر او د ایران لخوا په خپله رضا شاه پهلوي، دده پخواني اوښي اردیشهر زاهدي چې په واشنګټن کې ډېر کلونه د امریکا سفیر وو ټینګ ګړي وو.د ایران د دربار وزیر هم په دغهیارانه کې د مهم اړیکوال رول لوباوه.
 هنري کیسنجر د امریکا د ۷۰ یمې لسیزې د بهرنۍ پالیسۍ مخکښ جوړونکی و چې له څو ولسمشرانو په ځانګړې توګه ریچارډ نیکسون سره یې په ګډه پر ایراني شاه ډېر پېرزوینې در لودې.
د ایران او امریکا دوستي دومره مخته تللې وه چې ان امریکا له ایران سره په ګډه یو مهالپر سعودي د نظامي برید پلانونه نیول او امریکا پر ایران د اتومي انرژۍ د بټیو پلورلو ته تیار شوی وو.
امریکا غوښتل چې ایران دې په خلیج او سویلي اسیا کې ددوی د ګټو خوندي کونکی ځواک وي، ان د بنګلدېش د جلاکېدو په جګړه کې ورته د امریکا لخوا لارښوونه وشوه چې پاکستان ته د مرستې په ډول نظامي الوتکې او وسلې ورکړي.
امریکا ایران ته خپل نظامي توکي او وسلې ورکول او تېل یې ځینې اخیستل، د ایران تکیه په امریکا دومره زیاته شوه چې د امریکایانو د دوستۍ د مزو په سستولو سره د شاهاقتصادي نظام هم په ړنګېدو شو.
د افغانستاناوسنی وضیعت هم د ایران د ۷۰ مو لسیزو له وروستیو سره ډېر نژدې بریښي. هغه مهال رضا شاه له امریکا وسلې غوښتې او اوس یې ولسمشر حامد کرزی غواړي. هغه مهال شاه د واشنګټن خورا کلک دوست وو چې ناببره امریکایانو د سعودي دسترخوان غوړ ولید او له ایران څخه په ډډه شول. په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال وروسته ولسمشرکرزی د واشنګټن خورا نژدې ملګرى شو چې اوس د شاه په څېر ترې امریکایان ډډه کوي.
ایران هم پر امریکا د تېلو د پلور او د وسلو د اخیستو له اړخه دومره ډېره تکیه وکړه چې د هغوی د ستنو له ایسته کېدو وروسته هرڅه سر چپه شول او په افغانستان کې همامریکایانو د کابل حکومت دومره په ځان پورې له اقتصادي اړخه وتاړه چې اوس د هر بالښت له لرې کولو سره سم د شاه په څېر افغان اداره لړزیږي.
 د امریکا د دوستۍ په خپلولوکې د سعودي شاهانو(ملک خالد او ملک فهد)او د ایران له شاه سره په جګړه کې ریاض بریالی شو. د کابل او اسلام اباد لخوا د سپینې ماڼۍ او پنټاګون د لاس نیولو لپاره د کرزي( نوازشریف، زرداري او مشرف) بوټان وشلیدل. په دغه لوبه کې هم دسعودي د شاګرد پاکستان لاس بر بلل کیږي.
    چې د کتاب له موضوع لیرې ولاړ نه شو، سعودي شاهانو سره له دې چې ډېر زیات بېغمباشه بلل کیږي، وکولی شو چې له امر یکا سره دښمني په دوستي بدله کړي او د رضا شاه پهلوي ځای په سپینه ماڼۍ کې ملک فهد خپل کړي.
    یو وخت چې د سعودي په مشرۍ عربي هېوادونو د اسرایلو د جګړې په ټس کې په لوېدیځ د تېلو بندیزولګاوه، له کبله یې د امریکا او برېتانیې اقتصاد ۲۰۰ درجې ولړزید. د فرانسې، اېټالیا، هسپانیا، پرتګال اوځینو نورو په څېر مهمو اروپايي هېوادونو کې لوېدیځ پلوي حکومتونه ړنګ شول او کمونستي ډلې نا څاپه وغوړېدې. دغه  ټول حالات هغه مهال د امریکا په زیان او د شوروي په ګټه روان وو.
