
اداري فساد دهیواد نوم او حیثیت ته په ملي او نړیواله کچه لوی زیان اړولی ؛ چارواکو په غوڅ اکثریت سره پدې پیښه کې ښکیلتوب لرلی او دوی په ډیر بې رحمانه توګه بیت المال لوټ کړ او لاهم د افغانانو د پوستکي د ایستلو لپاره په مورچه کې ناست دي او خپلو کړنو ته په پوره جرئت سره دوام ورکوي . که چیرې پوښتنه وشي چې دغو خلکو دومره په میلیاردونو ډالره پانګه او پراخې ځمکې او مارکیټونه له کومه کړل؟ نو بې له ځنډه به تاسې راته ووایاست چې د مظلوم ملت په سر باندې له تجارت څخه او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د هغو مرستو څخه چې نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره فنډ راټول کړی وو او ځینې یې په خپل سر په خلکو کې د فساد لپاره په کار واچولې او ځینې یې د ځانه سره بیرته بهر ته یوړې او ځینې یې د دغو چارواکو په واک کې ورکړې او هغوی د دښمن شتمني وبلله او لوټ یې کړه او هیوادوالو ته یې پرې کار ونه کړ.
که چیرې دغه پیسې د افغانستان په نفوس ویشل شوي وای ، نو بې له شکه اوس به هر افغان د لوږې ، تندې ، بې کورئ ، بې کارئ او په ټوله کې د اقتصادي جبر څخه خلاص شوی وای ، خو په ډیر افسوس سره چې داسې ونه شول او هیڅ یو داسې بنیادي کار پرې ونه شو چې د خلکو لپاره د حیاتي ارزښت لرونکی وي . نه یوه فابریکه پرې جوړه شوه ، نه دهیواد کرنیز او تولیداتي سیستم پرې ورغول شو او نه په علمي او نظامي ډګرونو کې ترې سمه ګټه پورته شوه . که څه هم د تیرو واکمنانو په نسبت د کرزي په اداره کې زیات کار وشو، خو هغومره امکانات هم زیات وو او د کمزوري رهبرۍ او ضعیف نظام له امله دغه مرستې پرځای ونه لګول شوې.
هو! د کمزوري مشرئ او ځواکمنې مشرۍ ترمنځ توپیر همدا دی چې قوي مشران فرصتونه پیدا کوي او د هغوی څخه د هیواد او ملت د پرمختګ لپاره پرځای کار اخلي او کمزوري مشران ترلاسه شوي فرصتونه د لاسه ورکوي او د هغوی څخه سمه استفاده نه شي کولای.