ډاکتر احمد داود اوغلو  

 
دسړې جګړې په پای کې ترکیه دناټو په  تشکیل کې  ګوښه شوی / منزوي هېواد و، خو اوس  دسیمې په هېوادو کې خپل ځای او اغیز لري، دناټو دغړو هېوادو له منځه ترکیه  لومړنی هېواد دی،چې له پخواني شوروي اتحاد سره یې ګډه پوله درلوده ځکه خو د (تروما ن  Truman Doctrine) دنظریې له مخې باید همدلته کمونیزم ته  پوله تړل شوې وه، هغه مهال یو شمېر ترکي سیاستوالو دامریکا دا نظر او وړاندیز  په پراخه  ټنډه ومانه  لویدیځ او امریکا وتوانیده،چې  ختیځې اروپا یوه څنډه  پوره 44 کاله دپیسو او وسلو په  زور دکمونیزم  له یرغل څخه  وژغوري .
د وخت په تېریدو ترکیې په  ډېر مهارت  ځان  دسیمې او نړۍ په کچه  مطرح کړ ان،چې کله  درجب  طیب اردوګان په مشرۍ دعدالت او پراختیا ګوند واک ته ورسید نو دوی پر ( نوو عثمانیانو ) مشهور شول په بله مانا،چې دوی غواړي  دعثماني خلافت  امپراتوري بیا را ژوندې کړي . اردوګان وتوانیده،چې له کردانو سره خپل مناسبات او اړیکې  ښې کړي  او دښه نیت  په څرګندولو یې لومړي ځل کردانو ته اجازه ورکړه،چې په خپله ژبه  زده کړې وکړي  .
 

 
څرنګه، چې اټکل و هماغسې وشول، د ترکیي نوي ولسمشر رجب طیب اردوګان  دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر احمد داود اوغلو  د لومړي وزیر او د عدالت او پراختیا دګوند اجرایوي شورا له څو ساعتونو بحث او مشورې وروسته دخپل نوي مشر  په توګه  غوره کړ.
 اردوګان  داوغلو په اړه وايي : زه باور لرم،چې دګوند او لومړي وزیر څوکۍ لپاره  به زموږ دنوې ترکیې شعار عملي کوي او ددې ترڅنګ به  د 2023 ز  لپاره دګوند له اړخه ټاکل شوې موخې یو پربل پسې  ترلاسه کړي .
اردوګان هڅه کوله،چې  دخپل ځایناستي نوم  دتلوسې تربریده پټ وساتي، خو ټول پوهیدل،چې دا به  احمد داود اوغلو وي .
دنړیوالو اړیکو پوهنتوني کارپوه، خپل دیني فرایض پر وخت اداء کوي، داردوګان له نږدې ملګرو او ژمنو هغو څخه یو دی  له  2003 ز  څخه،چې داردوګان  واک  تر لاسه کړې  اوغلو یې ترڅنګ ولاړ  دی، لومړی د ډیپلوماتیک سلاکار   او بیا  په  2009 ز کې دبهرنیو چارو د وزیر  په  توګه .
داود اوغلو  په  پوهنتون کې دتیورۍ  له برخې څخه  د (ترکیي نوې ډیپلوماسۍ ) پلې کولو ته وګرځيد نوموړی دا ( نوی عثمانیزم ) بولي  او مانا داده،چې ترکیه باید  په هغو سیمو کې،چې دعثماني خلافت  دنفوذ برخه   وې په ځانګړې توګه  منځنی ختیځ  بیرته  دفعال او اغیزناک  عنصر  په  توګه  ورګرځي .
دا تګلار او پالیسي،چې ( له ګاوندیو سره دستونزو له منځه  وړل / له ګاونډیو سره دستونزو صفر) په  چوکاټ کې رامنځته شوې وه دعرب  پسرلي  پرمهال یو څه ټکنی شوه له سوریې، مصر او اسرائیلو سره د انقرې اړیکې یو څه ټکنی شوې.
دعدالت او پراختیا دګوند مخالفین او سیالان وايي : دا سمه ده،چې  احمد داود اوغلو  دخپل وزارت  پرمهال  پاموړ لاسته راوړنې  لري،خو له دې وروسته  به ونه توانیږي،چې پر خپل سلف  اردوګان نیوکې وکړي  .
د اوغلو  له  ټاکنې  د اردوګان موخه داده،چې د 2015  ز په پارلماني ټاکنو کې عدالت  او پراختیا ګوند  له 500 څوکیو څخه  دغوڅ اکثریت  څوکۍ،چې  367   کیږي تر لاسه  کړي  او په  اساسي قانون کې  تعدیلات رامنځته  کړي. کېدای شي  له دې وړاندې  داساسي قانون  104 ماده،چې دولسمشر صلاحیتونه  اوواک ټاکي  یو څه  تعدیل رامنځته  کړي .
دترکیي دولسي جمهوریت  ګوند مشر کمال کیلیشدار،چې داپوزیسیون  له مشهورو هغو څخه  یو دی وايي : داسی ښکاري، چې ترکیه  دګوډاګیو لومړي وزیرانو پړاو ته ننوته.
عدالت او پراختیا ګوند به  دروانې میاشتې پر 27 نېټه استثانيي ګنګره جوړه او په رسمي توګه به  داوغلو دګوند درییس په  توګه  وټاکي او له دې وروسته به  درجب طیب اردوګان لخوا دحکومت پر جوړولو مکلف شي .