    امریکا د ایران د شاه پر مټ د تېلو د بندیزد ماتولو هڅې وکړې، خو ونه توانېده.البته په دې لانجه کې د سعودي او امریکا دواړو زړه په خپلو کې د نوې دوستۍ پیلو لو ته وو. امریکايي چارواکو د اقتصادي رکود د له منځه تلو او سعودي مشرانو د ایران د غرور او زور د ماتولو او د واشنګټن د دوستۍ د خپلولو لېواله وو. لانجه د نوې دوستۍ په پیلولو واوښتهاو په دغه دوستۍ کې د هغه مهال د سعودي شهزاده فهد چې وروسته باچا شو او د هغه مهال د تېلو وزیر شیخ ذکي یمني خورا مهم رول ولوباوه. د امریکا لخوا د هغه هېواد د خزانې وزیر بیل سایمون چې خورا مشهور سوداګر و د ریاض د دوستۍ ډېر تږی و. د امریکا د دغو ۲ لسیزو د سیاسي دوکتورین دخورا مخکښ هنري کیسنجر چې د ایران د شاه ډېر نږدې شخصي دوست و، سعودیان  ښه نه ایسېدل.
    د ایران او سعودي لپاره د امریکا دوستي دومره مهمه وه لکه نن سبا د کابل او اسلام اباد لپاره. هغو دواړو هېوادونو د تېلو پر مټ د امریکا پام ور اړولی و، خو افغانستان او پا کستان غواړي په سیمه کې له خپل جیوپولټیک موقیعت څخه په ګټې اخیستو له امریکا سره دوستي او ملګرتیا پیاوړې کړي. هغه مهال هم د امریکا په حکومت کې د ایران او سعودي پلویان سره ویشلي وو او اوس د امریکا په کانګریس او حکومت کې ځینې د کابل اوځینې د اسلام اباد دوستي د خپل هېواد په ګټه بولي. امریکا هغه مهال هم له دواړو سره د خپلو ملي او بهرنیو ګټو پراسا معامله کولهاو اوس هم واشنګټن له افغان او پا کستانۍ غاړې سره په معاملو کې خپلې ګټې په پام کې نیسي.
    هم په کابل کې چارواکو دا هڅې وکړې چې په امریکا کې خپل دوستان خپل اهمیت ته متوجه کړي او هم له لسیزو لسیزو راهیسې په دغه لوبه کې تجربه لرونکي پاکستاني جنرالان هڅې کوي چې په سیمه کې د پاکستان ستراتیژیک اهمیت ورته په ګوته کړي.
     ښکارېده چې هغه مهال امریکا له ایران سره په چل روانه وه او اوس یې له کابل سره د ډېرو په باورهمدا لوبه پیل کړې. په اویا یمه لسیزه کې امریکا پر تهران شرطونه کېښودل اوپه ایران کې یې په سلګونو اډې لرلې او په تېره یوه لسیزه کې یې په افغانستان کې ورته په سلګونو پوځي بارکونه جوړ کړي وو او اوس د اډو د لرلو لپاره نوي شرطونه په ډاګه کوي.
     هغه مهال لوی دښمن شوروي اتحاد او ددغه اتحاد له ملاتړه برخمن، عراق او مصر وو. اوس موخه په خپله ایران او د روسیې تر نفو‌ذ لاندې د منځنۍ اسیا جمهوریتونه، روسیه او چین دي. ایران د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې په خلیج او د تېلو په خورا بډایه سیمه کې د امریکا لپاره خورا ډېر مهم رول ولوباوه، خو دنوي ملګري سعودي عربستان په موندلو سره امریکا ایران ته شا کړه.
     اوس امریکا د منځني ختیځ ، روسیې او چین په ستوني کې د یوې مهمې اډې د ټینګولو په لټه کې په سلګونه میلیارد ډالره مصرف کړل او د افغانستان د تر لاسه کولو لپاره یې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه لا روانه ساتلې. افغانستان په خپله هم د ایران او عربو له تېلو ډېر ګران بیه توکي لري چې ویل کیږي امریکا یې د ایستلو لپاره ډېره لېواله ده. افغانستان د امریکا لپاره تر خلیج اوس کم اهمیته نه بلل کیږي او ښه بېلګه یې له کابل سره د ستراتیژیک امنیتي تړون در لودل دي.
     په دې کتاب کې هڅه شوې چې د امریکا د تاریخ یو مهم پړاو ته د منځني ختیځ د تېلو له اړخه نظر واچول شي او په سیمه کې د تېلو په پیسو له مستو ایراني او عربي باچاهانو  سره د امریکا پټو او ښکاره معاملو ته اشاره وکړي. کتاب کې ښوول شوي چې په څه ډول د بېلا بېلو هېوادونو باچاهانو یوه او بل ته دسیسې جوړولې او په روانه سیالۍ کې یې له کومو لارو په ګټې اخیستو د یوه او بل له پښو غورځولو هڅې کولې.« په سیاست کې دایمي دوست او دایمي دښمن نه شته » دا خبره ما اورېدلې وه، خو د تېلو باچاهانو په نوم دغه کتاب دې مسئلې ته په جزییاتو سره اشاره کړي. کتاب د امریکا بې واکه سیاستونو او د سیمې د مشرانو سیا سي نبوغ او سیاسي شعور ته اشاره کړې.
    ما دا کتابد سپوږمۍ په راډیو کې د خپل خواږه ملګري حمید ناصري وردګ په مشوره او لارښوونه په دې موخه وژباړه چې د امریکا د سیاست، د امریکا د ملي ګټو، په سیمه کې د امریکا د موخو، پلانونو، هوډ، مرستو، ملګرتیا او دوستۍ په اړه ډېر څه لري. په دغه کتاب کې د امریکا او د هغه د ۲ کلکو یارانو یو مهال د ایران له شاه او بیا د سعودي له شیخانو سره د واشنګټن ستراتیژیکو اړیکو ته کتنه شوې. د افغانستان په اوسني وضیعت کې چې امریکا ډېره بوخته او ډېره ښکېله ده، ددې کتاب ژباړل او لوستل کولی شي لوستونکي ته دا ور په ګوته کړي چې ستر قدرتونه په سیمه کې له کوچنیو هېوادونو سره په کوم اساس دوستي کوي، څه تمې ترې لري،ولې یارانه ورسره جوړوي او په څه ډول یې روزي او ژوند ته یې برابروي؟ او بلاخره د خوشې کېدو لارې ته یې څرنګه برابروي؟  د تېلو باچاهانوپه دغه کتاب کې د ایران په بېلګه کې د واشنګټن د دوستۍ نمونو ته روښانه اشاره شوې او لوستونکو ته په ډاګه کوي چې د امریکا دوستي د خدای لپاره نه، بلکې د خپلو ملي او کورنیو ګټو پر اساس ولاړه ده.
    کتاب د افغانستان په دغو حساسو شرایطو کې د سیا سي کړیو لپاره ډېرمهم معلومات لري چې کېدای شيد سیمې لپاره د امریکا فکر او پالیسي په کې مطالعه شي. افغان لوستونکي او سیاستوال په سیمه کې د امریکا له اقتصادي پالیسیو او بهرنۍ تګلارې په خبرېدو سره کولی شي چې په افغانستان کې ددوی موخې مطالعه او د راشه درشه په تګلوري یې ځان پوه کړي.
    ددغه پنډ کتاب اصلي بڼه (انګریزي) په ۲۰۱۲ کال کې  له چاپه راوتې او موږ وغوښتل چې په ۲۰۱۳ کې یې پښتوبڼه لوستونکو ته وړاندې کړو. په دغه کتاب کې له خورا ډېرو ماخذونو ګټه پورته شوې چې لویه برخه یې د ورځپاڼو ادرسونه، د هغه مهال د چارواکو نقل قولونه، لیکنې، محرم سیا سي اسناداومخامخ تر سره شوې مرکې اوخبرې دي چې په کتاب کې په قوسونو او کوټیشنونو کې را اخیستل شوي.  د کتاب د ماخذونو برخه څه باندې ۱۰۰ مخه چې د ډېروالي او له ځینو استادانو سره له مشورې وروسته ما لازمه ونه بلله چې د ماخذونو دا برخه هم وژباړم . البته دا زما دویمه ژباړه ده او بې له شکه به په کې ژبنۍاو املايي تېروتنې ډېرې وي او کېدای شي داسې جملې هم په کې ډېرې وي چې مغلقې او پېچلې وي. د دغو ستونزو له شته والي وار له مخه بښنه غواړم او هیله لرم چې په لوستلو سره به یې د ستړیا احساس ونه کړئ.
   د یادونې وړ بولم چې د کتاب د چاپ چارو ته د سپوږمۍ را ډیو ادارې ملا تړلې چې تر ټولو له مخه له دوی څخه ډېره مننه کوم، په ځانګړې توګه د سپوږمۍ له مشر حمید ناصري څخه چې دده له مرستې پرته ددې کتاب پښتو ژباړه ستونزمنه وه. پردې سربیره، له خپلوډېرو درنو ملګرو (حبیب حکمت،عزیز عزیزي،عثمان سنګین، خلیل ستانکزي او ځینو نورو ملګروڅخه مننه چې د ژباړل شوې بڼې بېلاې بېلې برخې یې را سره وکتلې.له خپل ګران ورور عبدالرحیم عاصم څخه هم مننه چې له ژباړې سره سم به یې د متن داصلاح چارې تر سره کولې. او په پای کې له هغو ټولو مننه چې ددغه کتاب د ژباړې پرمهال یې ماته حوصله را بښلې او مشورې یې را کړې دي.