ترکیه،چې درجب طیب اردوګان دواکمنۍ پرمهال  دبیساری اقتصادي پرمختګ  څښتنه  شوه دا هم دسوداګرو او پانګوالو لپاره مهمه ده،چې څوک به د اقتصاد او مالیي وزیران  وي، اردوګان هڅه کوي،چې مالیه یو څه راکمه کړي، خو پانګوال اندېښمن دي،چې داقتصاد دوزیر علي باباجان  او مالیي وزیر محمد شیمشک،چې دترکیي داقتصادي بریالیتوب او مالي ثبات  مهم بنسټګران دي دځایناستي په توګه  څوک ټاکل کیږي .
دبهرنیو چارو وزیر پخواني وزیر ډاکتر احمد داود اوغلو ته   په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند دمهمې  څېرې په سترګه کتل کیږي نوموړي دخپلو اکاډیمکو څيړنو پر مټ  دترکیي دنوې بهرنۍ تګلارې لپاره لیدلوری ټاکلی دی  دخپلو وړتیاوو پر مټ یې دسیمې او نړۍ په  کچه خورا اغیزناک  رول لوبولی دی . دا ځل مو د  روهي ویبپاڼې لوستونکو ته دترکیي نوی لومړی وزیر  ډاکتر احمد داود اوغلو غوره کړی دی .
ډ :احمد داود اوغلو  د1959 ز دفبرورۍ پر 26  دترکیي په  قونیه ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستی، په استنبول کې یې  دالمانیانو په نړیوال ښوونځی کې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې بشپړې کړې دي، په 1983 ز کې له  باسفور پوهنتون څخه  په اقتصاد او سیاست کې  لیسانس او ماستري  او په سیاست او نړیوالو اړیکو کې له همدې پوهنتون څخه  دوکتوراه  سند تر لاسه کړی دی .
په 1990 ز کې  دمالیزیا په نړیوال اسلامي پوهنتون کې استاد شو او تر 1993 ز دسیاسي علومو پوهنځی،چې همده یې بنسټ ایښې و  مشر و، وروسته  بیا د 1995-1999 ز پورې دمرمرې پوهنتون  اړوند عملي موسسو لکه دمنځني ختیځ دڅیړنو مرکز ، دبانکونو انسټیټوټ  ، د دوکتوراه پرګرام  کې استاد و ، اوغلو د 2002-1998 ز  کې دترکیي دنظامي اکاډمۍ او حربي پوهنتون  میلمه  استاد و .
د 2002 ز له ټاکنو وروسته  د لومړي وزیر  ستر سلاکار  په توګه غوره شو ، په 2003 ز کې ګرځنده سفیر شو او د 2009 ز دمې پر لومړۍ نېټه  دترکیي په شپیتم حکومت کې دبهرنیو چارو وزیر شو.
اوغلو وداه کړی دی ، څلوربچیان لري او دترکیي دبهرني سیاست په اړه یې په ترکي او انګلیسي ژبو یو شمېر مقالې لیکلی دي. همد راز د اوغلو ټول کتابونه عربي، چاپاني، پرتګال ، روسي، پارسي او الباني ژبو تههم ژباړل شوي دي .
د اوغلو دکتابونو او اثارو له منځه  ( فلسفه او سیاست، اسلامي نړۍ دمتمدن بدلون په درشل کې، ستراتیژیک عمق) یې  مهم هغه دي  نوموړي  په (ستراتیژیک عمق ) کې د ترکیي دبهرنۍ تګلارې لپاره  تیوري وړاندې کړې ده،چې وروسته یې خپله  او حکومت  په ډېر مهارت پلې کړې ده.
ډ: احمد داوداوغلو  پر ترکیي سربېره په انګلیسي، عربي او الماني  ژپو روانې خبرې کوي  نوموړي دخپلو اکاډیمکو څیړنو  پر مټ  یو شمېر نظریې وړاندې کړې دي لکه  ترکیه  په نړیوال سیاست کې له  سیمه ییز رول څخه  نړیوال هغه  ته مخه کړي ځکه خو په سیمه کې  ورته  دمصر، ایران او سعودي ځواکمن  سیال دی .  
په 2010 ز کې فارن پالیسۍ مجلې  دنوې ترکیي  په پرمختګ  کې له پراخه ونډې  اخستلو له کبله  دنړۍ له  100 مهمو مفکرینو څخه  یوبللی دی. په 2011 ز کې همدې مجلې له لومړي وزیر رجب طیب اردوګان سره یو ځای په نړۍ کې د ترکیي د نوي رول  او ددې دعملي کولو له کبله  دنړۍ دسلو مهمو مفکرینو په ډله کې راوستی دی .
اوغلو(له ګاونډیو سره دستونزو دصفر غوراوي) بنسټګر دی  نوموړی وايي دا شونې ده، که چیرې نور زموږ د ارزښتونو درناوی وکړي، خو دا ددی مانا نه لري،چې  موږ به  له نورو اړخو نو دښو اړیکو  په بدل کې چوپ اوسو .
داود اوغلو دخپل وزارت  پرمهال هڅه کوله،چې دترکیي رول  باید روښانه  وي او دسيمې دمشر په توګه یې ولوبوي ځکه  خو یو شمېر مخالفین وايي: اردوګان او ډله یې غواړي،چې دسیمې دمشر او پولیس رول په یوه وخت کې ولوبوي .
یو شمېر لیکوالو احمد داود اوغلو ته  د ترکیي کیسنجر لقب ورکړی دی .