په درنښت
عبدالمالک عاصم 
ایران ته د شاهي نظام د کاریدنې عنوان:
 
      د ایران باچا هم د هغه هیواد باچا او هم امپراتور وو. په ایران کې د پهلوي کورنۍ د سلطنت پرمهال ایران په نړیواله کچه د ایراني امپراطورۍ په توګه په رسمیت پیژندل کیده. په رسمي توګه د ایران باچا ته د شاهنشاه ( د باچاهانو باچا) لقب کاریده چې اصلي نوم یې محمد رضاشاه پهلوي وو. په بله وینا ((محمد رضا، یا پهلوي شاه)) .د شاهي نظام د دربار وزیر اسدالله علم د خپلو خاطراتو په کتاب کې په روښانه  او عامه ژبه د ایران باچا ته د (( اعلی حضرت شاه همایوني )) خطاب کړی.
   په همدې ډول د باچا میرمنې ته یې د شاه بانو یا ملکې خطاب کړی دی. ( فرح پهلوي ته هم د رضا شاه پهلوي یا امپراطور میرمن اوهم د ایران ملکه  او لومړۍ میرمن ویل کیده). وروسته چې کله په ۱۹۶۷ کال کې  دواړو ته په رسمي مراسمو کې تاج ور په سر کړی شو، نو دغه القاب بیخي ورته یقیني شول. اسدالله علم د خپلو خاطراتو په یاداښتونو کې د باچا میرمنې ته د ( اعلی حضرت ملکې لقب کارولی). اوباچا هم په عادي توګه خپلې میرمنې ته د ملکې کلیمه کاروله. خو په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې د باچا د میرمنې فرح  لقب هم لکه د هغې د خاوند په څیر یو ډول کاریده (یانې که به باچا ته د باچاهانو بادشاه ، نو هغې ته به د ملکې لقب کارول کیده. )
 
لومړۍ برخه:
له سره تیر پهلوان (ګلادیاتور) 1969-1974
 
لومړۍ فصل:
یو ډول ستر انسان (سوپرمن)
۱۹۷۱ کال :د امریکې د وخت ولسمشر ریچارډ نیکسون:
((زما هغه خوښیږي، زما هغه خوښیږي او زما یې هیواد خوښیږي، خو ځینې نور چې هغلته را پورته شوي هغه مې نه خوښیږي))
ولسمشر ریچارډ نیکسون،۱۹۷۱
 
د سیالانو په منځ کې بې ساری.
     د ۱۹۶۹ کال په اوړي کې د ډیوایټ ډیویډ ایزن هاور جنازه وه، هغه چې له نازي اشغال څخه د اروپا د ازادۍ  د جګړې لوی قومندان او د امریکا د همغه مهال د ۲ دورو ولسمشروو. هغه د نړۍ د هغو مشرانو یوه نسل ته د کلک مقاومت انځور رسمول ثابت کړل.ډیرته هغه د ازادۍ ستر مبارز ،او ان په ځینو برخو کې ډیرو خلکو خپل ژوند دکنساس ددغه سیاسي سرتیري پوره وړی باله.
     د مارچ په ۳۰ په امریکا کې په میلیونونو لیدونکو د تاج کیښودلو او مړه شوي مشر ته د وروستي عزت بښلو په زړه پورې او شانداره مراسمو بهیر د تلویزیون په پردو وکوت. د جنازې په دغو مراسمو کې د بلجیم باچا لومړی بوداین، د یونان باچا دویم کانسټنسټین، د لوکزامبورک ګرنډ ډوک جین، د بریتانیې  لومړی وزیر لورډ لویس منت باتین او د فلیپین ولسمشر فردیناند مار کوس د واشنګټن په مرکز را ټونډا کې را غونډ شوي وو، چې خپل وروستي مراتب او احترام د امریکا د وخت مړه شوی ولسمشر ایزنهاور ته وړاندې کړي.  لیدونکي ټول په دې تمه وو، چې د فرانسې ۷۸ کلن ولسمشر چارلیس دې ګیول ، به د جګړې پرمهال د خپل کلک ملګري مړي ته څه ډول وروستي مراتب تر سره کوي.
 امریکایانو ته بل مهم اشنا دوست مشر د ایران باچا  محدرضاشاه پهلوي وو. هغه ډیربا وقاره او بډایه امپراطور یا باچاوو چې د ۳ شاندارو ودونو په کولو سره خورا مشهور وو. ۴۹ کلن باچا چې ډیر ځلیدونکي بوټونه یې په  پښنو وو ،په مراسمو کې نیغ ولاړ وو، او هره خوا یې پړه کیده. اعلی حضرت رضاشاه پهلوي (دبادشاهانوبادشاه) چې د  ارین(ایران) ډیوه( شمعه) اوپه ایران کې د شیعه نسل لخوا د خدای پاک سیوری بلل کیده. هغه چې  د ۲۵۰۰ کلن فارسي سلطنت پر اوږو  ناست وو، په خورا شان او شوکت سره د ایزنهاور په مراسموکې ښکته پورته کیده. هغه چې په نظامي پټو او طلایي زرینو ګلابتوني کرښو جوړ شاهي لباس اغوستی وو، داسې بریښیده لکه د عیسویانو د کرسمس جوړه کړې ونه. د ایران باچا نړیوالو ته هغه ډول ښکاریده چې دوی یې تصور کاوو.
 دایزنهاور په جنازه کې د محمد رضاشاه د ګډون پرېکړه ددې لپاره په احساساتي ډول نه وه نیول شوې چې، هغه په خپلې مداخلې سره په ۱۹۵۳ کال کې د ایران طاوسي سلطنت وژغوره. د رضاشاه نژدې سلاکار او د شاهي نظام د دربار وزیر  اسدالله علم په خپلو یاداښتونو کې همدې ټکي ته داسې اشاره کړې ((ما باچا ته وویلي چې دا به مونږ ته یو ډیر ښه فرصت برابر کړي چې د امریکې د نوې ادارې له چارواکو سره مود جنازې د مراسمو په بهانه خبرې وشي ،او هغه را سره موافقه وکړه)). ښاغلي علم د یاداښتونو ګڼې پټې کتابچې درلودې چې پکې د پهلوي دربار ورځنۍ چارې په منظم ډول لیکلي او یاداښت کړې وې.
د ایزنهاور تر جنازې په نژدې لسو اونیو کې ریچارډ نیکسن د امریکې د درې اویایم ولسمشر په توګه لوړه وکړه  او د ایران باچا خورا ډیر لیواله وو، چې بیرته په خپلو کې اوږده ملګرتیا سره ټینګه کړي.
 د ایران شاه د امریکې په دغه مهالني تاریخ کې خورا حساسه او مهمه څیره غوره کړې وه  او د نیکسون په سپینه ماڼۍ کې رضاشاه چې ۲۸ کاله د ایران په تاج او تخت ناست وو، د لحظو او شیبو کس بلل کیده. په ۱۹۶۹ کال کې د امریکې دبهرنیو چارو وزارت، ولسمشر نیکسون ته سپارښتنه کړې وه چې (شاه په ایران کې خورا مهم کس دی )، ( په ایراني کلتور کې باچا یو ډول لوی انسان بلل کیږي، چې د هغه دنده او ځای فوق العاده ارزښت او اهمیت لري. د ایران باچا دغه شاهي کلتور ته د خپلې سیاسي ځیرکتیا، استخباراتي او ټولنیزې پوهې وزن هم ور زیات کړ او ویې ښووله، چې د یوه مشر په توګه د هر کار کولو وړتیا لري).
     د ایزنهاور په جنازه کې د ایران له باچا سره د هغه د نورو سیالانو پرتله  د امریکايي چارواکو او دولت لخوا ځانګړې راشه درشه او چلند وشو. د امریکې له نوي ولسمشر سره د هغه لپاره نیم ساعته شخصي لیدنه کتنه هم تنظیم شوې وه. په ملي رسمي کلیسا کې د ایزنهاور د جنازې په مراسمو کې رضاشاه  پهلوي ،،د نیکسون د مشرې لور ښایسته او تکې سپینې تریشا په خوا کې په لومړي کتار کې ناست وو. د تریشا خور جولیې په دې وروستیو کې د مړه شوي ولسمشر ډیویډ ایزنهاورله لمسي ایکي سره واده کړی وو. دغو دواړو ته رضاشاه د هغوی په واده کې شنه خرمايي ایرانۍ قالینه د واده د ډالۍ په توګه ورکړې وه. اسد علم وايي، ( په یوه شانداره ماښامني کې چې ښاغلي نیکسون د بهرنیو میلمنو لپاره تیار کړی وو یوازې شاه او د فرانسي ولسمشر ګیولي ، دټول پروګرام پام ځانونوته را جلب کړی وو . د میلمستیا ټول پام په دوی را ټول  وواو نورو ته هیچا اصلا پام نه لاره).
 نور بيا